'د کارګرو د غوږونو پرې کوونکي قاچاقبران دي'

زیانمن شوي کسان
Image caption تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغې پېښې مسووليت نه دی منلی .

د افغانستان د سويلي ولايت کندهار والي په دغه ولايت کې د څلورو کسانو د غوږونو د پرېکولو عاملین د نشه يي توکو قاچاقچيان بولي .

نا پېژاندو وسله والو دوه ورځې وړاندې دغه کسان د ژېړۍ په ولسوالۍ کې وتښتول او په يوه غرنۍ سيمه کې يې د هغوی غوږونه ترې غوڅ کړل.

دغه کسان چې اوس خوشې شوي وايي ، تښتوونکو دوی ته دغه سزا له بهرنیانو سره د همکارۍ په تور ورکړې ده.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی او طالبانو په دې کې لاس لرل رد کړي دي .

دغه څلور سړي د چارشنبې په ورځ هغه مهال په ژېړۍ کې د موټر سايکل سپرو له خوا يرغمل شول چې له کاره د کور په لوري روان وو.

تښتول شوي له اصله د بادغيس اوسېدونکي دي چې له کلونو راهيسې په کندهار کې ژوند کوي.

په ژېړۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د عملیاتو له پای ته رسېدو سره سم دغلته په لسګونو د بیا رغونې پروژې پیل شوې چې دغه کسان هم همدلته په کار بوخت ول.

امامت خان د دغو څلورو کسانو له ډلې بل هغه کس دی چې وايي يرغمل کوونکو ورته ويل چې ولې له بهرنيانو سره د کار پر ځای ، مزدوري نه کوي.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغې پېښې مسووليت نه دی منلی .

وسله وال طالبان چې په تېر وخت کې په دا ډول پېښو کې ښکېل بلل کېدل ، په دغه پېښه کې لاس لرل ردوي.

د کندهار والي توريالي ويسا دغه عمل غېر اسلامي او غېر انساني بللی او ويلي يې دي چې دا کار د نشه يي توکو قاچاقبرانو کړی دی .

ښاغلي ويسا د دا ډول ډلو له مشرانو وغوښتل چې له دا ډول کرغېړنو عملونو لاس واخلي .

ورته مطالب