احمد رشید: طالبان د سیمې بې ثباته کول غواړي

ګڼ هغه علتونه چې په عربي نړۍ کې د پاڅونونو لامل شول، په پاکستان او افغانستان کې هم شته، خو لیکوال احمد رشید وایي چې طالبانو چې په دې وروستیو کې یې په بریدونه ډېر کړي، [په دې معنا ده چې] هغوی به په ناامنه سیمو کې هر پاڅون کنټرول کړي.

احمد رشید
Image caption احمد رشید: ''ډېرﺉ ټولنیز او اقتصادي لاملونه لکه د دندو نشتوالی او د ځوانانو مخ په زیاتېدونکی شمېر چې په مصر، تونس او لېبیا کې د پاڅونونو لامل شو په افغانستان او پاکستان کې هم شونی ښکاري. ''

ډیرې وخت د ژمي په میاشتو کې طالبان ارام کوي .

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه په یو حساس پړاو کې له افغانستان نه وتو ته چمتووالی نیسي، طالبانو د یو پلان له مخې په تاوتریخوالی کې زیاتوالی راوستي چې په ټوله سیمه کې بې ثباتي رامنځ ته کړي .

په وروستیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ځانمرګو بریدونو، مخامخ جګړو او ښخ شوو ماینونو له امله تر ۲۰۰ ډېر افغان وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي .

ددغو بریدونو یو لامل هم د امریکایي ځانګړو ځواکونو د غچ اغیستل دي. دغه ځواکونه د ژمي په میاشتو کې د شپې او ورځې لخوا تر ۲۰ پورې هغه بریدونه کوي چې په کې د طالبانو مشران، لوژستیکي ځایونه او په سلګونو جنګیالي وژل او یا هم نیول کېږي .

افغان او پاکستاني طالبان هم په پرله پسې توګه په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل کېږي .

که څه هم امریکایي قومندانان د خپل هغه کمپاین د بري په هکله غږېږی چې ګواکي دوی طالبان له کندهار او هلمند ولایتونو په شا تمبولي دي، خو ډېر کارپوهان دې ته د شک په سترګه ګوري چې ایا طالبان په خپله په موقت ډول په شاتللي او دا چې د امریکا تر مشرۍ لاندې دا کمپاین به تر اوږد مهاله پاتې کېدونکی وي او که نه.

کمزوری حکومت

سربېره پر دې، د تېر کال د ولسي جرګې ټاکنو له امله اوس ولسمشر حامد کرزی، ولسي جرګه او قضایي قوه په یوه بې سارې سیاسي شخړه کې سره بوخت دي . د تاوتریخوالو د کچې د لوړېدود له کبله ډېرې مرستې او د پرمختګ پروګرامونه په ټپه درېدلي دي . د تېلو او خوراکي توکو د بیو لوړېدا د ډېرو افغانانو غصه را پارولې ده .

د ښاغلي کرزي ډېرﺉ مخالفین چې له پخوانۍ شمالی ټلوالۍ سره تړلي لري، د کرزي هغه هوډ چې طالبانو سره به مخامخ خبرې کوي او نورو مهمو موضوعاتو کې پر حکومت باندې نیوکې ډیرې کړي دي .

د کرزي په نظرياتو کې ژور بدلون راغلی

د کابل حکومت په یو حساس پړاو کې کمزوری او بې وزله ښکاري او د څو اوونیو په اوږدو کې ښاغلی کرزی باید هغه سیمې چې تر یوه حده خوندي دي، اعلان کړي چې نړیوال ځواکونه ترې ووځي او واک افغان ځواکونو ته وسپاري .

دا د ولسمشر بارک اوباما د هغه پلان برخه ده چې غواړې په سوکه ډول له افغانستان څخه امریکایي او ناټو ځواکونو ویستل په راتلونکې جولای کې پیل کړي .

د پاکستان په شمال لوېدیځ او پنجاب ایالت کې پاکستاني طالبان پاکستاني طالبان د خپلو بریدونو ډېرولو په حال کې دي .

پنجابي طالبانو په اسلام آباد کې د اقلیتونو د چارو د عیسوي وزیر شهباز بهټي د وژلو مسؤولیت پر غاړه واخیست. شهباز بهټي په جنوري میاشت کې د پنجاب والی سلمان تاثیر له وژلو وروسته اسلام ته د سپکاوي په لانجمن قانون کې د اصلاحاتو راوستلو غوښتونکي په توګه پر یوې مشهورې څېرې بدل شوی وو .

وروسته له دې چې ریمند ډېوېس چې ویل کېږي د سي آی اې کس دی، په لاهور کې د دوو پاکستاني اتباعو د وژلو په تور ونیول شو، مذهبي او اسلامی بنسټ پالو ډلو د امریکا پر ضد لاسونه یو کړي دي.

امریکا پر دې خبره تاکید کوي چې هغه دې خوشی شي ځکه چی دیپلماتیک مصؤنیت لري، خو پاکستانیان هغه د ووژلو په تور محاکمه کوي .

اسلامی ډلې په دې توانېدلې دي چې د اسلامي قانون اصلاحاتو، اقتصادي بحران او د امریکا ضد انګیزنې چې د ډېوېس د قضیې له امله راپورته شوې دي، په اړه د خلکو احساسات راوپاروي .

د پاکستان خلکو ګوند تر مشرۍ لاندې ایتلافي حکومت تر اوسه پورې نه یوازې د بنسټ پالو کمپاین د شنډولو لپاره کومه تګلاره نه لري، بلکې خلکو ته یې هم یوه ښه مشري په برخه کړې نه ده. د پاکستان د لیرو پرتو سیمو خلک د یوه ښه راتلونکي په اړه مختلف نظرونه لري .

د انځور حقوق Reuters
Image caption احمد رشيد: ''طالبان او اورپکي ځکه خپل بریدونه ډېروي، چې د امریکا په بریدونو کې د دوی د وژل شوو کسانو غچ واخلي.''

سیاسي شخړه په همدې حال د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ په ځانګړې توګه د امریکا پوځ او سي آی اې اړیکي له پاکستاني پوځ او آی اېس آی سره ترخه شوي دي. د دواړه اړخونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د افغانستان راتلونکي پر سر دی. د پاکستان پوځ د امریکا لخوا د افغانستان په اړه له هغه هېواد سره د خپلې تګلارې په اړه خبرې نه کولو او له طالب مشرانو سره چې په پاکستان کې اوسیږي په خبرو اترو کې د هغه هیواد نه شریکولو د نوموړي هیواد پوځ غصه را پارولې ده. د دواړو هېوادونو مشرانو د علاقې نشوالي، په دواړو هیوادونو د حکومتونو او اپوزیسیون ترمنځ د سیاسي شخړو شتون او اقتصادي کمزورتیا ددې لامل شوې چې طالبان په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راولي. ډېرﺉ ټولنیز او اقتصادي لاملونه لکه د دندو نشتوالی او د ځوانانو مخ په زیاتېدونکی شمېر چې په مصر، تونس او لېبیا کې د پاڅونونو لامل شو په افغانستان او پاکستان کې هم شونی ښکاري.

که څه هم دا ښکاره خبره ده چې په دې هېوادونو کې ټولنیز حرکتونه چې په ډېرې اسانۍ سره راپارېدلی شي، خو د یوې ښې ډیموکراسۍ او بشري حقونو د تحقق لامل نه شي کېدای. که چېرې دغه دواړه هېوادونه خپلو فعالیتونو کې هم غږي رامنځ ته نه کړي، نو کېدای شي چې د بنسټ پالو د حرکت د پراخوالي لامل وګرځي او دا به په سیمه يیزه او نړیواله کچه بدې پایلې ولري.

ورته مطالب