غزنی: په دوو ترافیکي پېښو کې ۷ مسافر مړه ۴۲ نور ټپيان شوي

د مخکنۍ ترافيکي پېښې عکس ګورﺉ
Image caption د کابل - کندهار پر لویه لاره تر ډېره د چلوونکو د بې پامۍ له کبله ټکر کېږي .

په غزني ولایت کې د دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله څه باندې ۴۲ کسان ټپیان او ۷ تنه مړه شوي دي .

د غزني امنیه قومندان زړور زاهد بي بي سي ته وویل په لومړۍ پېښه کې د غزني د روضې په کوتل کې دوه ملي بس له یو بل سره ټکر شوي، چې په کې ۱۱ مسافر ټپیان دي .

نوموړی وايي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ، چې له غزني د پولیسو تر ور رسېدا مخکې کابل ته وړل شوی دی .

ښاغلی زاهد وايي دویمه ترافيکي پېښه د قرباغ د 'کروسای' په سیمه کې رامنځ ته شوې، چې کندهار ته روان یو ټرېلر له یوه ملي بس سره جنګېدلی چې په وینا یې ۲۲ کسان ټپیان او ۷ مړه شوي دي .

نوموړی وايي چې د ټرېلر چلوونکی تښتېدلی دی .

ټپیان د قرباغ سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او یو شمېر غزني ته وړل شوي دي .

زړور زاهد وايي چې په مړو شوو کې ښځې او ماشومان هم دي .

پر همدې مهال نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې پر غزني ښار درې توغندي وتوغول شول .

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده .

د دغې ډلې یوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته له یوه نامالو ځایه د تېلې فون پر کرښه ویلي چې توغندي د غزني پر امیه قومندانۍ لګېلدي دي .

خو امنیه قومندان زړرو زاهد وايي چې دغه توغندي په غیرمسکونه سیمو کې لګېدلي، چې تلفات نه لري، او د پېښې په تور درې کسان نیول شوي چې اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي .

ورته مطالب