تصوف په افغانستان کې - ستونزې - 4

صوفیان
Image caption ډېری صوفیان اوس مهال په افغانستان کې امنیتي شرایط اوتندلاري هغه لویه ننګونه بولي چې د ددوی د حلقو د جوړېدو او غوړېدو مخه ډب کوي .

د تصوف د لړۍ په څلورم او وروستي پروګرام کې هغه ستونزې او لوړي ژورې راخيستل شوې چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې متصوفین ورسره مخامخ شوي دي او یا ترې اغېزمن شوي دي .

که تاریخ ته وګورو تصوف په پنځمه او شپږمه هجرې پېړیو کې په خراسان کې په خورا شور او زور کې وو او د ننني افغانستان د بلخ، غزني او هرات ښارونه یې لوی مرکزونه ول چې یو شمېر لوی صوفیان په کې اوسېدل .

دا پروګرامونه فریبا ظاهر جوړ کړي دي

خو د تصوف دا شور او زور پر اوسني افغانستان ا ود سیمې پر هېوادونو ۸۰۰ کاله وړاندي د چنګیز د برید له کبله تر ډېره وځپل شو .

د چنګیز د لښکرو یرغل او ویجاړیو د اوسني افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته لوی ګوزار ورساوه .

ددغه یرغل اغېز تر ډېرو کلونو پورې پر اوسني افغانستان پاتې وو، خو د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ غړی حبیب الله رفیع وایې تردغې پېښې راوروسته بایزید روښان هغه لومړنی صوفي وو چې د تصوف د بیا راژوندي کېدو لپاره یې مبارزه پیل کړه .

تاریخي څېړونکي باور لري چې بېرته همدا صوفیان ول چې د مبارزې په پایله کې یې خلکو ته د عادي ژوند د هیلو ترڅنګ ډېری چنګیزیان هم اسلام ته راوبلل .

څېړونکي وایې د همدې اوومې هجرې پېړۍ په اوږدو کې وو چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د تصوف په نوم ځینې ناوړه استفادې پیل شوې او یو شمېر کسانو د تصوف په نوم بې کارۍ، مفت خورۍ او ان تر نورو نارواوو یې لاسونه وغځول .

د تصوف په نامه دغو پدیدو د اصلي تصوف ترڅنګ کلونه کلونه په افغانستان کې دوام وکړ، خو له بلې خوا د اوسني افغانستان یو شمېر صوفیانو چې نورو اسلامي هېوادونو او ښارونو ته یې هجرت کړی وو، دغه اصالت په ښه توګه وساتي او وتوانېدل د تصوف او عرفاني اصیلې او پخوانۍ تګلاري خپلو پيروانو ته ولېږدوي .

د افغانستان معاصر تاریخ هم د تصوف او د صوفیانو پر ژوند د ځینو اغېزناکو جریانونو د شتون خبره کوي .

د قادریه تصوفی سلسلې یو مخکښ سید محمود ګیلاني وایې څه باندې ۳۰ کاله وړاندې پر افغانستان د شوروي د یرغل کلونه هغه دوره ده چې لسګونه مرشدین او سالکان په کې ووژل شول .

Image caption د افغانستان معاصر تاریخ هم د تصوف او د صوفیانو پر ژوند د ځینو اغېزناکو جریانونو د شتون خبره کوي .

د شوروي تر یوغل وروسته افغانستان ته له نورو هېوادونو ځینې نوې مفکورې او ایډیالوژۍ راغلې، د جهاد تر کلونو راوروسته د طالبانو په دوره کې هم تصوف تر یو شمېر فشارونو لاندې راغی .

د څېړونکو په باور په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ستونزو شتون د تصوف پر اصلي ریښو سیوری غوړولی چې ویل کېږي له همدې کبله داسې زمینه برابره شوه چې ان بهرنی کړۍ د صوفیانو حلقو ته لار ومومي او ګټه ترې پورته کړي .

حبیب الله رفیع وایې همدغه سببونه وو چې متصوفین یې پرې نښودل په سوچه ډول خپل اصالت وساتي . دی وایې ډېرې کمې حلقې دې چې کېدای شي له پخوا څخه یې توپیر نه وي کړی .

صوفیان دا هم وایې چې د تاریخ په اوږدو کې نه یوازې په افغانستان، بلکې په ډېرو نورو سیمو کې تصوف د خلکو ترمنځ د روغې جوړې او یووالي په برخه کې مهم رول لوبولی .

سید محمود ګیلاني وایې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په پام سره چې له بېلابېلو کړاوونو څخه تېرېږي، نو اوس دده په وینا تر بل هر وخت ډېر ریښتوني تصوف ته اړتیا ده چې د خلکو ترمنځ دده په وینا د یووالي پل شي .

ډېری صوفیان اوس مهال په افغانستان کې امنیتي شرایط اوتندلاري هغه لویه ننګونه بولي چې د ددوی د حلقو د جوړېدو او غوړېدو مخه ډب کوي .

دوی وایې په ډاډه زړه په هره سیمه کې راټولېدی نه شي؛ ځکه هر شیخ یا پیر په خپل کور کې مریدان راټولوي چې دا هم د دې لامل شوي چې د یو بل له فعالیتونو او ستونزو بې خبره و اوسي .

خو دا ډول ستونزې پخوا هم څو ځله پر صوفیانو راغلې او له همدې کبله دوی وایې چې راتلونکي ته هیلمن دي او یو ښه سباوون راتلونکی دی .

ورته مطالب