'افغان ځواکونه لا ډېر سمبالښت غواړي'

افغان ملي اردو
Image caption افغان چارواکي وايي چې د روان ۱۳۸۹هجري لمريځ کال تر پایه پورې به د ملي اردو شمېر ۱۶۰ زرو ته ورسېږي، او زیاتوي چې د شویو تړونونو له مخې د افغانستان نړیوالو متحدینو د دغو ځواکونو تجهیز او سمبالښت پرغاړه اخیستی دی .

په داسې حال کې چې د امنيتي چارو سپارلو د لړۍ پيلېدو ته ایله د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان ځواکونه باید لانور سمبال کړای شي .

د دغه وزارت ویاند ظاهر عظيمي وايي، د امنیت سپارل د افغان ځواکونو پر سمبالښت پورې تړلي دي، چې په وینا یې موجوده پوځي توکي د افغان ځواکونو لپاره بسنه نه کوي .

له نړیوالو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو د پيل په رانژدې کېدو سره د افغانستان امنيتي چارواکي له نړیوالې ټولنې دا هیله لري چې خپل ټول پام د افغان ځواکونو پر تجهیزاتو راټول کړي .

افغان چارواکي وايي چې د روان ۱۳۸۹هجري لمريځ کال تر پایه پورې به د ملي اردو شمېر ۱۶۰ زرو ته ورسېږي، او زیاتوي چې د شویو تړونونو له مخې د افغانستان نړیوالو متحدینو د دغو ځواکونو تجهیز او سمبالښت پرغاړه اخیستی دی .

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظيمي وايي که څه هم افغان ځواکونه د امنيتي چارو د ورسپارلو جوګه دي، خو په وینا یې په دې برخه کې یو لړ تخنيکي ستونزې شته :

''د امنيتي چارو د سپارلو په بهیر کې باید د اړتیا له مخې د ملي اردو او افغان ځواکونو شمېر زیات شي، د ځمکني پوځ د تجهیز په برخه کې موږ لاهم ستونزې لرو، موږ په هوايي ځواکونو ګڼې ستونزې لرو، موږ لاهم د کشف، محاربې، هوايي دفاع، رادار او زده کړې په برخو کې ستونزې لرو . ''

د ښاغلي عظيمي په وینا، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې کلنی لګښت شاوخوا ۱۴۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي .

هغه په دې باور دی چې د افغان ځواکونو تر سمبالښت او وړتیا موندلو وروسته به په دغه لګښت کې د پام وړ ټيټوالی راشي .

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت مني چې د ناټو د تېرې اوونۍ په دفاعي غونډه کې د افغان ځواکونو پر مجهزولو ټينګار وشو .

د دغه وزارت ویاند ظاهر عظيمي وايي د لېږد لړۍ به له هغو سیمو پيلېږي چې ځواکونه په کې مجهز او امنیت ورسپارلو ته چمتو وي :

Image caption د ښاغلي عظيمي په وینا، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې کلنی لګښت شاوخوا ۱۴۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي .

''لېږد به د انډول له مخې ترسره کېږي، کله چې د انډول له مخې پيل شي، نو تشه نه رامنځ ته کېږي، موږ د لېږد د لړۍ په پيلېدو کې هېڅ ستونزه نه لرو، موږ په افغان امنيتي ځوکونو ته دا وړتیا وینو چې دا لړۍ په بریالیتوب پيل کړي، خو دا څه اسانه کار هم نه دی او کېدای شي موږ به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شو .''

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت ۱۳۹۰ یو مهم کال بولي او وايي چې له یوې خوا افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال له وسله والو مخالفینو د نیول شویو سیمو د ټينګولو هڅه کوي او له بلې خوا د امنيتي چارو لړۍ پيلېږي .

د امنيتي چارواکو په وینا، د دولت وسله وال مخالفین به هڅه وکړي چې د لېږد بهیر ګډوډ کړي، خو وايي چې په ډېر دقت به د امنيتي چارو د سپارلو لړۍ روانه وي .

ورته مطالب