د ۳ افغانانو پر وژنې د امريکايي سرتېري اعتراف

Image caption د بريدمل مورلاک له خولې ويل شوي، پلان دا وو چې خلک ووژل شي.

امريکايي بريدمل جريمي مورلاک دا اعتراف دواشنگټن په ايالت کې چې د امريکا په شمال لوېديځ کې پروت دى، يوې پوځي محکمې ته کړى. شک دى چې دا دسيسه به پراخه وي او نور کسان به هم په کې ښکېل وي.

په شمالي امريکا کې د بي بي سي خبريال جوني ډايمونډ په خپل رپوټ کې د بريدمل مورلاک له خولې وايي : (( پلان دا وو چې خلک ووژل شي.))

دا اعتراف له څارنوالانو سره تر يوې موافقې وروسته شوى دى. موافقه داده چې دى به د کمې سزا په بدل کې اعتراف کوي او خپل نور همکاران به ښيي.

پر مورلاک تور دى چې د تېر کال د جنورۍ او مې ترمنځ موده کې يې په کندهار کې درې بې وسلې ولسي افغانان وژلي دي.

د دوشنبې په ورځ د جرمني شپيگل مجلې د څو امريکايي عسکرو عکسونه خپاره کړل چې يو په کې همدا مورلاک و چې يو مړى يې په لاسو کې داسې پورته کړى ته به وايې چې کوم غنيمت مال دى.

د امريکا پوځ د هغې خواشينۍ له امله چې دې عکس راټوکولې، بښنه وغوښته او ژمنه يې وکړه چې د دې عمل له کوونکو سره به حساب وشي.

اټکل دى چې نورې پوځي محاکمې به هم ترسره کېږي. څلور نور سرتېري هم په قتل تورن شوي او پر اوو نورو لږ څه سپک تورونه لگېدلي دي.

پر دوی د نشه يي توکو د کارولو، د مړي سپکاوى او پر بې وسلې بزگرو د ډزو کولو تورونه دي.

ورته مطالب