د افغانستان په شمال کې ۷ کسان تښتول شوي

د جوزجان نقشه
Image caption دغه اوه کسه چې دوه یې پاکستانیان دي د سرپل او جوزجان ترمنځ سیمه کې د لویې لارې په اوږدو کې تښتول شوي دي .

د دوو پاکستاني وګړو په ګډون اووه کسه چې ویل کیږي د سړک جوړولو انجینران دي، د افغانستان په شمال کې د ناپېژاندو شوو وسله والو له خوا تښتول شوي دي .

سیمه ییز چارواکي وایي، د دغو کسانو د موندلو په موخه یې هلې ځلې پیل کړې او تمه کوي چې په نژدې راتلونکې کې به یې څرک ولګوي .

د ځینو رپوټونو له مخې دغو کسانو د ملګرو ملتونو له پرمختیایي پروګرام (UNDP) سره کار کاوه، خو د یادې ادارې چارواکو د غه رپوټونه بې بنسټه بللي دي .

دغه اوه کسه چې دوه یې پاکستانیان دي د سرپل او جوزجان ترمنځ سیمه کې د لویې لارې په اوږدو کې تښتول شوي دي .

ویل کیږي دغو کسانو د سړک جوړولو له یوه شرکت سره چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې (UNDP) سره د قراردادي په توګه کار کاوه، په دنده بوخت و او هغه مهال چې د شبرغان پر لور روان و، د ناپېژندل شوو وسله والو له لوري یرغمل شول .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځینې سرچینو او د یادې ادارې ځینو چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې ظاهراً دا رد کړې چې تښتول شوي د هغوی کارکوونکي دي .

د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکي که څه هم دا نه تاییدوي چې دغو کسانو له ملګرو ملتونو سره کار کاوه، خو د سرپل د امنیه قوماندان اسدالله شیرزاد وایي په دې اړه یې پلتنې پیل کړې دي :

''د تښتول شوو کسانو د موندلو په موخه د سرپل او د شبرغان د پولیسو پلټنې پيل کړې دي، زه هیلمن یم چې ډېر ژر به موږ مثبتې لاسته راوړنې ولرو، موږ ته هېچا هم خبر نه دی راکړی چې زموږ سیمې ته انجنیران درځي، خو دومره مالومات لرو چې په تښتول شوو کې دوه پاکستاني وګړي او پنځه افغانان دي، دوی په یوه ګاډي کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي دي .''

تراوسه کومې ډلې د پېښې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو چارواکي یې د حکومت ضد مخالفینو کار بولي .

ښاغلی شیرزاد که څه هم په سیمه کې د حکومت ضد مخالفینو فعالیتونه د اندېښنې وړ نه بولي، خو وایي، امنیتي ځواکونه به وروسته له دې په هغه سیمه چې یاد کسان تښتول شوي دي د امنیت ټینګولو ته خپل پام ډېر کړي .

نا امني په افغانستان کې د نورو ترڅنګ د بیارغونې د چارو پر وړاندې له مهمو ننګونو په ګوته کېږي .

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په شمال کې د ناپېژاندو شوو وسله والو له خوا ځینې کسان برمته کېږي، په تېرو څو کلونو کې د سړک جوړونې د کورنيو او بهرنيو شرکتونو په لسګونو کارکونکي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تښتول شوي او په ځینې پېښو کې یو شمېر دغه کسان وژل شوي هم دي .

ورته مطالب