'د حکومت جوړجاړی تېر تاريخ تکراروي'

Image caption د سولې د کمپاين کوونکو ټولنه وايي چې تر دې مهاله يې غړي تر لسگونو نه اوړي خو وايي په ټولو ولايتونو کې خلک لري، دا ټولنه نوې ده او د تېر مهال په اړه يې څه ويل ستونزمن برېښي .

د سولې د کمپاين کوونکو په نامۀ يوې ټولنې په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د افغان حکومت د جوړجاړي د بهير په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل له دغسې روغې جوړې سره به د تېرې لسيزې لاس ته راوړنې په اوبو لاهو شي او يو ځل بيا به تير تاريخ له سره شي .

دا خبره داسې مهال مخې ته راځي چې د سولې د عالي شورا مشر دغه راز خبرې له افغان او نړيوال تگلوري سره په ټکر کې بولي .

د سولې د کمپاين کوونکو دغه ټولنه وايي چې دوى د نوي ۱۳۹۰هجري لمريز کال په درشل کې يوه درې ورځنۍ غونډه پيل کړې ده چې له بېلابېلو هېوادونو لسگونو بهرنيو مېلمنو هم په کې برخه اخستې ده .

د يادې شوې ټولنې وسنۍ کړنې درې تگلوري لري، يو يې يو سوله ييز او چوپه خوله لاريون و چې د ملگرو ملتونو ادارې ته د يوه پرېکړه ليک په سپارلو پاى ته ورسېدۀ .

په دغه پرېکړه ليک کې د افغانستان د جگړې له ښکېلو غاړو غوښتل شوي چې د سيمه ييزو خلکو کلي او کورونه د ډال او سنگر په توگه ونه کاروي .

همدا راز په پرېکړه ليک کې د امريکا له متحدو ايالتونو غوښتل شوي وو چې په دغه هېواد کې د جگړې پر ځاى پر اقتصادي پياوړتيا او ښوونه روزنه پانگونه وکړي .

دغه ټولنه جگړه نه خوښوي خو بله خوا د حکومت د جوړجاړي بهير هم بې گټې بولي د يادې شوې ټولنې يوه غړې زهرا وايي چې د جوجاړي بهير به د تيرې لسيزې لاس ته راوړنې په اوبو لاهو کړي :

''ډېر کسان چې د سولې رضاکاران دي له دغه پروگرام سره مخالف دي،ځکه دوى احساس کوي که دغسې بې بنسټه جوړجاړى وشي، ډېر شونې ده چې زموږ ددغه لنډ مهال لاس ته راوړنې زيانمې شي . ''

د افغانستان د سولې عالي شورا هم له دغه راز کړيو نه نا خبره نه ده چې د جوړجاړي بهير يو شمېر مخالفان لري .

د افغانستان د سولې د عالې شورا مشر برهان الدين رباني هم په دې وروستيو کې د کابل د سولې د ولايتي دفتر د پرانيستې پر مهال دغه خلک له افغان حکومت افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره په ټکر کې وبلل .

د سولې د کمپاين کوونکو ټولنې وويل چې د نړۍ او په ځانگړي ډول د افغانستان د جگړې د قربانيانو يادونه هم ددوى د پروگرامونو برخه ده .

Image caption د افغانستان د سولې د عالې شورا مشر برهان الدين رباني هم په دې وروستيو کې د کابل د سولې د ولايتي دفتر د پرانيستې پر مهال دغه خلک له افغان حکومت افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره په ټکر کې وبلل .

همدا راز دغه ټولنه غواړي چې د بشر د حقونو له کورنيو او بهرنيو ټولنو سره هم خبرې اترې وکړي او په پاى کې يې داسې لارې چارې ولټول شي چې په دغه هېواد کې د بشر حقونه په ښه توگه خوندي شي .

د ټولنې چارواکي بهرني مېلمانۀ يې وايي چې د خپلو هېوادونو چارواکو او رسنيو ورته د افغانستان ريښتيني انځور نه دى ورکړى .

خو د ټولنې چارواکو ونه ويل چې دغو بهرنيو وگړو پخوا د افغانستان په اړه څه فکر کاوه او اوس په کې کوم بدلون راغلى دى .

د سولې د کمپاين کوونکو ټولنه وايي چې تر دې مهاله يې غړي تر لسگونو نه اوړي خو وايي په ټولو ولايتونو کې خلک لري، دا ټولنه نوې ده او د تېر مهال په اړه يې څه ويل ستونزمن برېښي .

ورته مطالب