په عربستان کې تر ۱۰۰ ډېر 'ناقانونه' افغانان نیول شوي

البخاریة سیمه د انځور حقوق AFP
Image caption نيول شويو کسانو وويل چې د شپې له خوا يې په 'بخاريه' سيمه کې په کورونو د پوليسو له خوا چاپه واچول شوه او له ښځو او ماشومانو سره يو ځاى ونيول شول .

په بې ساري ډول په سعودي کې د ښځو او ماشومانو په گډون تر ۱۰۰ ډېر افغانان په دې تور نيولي دي چې گواکې د اوسېدو قانوني اسناد يې نه لرل.

نيول شويو وگړو بي بي سي ته وويل چې په ډېر ناوړه حالت کې دي، په سعودي کې افغان کونسلگرۍ هم منلې ده چې له نيول شويو کسانونه يې ځينې روغتون او ډاکټرانو ته رسول شوي دي.

افغان کونسل وويل چې اوس يې د نيول شويو کسانو نوملړ تر گوتو کړى او په نژدې راتلونکي کې به يې ستونزې هوارى کړي .

په سعودي کې د افغانستان د قونسلگرۍ چارواکي وايي دا لومړى ځل نه دى چې په سعودي کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله افغانان نيول کېږي خو وايي دا بيا لومړى ځل دى چې په دغه هېواد کې په دغومره ډېر شمېر کې افغانان نيول کېږي .

په سعودي کې افغان کونسل ومنله چې شاوخوا ۴۰ کورنۍ نيول شوې دي چې د وگړو شمېر يې د ښځو او ماشومانو په گډون تر ‍۱۰۰ اوړي .

ځينو نيول شويو کسانو چې د خپلو نومونو او غږونو له خپرولو يې ډډه کوله بي بي سي ته وو يل چې دوى دا مهال په ښه حالت کې ژوند نه کوي په هغه هېواد کې افغان کونسل خليل الرحمن حناني هم ومنله چې ځينې نيول شوي کسان د ناروغيو له کبله کتنځيو ته رسول شوي دي :

ناروغي

''په لومړي گام کې زموږ خلک لاړل له هغو سره يې وليدل د هغوى حالت يې له نژدې وکوت او بشپړ نوملړ يې راوړ، له هغوى سره يې خبرې وکړې له دوى څخه يو شمېر يې څه ناڅه ستونزې لري . کېدى شي له پلټنو سره مخامخ شي ښځې او سړي په بېلو ځانگړو ځايونو کې وسېږي، يو شمېر نيول شويو وگړو له ناروغيو سر ټکاوۀ چې هغوى يې ډاکټرانو ته ددرملنې لپاره واستول.''

نيول شويو کسانو وويل چې د شپې له خوا يې په 'بخاريه' سيمه کې په کورونو د پوليسو له خوا چاپه واچول شوه او له ښځو او ماشومانو سره يو ځاى ونيول شول .

افغان کونسلگرۍ د نيول شويو وگړو نوملړ تر گوتو کړى، خو ويې نه ويل چې په دې ډله کې په کوم شمېر ماشومان په کوم شمېر ښځې او په کوم شمېر سړي دي.

پخوا به هم د سعودي پوليسو هغه کسان نيول چې په ناقانونه توگه دغه هېواد ته د کار لپاره ورتلل او يا به پر کوم جنايي جرم تورن وو خو دا لومړى ځل دى چې روغې کورنۍ د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نيول کېږي .

په سعودي کې د افغان کونسلگرۍ چارواکي وايي چې له دغو نيول شويو کسانو څخه يو شمېر يې ښايي بېرته افغانستان ته ولېږل شي .

ورته مطالب