کریم خلیلي: له طالبانو سره جوړجاړي ته باید ډېر پام وشي

کریم خلیلمي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي خلیلي وویل: ''موږ له اوسني حالته په لوړ سر نه شو وتلی، باید د سولې پروسه جدي ونیسو، جګړه، وینه تویېدنه، وژنې، چاودنې د ټولو بدبختیو لامل ګرځېدلي دي.''

د نوي لمریز کال پر لومړۍ ورځ په مزار شریف کې د ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي وویل، تر هغه چې په دغه هېواد جګړه روانه وي، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیت سپارل به بریالۍ پایلې ونه لري .

ښاغلي خلیلي د ۱۳۹۰هجري لمریز کال پر لومړۍ ورځ په مزار شریف کې د نوي کال د لمانځنې پرمهال وویل، په پام کې ده چې ولسمشر حامد کرزی به افغان ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو د امنيتي چارو پيل پر راتلونکې سه شنبه وکړي .

ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځي او افغان ځواکونه به د ټول هېواد امنيتي چارې پرغاړه واخلي .

ښاغلي خلیلي وویل: ''موږ له اوسني حالته په لوړ سر نه شو وتلی، باید د سولې پروسه جدي ونیسو، جګړه، وینه تویېدنه، وژنې، چاودنې د ټولو بدبختیو لامل ګرځېدلي دي.''

د نوي لمریز کال لومړی ورځ یا 'نوروز' د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په خپلو بڼو او د هماغه سیمې له دودونو سره سم لمانځل کیږي .

هر کال په دې تړاو جوړېدونکو مراسمو ته د افغانستان له ګوټ ګوټ نه په زرګونو کسان بلخ ولایت ته ورځي او د 'سورګل ' په دودیزه مېله کې ګډون کوي چې تر ۴۰ ورځو پورې دوام کوي .

د نوروز د لمانځلو مراسم په افغانستان کې اوږده تاریخي مخینه لري.

د لمریز کال لومړۍ ورځ د بزګرد جشن په نامه هم لمانځل کیږي او په تېرو کلونو کې به نه یواځې په کابل بلکې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم په دې تړاو ځانګړې مراسم جوړېدل او د بزګرو او کرونده ګرو پریټونه به ترسره کېدل .

خلک په دې ورځ نوې جامې اغوندي، 'هفت مېوې' او 'هفت سین' برابروي او ترڅنګ یې د ښځو ترمنځ د 'سمنک' میلې جوړېدل هم دود دي .

هغه ځوانان چې کوژده یې کړې وې، د خپلې چنغلې کره نوروزي وروړي .

خو نن سبا د افغانستان په ځینو سیمو کې نا امنیو او جنګ جګړو د دغو دودونو څیره څه ناڅه تته کړې ده .

په بلخ ولایت کې سږني مراسم د کلکو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره شول .

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوبه روضه کې د جنډې پورته کولو مراسم ترسره شول .

دغو مراسمو ته د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په ډله کې د افغان ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي هم ورغلی و .

ښاغلي خلیلي د خپلې وینا پرمهال یو ځلې بیا د افغان حکومت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د سولې او روغې جوړې له بهیر سره یو ځای شي .

په پلازمېنه کابل کې هم د زرګونو کسانو په ګډون او د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سخي د جنډې په پورته کولو ولمانځل شو .

د کابل ځینې ښاریان په دې اند دي، که چېرې د سخي جنډه په اسانۍ پورته کړل شي، نو کال به له برکتونو او فیضونو ډک وي .

د نوروز د مراسمو د لمانځلو په تړاو په تیرو څو ورځو کې او هم نن د رسنیو بازار تود و او د تفریحي خپرونو ترڅنګ ځینې مذهبي خپرونې هم خپرېدې .

په پلازمېنه کابل کې تر ډېره خلک هغه زیارت ته ورځي چې د سخي په نامه یادېږي او د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې ګډون کوي .

د غره په دغه ډډه کې یوه لویه هدیره ده، دغلته د نوروز په ورځ په سلګونو پلورونکي راټولیږي او د خلکو ګڼه ګوڼه هم زیاته وي . ځینې خلک د کورنو بامونو ته پورته کیږي او د جنډې د پورته کولو د مراسمو ننداره کوي .

کله چې د سخي جنډه پورته کېږي نو خلک ډېره خوښي څرګندوي او هغه نېک فال بولي .

د سخي جنډه د ۴۰ ورځو لپاره په همدې ځای کې پاتې کېږي او خلک یې زیارت کولو ته ورځي .

د یو شمېر خلکو په وینا د سخي جنډه د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علي علم دی او په وینا یې د جنډې پورته کول د خیر او برکت لامل ګرځي .

دغلته راټولو شوي خلک څوک د دعا او څوک هم د میلې او تفریح لپاره راغلي .

په رسنیو کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې د نوي کال په تړاو بېلابېلې تفریحي خپرونې خپرېدې او نن هم دا لړۍ روانه وه .

خو د دې ترڅنګ نه یواځې په غږیزو او انځوریزو رسینو کې بلکې د جوماتونو له لارې له دیني پلوه د نوروز د لمانځلو د مشروعیت یا نه مشروعیت په تړاو هم خبرې وشوې .

Image caption د نوي لمریز کال لومړی ورځ یا 'نوروز' د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په خپلو بڼو او د هماغه سیمې له دودونو سره سم لمانځل کیږي .

له لویه سره د دیني عالمانو خبره دا وه چې د نوروز لمانځل د اسلامی شریعت له اصولو سره سمون نه لري .

خو له دې ټولو سره سره په زرګونو کسانو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د نوروز په دودیزه مراسمو کې ګډون کړی و.

په پلازمینه کې که څه هم د دغو مراسمو د لمانځلو لپاره کومه رسمی غونډه نه وه جوړه شوې، خو له څو ورځو راهیسې دغلته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و.

په سویلي او نارامه ولایت هلمند کې هم سږنۍ نوروز د خلکو له تودو ولولو سره مل و.

له کابله د سندرغاړو یوه ډله هم دغه ولایت ته ورغلې او ټاکل شوې د نوي کال د لومړۍ ورځې په وروستیو کې په دغه ولایت کې یو کنسرت ورکړي.

هلمند ته څېرمه په ارزګان کې هم د تیرو کلونو په توپیر سږکال د یو لړ مراسمو په ترسره کیدو ولمانځل شو.

د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته مراسم ترسره شوي دي.

خو په افغانستان کې ځینې وایي، نن سبا نه یواځې د نوي کال په مراسمو، بلکې ان په اخترونو کې هم هغه پخوانۍ خوند او رنګ نه دی پاتې، ځکه په خبره یې اوس هم افغانان د جګړې له غمیزې ځورېږي، اقتصادي ستونزې لري او ټولنیزې ناخوالې هم په دغه هیواد کې کمې نه دي او ګڼ افغان ورسره لاس او ګرېوان دي .

ورته مطالب