ولسمشر کرزي د ۷ سیمو د امنيتي مسؤولیت لېږد اعلان کړ

افغان ځواکونه
Image caption له بهرنيو ځواکونو نه افغان هغو ته د مسووليت د سپارلو خبره د لومړي ځل لپاره تېر کال په نومبر مياشت کې د ناټو په هغې سرمشريزه کې راپورته شوه چې په ليسبون کې جوړه شوې وه .

افغان ولسمشر حامد کرزي له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته د اوو سیمو (کابل، بامیان، پنجشېر ولایتونو او د هراټ لښکرګاه، مهترلام او مزار شریف ښارونو) د امنيتي مسؤولیت سپارلو پيل اعلان کړ .

ښاغلي کرزي وویل چې ''د لېږد بهیر به د راتلونکې سرطان/چنګاښ پر لومړۍ پيلېږي، چې ددویم پړاو لپاره د یو شمېر نورو ولایتونو ارزونه دوام لري او ډېر ژر به اعلان شي . ''

ولسمشر کرزي وویل'' د لېږد د بهیر پيلېدو لپاره به لویه جرګه راغوښتل کېږي، او بیا به حکومت د لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ ګام اخلي .''

حامد کرزي د ملي پوځي اکاديمۍ د فراغت د مراسمو پرمهال وویل د لېږد له بهیر سره به خصوصي امنيتي شرکتونه، پي آرټي ګانې، ملېشې له منځه ځي او بهرني ځواکونه به د خلکو کورونه په خپل سر نه لټوي او نه به څوک نیسي .

نوموړی نوی پيل شوی ۱۳۹۰هجري لمریز کال د افغانانو لپاره له اهميت ته ډک کال وباله :

'' ۱۳۹۰ هجري لمریز کال به زموږ لپاره له اهمیته ډک کال وي، ځکه چې موږ د یوه ارام او سوله ییز ژوند پر لور په تمه یو او په داسې حال کې هڅې کوو، چې خپلې امنيتي چارې پخپله واخلو، دا کار د دولت جوړونې په برخه کې له موږ سره مرسته کوي . ''

نوموړي د افغانستان له ټولو امنیتي ارګانونو د خپلې خاورې ددفاع کولو ټينګه غوښتنه وکړه :

''له خاورې دفاع زموږ خپل مسؤولیت دی، موږ پوهېږو چې دا کار سخت دی، له تېرو ۳۰ کلونو هېواد له ناخوالو ځورېږو، پوهېږو چې افغانان نور نه غواړي چې د هېواد د دفاع وظیفه دې د نورو پر غاړه وي. موږ له نړیوالو سره هوکړه وکړه چې خپل امنیت په خپله ونیسو . ''

حامد کرزي د دولت پرمخالفانو یو ځل بیا له تاوتریخوالي د لاس اخیستو غوښتنه وکړه او وویل چې د ولسي وګړو له وژلو لاس واخلي، که نه په وینا یې ''پخپله مخالفان به د بهرنیانو د حضور عاملین وي.''

هغه، همدا راز له پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې او جوړجاړي په بهیر کې د قاطعانه او صمیمانه هلو ځلو غوښتنه وکړه .

حامد کرزي وویل د ترهګرۍ پرضد جګړه د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه شته، بلکې ترهګر باید په خپلو پټن ځایونو کې له منځه یووړل شي .

د بُن نړیوال کنفرانس

ولسمشر کرزي وویل، ''د روان ۱۳۹۰ د قوس پر۱۴مه د المان په کوربه توب په بن کې نړیوال کنفرانس جوړېږي . د کنفرانس رهبري به د افغانستان پر غاړه وی او اجنډا به ورته جوړوي، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د هېواد د ترقۍ او انکشاف د تمویل تثبیت وکړي او د اجرااتو زمینه سازي برابر کړو .''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کریم خليلي:'' د دولت ، د افغانستان د خلکو او د هيواد د چارواکو ژمنه دا ده چې موږ به د مسؤوليت د سپارلو بهير چې د افغان ولسمشر د سې شنبې ورځې په تاريخي وينا کې به اعلان شي تر ۲۰۱۴ کاله پورې به دغه بهير په برياليتوب سره بشپړ کړو .''

د افغان ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي پرون (دوشنبه) په مزارشريف کې وويل چې د سې شنبې په ورځ به ولسمشر کرزى پخپله تاريخي وينا کې له بهرنيو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د مسوليت د سپارلو اغلان وکړي .

د ښاغلي خليلي په خبره چې په دې برخه کې هم افغان ولس او هم حکومت پخپلو کړو ژمنو ټينگ ولاړ دى :

'' د دولت ، د افغانستان د خلکو او د هيواد د چارواکو ژمنه دا ده چې موږ به د مسؤوليت د سپارلو بهير چې د افغان ولسمشر د سې شنبې ورځې په تاريخي وينا کې به اعلان شي تر ۲۰۱۴ کاله پورې به دغه بهير په برياليتوب سره بشپړ کړو ، د افغانستان په گوټ ، گوټ کې به د هر افغان امنيت افغان ځواکونه ټينگ کړي ، زه په دې باور يم چې موږ به د دغه ازميښت نه په سرلوړې توگه بريالي راووځو . ''

خو ښاغلي خليلي د دغه بهير د بشپړ برياليتوب په اړه دا هم وويل چې د افغان دولت د نخالفو وسله والو ډلو سره دې د خبرو اترو لړۍ نوره هم چټکه شي ، د افغان ولسمشر د مرستيال په وينا که چيرته تاوتريخوالى او ولسي مرگ ژوبله روانه وي ، نو گومان نه کوي چې دغه بهير به د برياليتوب تر پوړه ورسيږي :

Image caption کرزی : ''له خاورې دفاع زموږ خپل مسؤولیت دی، موږ پوهېږو چې دا کار سخت دی، له تېرو ۳۰ کلونو هېواد له ناخوالو ځورېږي، پوهېږو چې افغانان نور نه غواړي چې د هېواد د دفاع وطیفه دې د نورو پر غاړه وي. موږ له نړیوالو سره هوکړه وکړه چې خپل امنیت په خپله ونیسو . ''

'' جگړه، وينه تويونه ، مرگ ژوبلې ، چاودنې او ځانمرگي بريدونه زموږ د هيواد د ورانۍ او ويجاړۍ لاملونه دي ، تر هغې پورې چې په افغانستان کې جگړه او مرگ ژوبله روانه وي ، نو په يقين سره موږ د مسوليت د ليړدولو په بهير کې نه شو بريالي کيداى .''

افغان چارواکي وايي ۱۳۹۰ لمريز کال چې تر دې دمه يې ايله يوه ورځ تيره شوې پريکنده کال بولي او وايي چې له دغه کال سره د افغانستان برخليک هم غوټه شويدى ، ښاغلي کرزي هم تر دې وړاندې ويلي وو چې ښايي هيواد يې په دغه کال کې د کړکېچونو سره مخامخ شي ، خو ويلي وو چې افغان کولاى شي په خپلو کې په يوالي سره د دغه شان کړکيچونو مخه ډب کړي .

له بهرنيو ځواکونو نه افغان هغو ته د مسووليت د سپارلو خبره د لومړي ځل لپاره تېر کال په نومبر مياشت کې د ناټو په هغې سرمشريزه کې راپورته شوه چې په ليسبون کې جوړه شوې وه .

ورته مطالب