کرزي له طالبانو د ښوونځيو د نه سوځولو غوښتنه وکړه

ښاغلی وردګ
Image caption ښاغلي وردگ د دغې ستونزې په لرې کولو کې د حکومت ، قامي مشرانو او ديني عالمانو هلې ځلې ارزښتناکې وبللې او زياته يې کړه چې وزارت يې په دې برخه کې يو لړ هڅې پيل کړي دي .

په افغانستان کې نوی ښوونیز کال په رسمي توګه پيل شو .

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ وايي چې په روان کال کې به د ښوونې او روزنې د لا پراختيا او څرنگوالي د لوړولو په موخه په لرو پرتو سيمو کې د هغو ښوونځيو دېړې پرانيزي چې دا مهال د زده کوونکو پر مخ تړلې پاتې دي .

پر همدې مهال افغان ولسمشر حامد کرزي د ۱۳۹۰ ښوونیز کال د پرانیستلو پرمهال پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د ښوونځيو له سوځولو لاس واخلي، او په هېواد کې د بهرنیانو د پاتې کېدو لپاره زمینه برابره نه کړي .

د پوهنې وزیر وويل د نړى په کچه افغانستان هغه هېواد دى چې زياتره ماشومان يې د ښوونې او روزنې له نعمته بې برخې پاتې دي، خو هغه زياته کړه چې سږنى کال به په ټول افغانستان کې شاوخوا اته نيم میليونه زده کونکو ته د زده کړو زمينه برابره کړي .

افغان ولسمشر حامد کرزي د ښوونځي د زنگ په ټنگولو سره په رسمي بڼه ۱۳۹۰ کال په رسمي بڼه پرانيست .

سږنې کال دغه ورځ په دې شعار سره ولمانځل شوه چې ښوونه او روزنه د ټولو لپاره په هر ځاى او په هر وخت کې .

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې سږنى کال به شاوخوا ۱۰۰۰ نوي ښوونځي د دغه هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې جوړ شي ، او شاوخوا اوه سوه زره نوي زده کونکي به په ښوونځيو کې جذب شي .

د وزير فاروق وردگ په خبره سږنى کال به لس زره نوي ښوونکي په دندو وگومارل شي .

که څه هم ښاغلي وردگ په ښوونځيو کې د نا مسلکي ښوونکو شته والى د ښوونې او روزنې د بهير په پڅ کيدو کې ستر لامل په گوته کړ ، خو هپله يې څرگنده کړه چې په دغخه کال کې به دوى د زده کوونکو ښوونې او روزنې ته تر پخوا زيات پام اړوي .

د ښوونې او روزنې د برخې کارپوهان وايي چې ښوونه په هر هيواد کې د هغه هيواد بنيادي بنسټونه جوړوي ، خو لا هم د ځينو شميرو له مخې دا مهال په دغه هيواد کې تر لسو ميلونو زيات وگړي د ليک لوسته بې برخې پاتې دي ، چې تر ډيره يې لاملونه نا اتمني او د يو لړ اسانتياو نشتوالى په گوته کيږي .

ښاغلي وردگ د دغې ستونزې په لرې کولو کې د حکومت ، قامي مشرانو او ديني عالمانو هلې ځلې ارزښتناکې وبللې او زياته يې کړه چې وزارت يې په دې برخه کې يو لړ هڅې پيل کړي دي .

Image caption د ښوونې او روزنې د برخې کارپوهان وايي چې ښوونه په هر هيواد کې د هغه هيواد بنيادي بنسټونه جوړوي .

د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې وخت کې د نويو هڅو د پيل خبره کوي چې پر همدغه تير کال کې پر ۲۰۰ ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې نجونې نه وې توانيدلې چې د نهم ټولگي نه پورته زده کړې وکړي .

دا رنگه د ناامنيو په وجه ۴۵۰ ښوونځي تړل شوي او تر دوه لکو زيات زده کونکي ښوونځيو ته له تگه منع شوي وو ، دا رنگه ځيني شميرې ښيي چې څلور نيم ميلونه هغه ماشومان لا هم ښوونځيو ته لاس رسى نه لري چې ښايي دا د نړى په کچه لوړې شميرې وي .

ورته مطالب