پاکستان کې ځانمرګي څلور کسه وژلي

Image caption بريد د هنګو له ولسوالۍ نه کابو څلوېښت کیلومتر لرې دوابه کې شوی .

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په صوبه کې د پوليسو پر یوې پوستې د ځانمرګي برید په پایله کې د يوه پوليس افسر په ګډون څلور کسه وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي ځان وژونکی بريد د پېښور په سويل کې د هنګو له ولسوالۍ نه کابو څلوېښت کیلومتر لرې د دوابه په سيمه کې شوی دی.

د دوابې يوه امنيتي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې بريد ځانمرګی وو او له امله يې يو پوليس او درې هټیوال وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې کابو ۱۴ کسه نور ژوبل چې نژدې روغتونو ته لېږدول شوي دي.

دغلته يوه بل ځايي چارواکي بي بي سي ته وویل پېښه نن سهار مهال رامنځته شوه.

ده وويل په موټر کې يوه سپاري سړي هڅه کوله د پوليسو پوستې ته ور ننوځي ، خو په دروازه کې د يوه پوليس افسر له لوري د ودريدو ورته وویل شول او پر موټر يې ډزې وشوې.

نوموړی وايي ځانمرګي د دغه پوليس امر ونه مانه او موټر يې په دوازه کې له ايښودل شويو موانعو سره وجنګاوه او چاودنه يې وکړه.

ځايي چارواکي وايي چې د مرستو رسولو چارې پیل شوي او د چاودنې په پايله کې د پوليسو پوستې او شاوخوا هټيو ته زیان اوښتی دی.

ورته مطالب