"که ناټو ژمنې پوره کړي امنيت ته ګواښ نشته"

ظاهر عظيمي
Image caption که نړيوال د پوځ د سمبالښت په اړه کړې ژمنې پوره کړي، امنيت ساتلی شو.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي له ۲۰۱۴ کال وروسته یې د هیواد د مستقلې دفاع او امنیت له اړخه اندیښنې په همدې تړاوو د ناټو ایساف د قوماندانانو په توپیر کمې دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي بي بي سي ته وویل که امریکا او ناټو په اړینه پوځي تکنالوجۍ د افغان پوځ د سمبالولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي نو د افغانستان کورني امنیت ته کوم جدي ګواښ نه پاتې کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت دغه څرګندونې په دغه هیواد کې د ناټو ایساف ځواکونو د مشر قوماندان هغوڅرګندونو ته نامخامخ غبرګون دی چې وایی له ۲۰۱۴ کال وروسته پر څټ د حالاتو د ستنیدو امکان نشي ردیدلی.

جنرال ډیویډ پیټریوس تیره چهارشنبه په لندن کې له دې اړخه په خپله ارزونه کې د افغانستان راتلونکي حالات نازک او ماتیدونکي وبلل.

د افغانستان د راتلونکي امنیت او ثبات له اړخه، له بهرنیو ځواکونو افغان حکومت ته د مسوولیتونو د سپارلو په اړه د تیرې سې شنبې پر ورځ د انتقال د بهیر له رسمي اعلان سره جوخت بحثونه تاوده شوي.

په دې مینځ کې انګیرنې او ارزونې هم سره ویشلي دي. افغان حکومت او پخپله ولسمشر کرزی د دغه بهیرپه بریالیتوب ډاډ لري .

ټینګار یې دا دی چې د انتقال بهیر باید تیر کال په لزبون کې له ټاکل شوي مهال ویش سره سم د ۲۰۱۴ کال تر پایه بشپړ شي.

خو نیوکه کوونکي د دا ډول یوه بار د پورته کولو له اړخه د افغان امنیتي ځواکونو په وړتیا شکمن دي.

په همدې اړه پخپله د ناټو ایساف ځواکونو د مشرانو له احتیاطه ډکې څرګندونې هم له شکونو خالي نه دي.

په افغانستان کې د دغو ځواکونو مشر قوماندان، امریکایي جنرال ډیویډ پټریوس تیره چهارشنبه په لندن کې د خپلو ارزونو په ترڅ کې له دې اړخه د ولسمشر کرزي تکلونه عملي وبلل، خو ورسره جوخت یې د افغانستان حالات ماتیدونکي وګڼل.

ده دا خبرداری هم ورکړ چې کیدی شي تر لاسه شوی پرمختګ ، پر شا ته تګ بدل شي او د لس کلنې خوارۍ ګټه وبايلل شي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له دې اړخه د شته ګڼو اندیښنو په غبرګون کې بي بي سي ته په څرګندونو کې د انتقال دغه بهیر یو داسې دوه اړخیزقرارداد وباله چې په وینا یې که په سمه توګه پلی شي نو تر شا یې د اندیښنې څه ځای نه پاتې کیږي.

ده وويل : (( موږ ډیر اندیښمن نه یو. ظرفیتونه جوړ شوي، د پوځ شمیره ۱۶۰ زرو ته رسیدلۍ او سرتیري هم د ناټو په معیارونو روزل شوي.له لویه سره د انتقال بهیر یو دوه اړخیز تړون دی.))

ده زياته کړه په دغه تړون کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې مسوولیتونه معلوم دي او که چیرې نړیواله ټولنه په اړینه پوځي تکنالوجۍ د افغان پوځ د سمبالولو او په خپل ځان د افغانستان د بسیا کیدو تر مهاله د دغه پوځ مالي ملاتړ ته دوام ورکړي نو د اندیښنې هیڅ ځای نه پاتې کیږي.

خو په وينا يې که داسې ونه شول او شوې ژمنې پوره نه شوې نو بیا خطر پیښیدی شي.

دا مهال د افغانستان د دفاع وزارات د خپل پوځ لپاره جنګي الوتکې او چورلکې ، زغره وال ګادي او ټانکونه او ریاکټیف ټوپچی یا د توغندیو تکنالوجي بیړنۍ اړتیا بولي.

شک نشته چې د دغې پوځي تکنالوجۍ په سمبالولو ډیرې پیسې لګیږي.

خو چارواکي ډاډه دي چې د امریکا له لورې ورسره په همدې برخه کې د ۲۰ ملیارده ډالرو د مرستې په شوې ژمنه افغان پوځ په ښه توګه په خپلو پښو دریدی شي.

ورته مطالب