سوريې د يو لړ اصلاحاتو منلو ته غاړه ايښې

Image caption يو شمېر سياسي مخالف فعالين له بنده خوشې دي.

د سوريې مشرانو د هيواد په جنوب کې له تاوتريخوالي څو ورځې وروسته د اعتراض کوونکو د غوښتنو د منلو لپاره د يو لړ اصلاحاتو اعلان وکړ. چارواکو ژمنه وکړه چې د بيړني حالت د لغوه کولو اړتيا وڅېړي.

بيړنى حالت چې له نژدې نيمې پېړۍ نافذ دى، امنيتي ځواکونو ته خورا ډېر واکونه ورکوي.

د ولسمشر بشارالاسد يوې سلاکارې، بوثينه شعبان د رسنيو دا رپوټونه رد کړل چې گنې حکومت په ديرعا ښار کې پر مظاهره کوونکو د ډزو امر ورکړى و.

د چارشنبې پر ورځ په دغه پېښه کې لږ تر لږه پنځه ويشت کسان د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.

آغلې شعبان د ژر کېدونکو اصلاحاتو اعلان له خبريالانو سره په خبرو کې وکړ.

له دمشق نه لينا سېنجابپه خپل رپوټ کې وايي چې دغه اعلان دلته ډېری څېړونکي حيران کړل. سياسي څېړونکو اټکل نه کاوه چې د بيړني حالت په قانون کې دې تعديل راشي.

تر خبري کنفرانس لږ وروسته يو شمېر سياسي فعالين چې په دې وروستيو ورځو کې نيول شوي وو، له بنده خوشې شول.

مشهور ليکوال لوآى حسين چې دوه ورځې دمخه نيول شوى و، اوس له زندانه راوتلى او خپل کور ته تللى دى.

د ولسمشر سلاکارې ومنله چې په ديرعا کې تېروتنې شوي، خو ويې ويل چې پړه يې د مشرتابه پر غاړه نه ده. هغې رد کړه چې گنې امنيتي ځواکونو دې په دغه ښار کې پر مظاهره کوونکو ډزې کړې وي.

د اغلې شعبان آن بي بي سي او نورې رسنۍ تورنې کړې چې دغه خبرونه يې هسې پړسولي دي. په ديرعا کې له تاوتريخوالي وروسته غوښتنه شوې چې نن د جمعې پر ورځ دې په ټول هيواد کې اعتراضونه وشي.

د دغو مظاهرو څرنگوالى به وښيي چې د حکومت تېرېدنو ته د خلکو غبرگون څه و.

ورته مطالب