د هلمند مرستیال والي له ملي ارزښتونو په سرغړاوي لیرې شوی

ښاغلی میرزکوال
Image caption د سیمه ییزو ارګانونو سرچينه وايي چې د هلمند د مرستيال والي د گوښه کولو وړانديز د ولسمشرۍ د چارو د ادارې له خوا شوى او ولسمشر کرزي يې د لیرې کولو امر کړى .

افغان حکومت د سويلي ولايت هلمند د مرستيال والي د لرې کولو سبب د ملي او اسلامي ارزښتونو نه د هغه سرغړونه په گوته کوي ، افغان چارواکي وايي چې عبدالستار ميرزک وال يې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳بند له مخې له دندې گوښه کړى .

افغان حکومت وايي که چيرته په پلازمېنه او يا نورو لرو پرتو ولايتونو کې دولتي چارواکي د اسلامي ارزښتونو او ملي دودونو پر ضد چارې تر سره کړي نو له ورته برخليک سره به مخامخ شي، خو دغه چارواکي په بربنډه توگه نه وايي چې ښاغلى ميرزک وال يې په کوم تور لرې کړى دى .

په ټوله کې د واليانو ، مرستيالانو او ولسوالانو مقرري او له دندو د هغو گوښه کول د سيمه ييزو ارگانونو له واکونو نه دي ، خو د دغې ادارې يو چارواکي چې نه يې غوښتل غږ او نوم يې خپور شي بي بي سي ته وويل چې د ښاغلي ميرزک وال په گوښه کولو کې له هغوى سره سلا مشوره نه ده شوې.

دغې سرچينې وويل چې د هلمند د مرستيال والي د گوښه کولو وړانديز د ولسمشرۍ د چارو د ادارې له خوا شوى او ولسمشر کرزي يې د لیرې کولو امر کړى .

که څه هم د ښاغلي ميرزک وال د لرې کولو د اصلي لامل په اړه چارواکي زيات توضيحات نه ورکوي ، خو داسې ويل کيږي چې تيره اونۍ د نوي کال په ورځ د ښاغلي مرزک وال په وړانديز په لښکرگاه ښار کې يو کنسرت جوړ شوى و چې په هغه کې دوه ښځينه سندرغاړو هم برخه لرله.

خو تر دې وړاندې هم په هلمند کې سندريز کنسرتونه د نارينه و سندرغاړو له خوا ورکړل شوي ، خو ښايي دا ځل د ښځينه و سندرغاړو شته والي د ځينو حکومتي چارواکو غوسه راپارولي وي .

هلمند د افغانستان په سويل کې پروت ولايت دى چې ډير ځله ترينه د تاوتريخوالي رپوټونه وړرکړل کيږي ، او همدا اوس هم د دغه ولايت ځيني ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي .

که څه هم په ځينو نورو ولايتونو کې هم د ښځينه سندرغاړو کنسرتونه کله نا کله جوړيږي ، خو د هلمند په شان ولايت کې د دغه شان کنسرت جوړيدنه ښايي د افغان دولت مخالفينو ته دا پلمه په لاس ورکړي چې دغلته څپ څپانده امنيتي حالت ورسره نور هم گډوډ شي .

ورته مطالب