وردګ: د افغان ځواکونو دفاعي وړتیاوې به لوړې کړو

افغان ځواکونه
Image caption ښاغلي وردګ وویل، که چېرې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د لګښت یوه برخه د افغان ځواکونو پر روزنې او سمبالښت ولګوي، د افغان ځواکونو دفاعي وړتیا به ډېره ورسره لوړه شي

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي د افغان دفاعي ځواکونو د وړتیاوو د لوړاوي پر سر له نړیوالې ټولنې سره خبرې روانې دي .

د هېواد د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ وویل، د امنيتي چارو د لېږد تر بشپړېدو وروسته مو غوښتنه دا ده چې افغان ځواکونه تر هغې کچې پورې پیاوړي شي، چې د هر ډول کورني او بهرني ګواښ پروړاندې د دفاع کولو وړتیا ولري :

''زموږ غوښتنه دا ده چې د لېږد د بهیر په پای کې موږ وتوانېږو د ټولو کورنیو او بهرنیو ګواښونو پروړاندې په مستقله توګه دفاع وکړو، په دې اړه خبرې اترې دوام لري، امریکا ته ما په خپل وروستي سفر کې پر دې موضوع ډېر ټينګار درلود. ''

ښاغلي وردګ زیاته کړه، تر څه باندې ۲۰۰زرو پورې د ملي اردو د سرتېرو د شمېر د ډېرېدو ترڅنګ به د دغو ځواکونو دفاعي وړتیاوې هم لوړې شي .

رپوټ په غږ کې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ښاغلي وردګ وویل، که چېرې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د لګښت یوه برخه د افغان ځواکونو پر روزنې او سمبالښت ولګوي، د افغان ځواکونو دفاعي وړتیا به ډېره ورسره لوړه شي :

''موږ تل له نړیوالې ټولنې سره دا استدلال کړی، د لېږد بهیر د دې لامل کېږي، چې بالاخره د دوی ځواکونه په تدريجي توګه له افغانستان څخه سرتېري ووځي، دوی په افغانستان کې ډېر لګښتونه کوي، که چېرې یې ډېره لږه سلنه د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتیاوو او سمبالښت ولګول شي، زموږ ټولو ستونزه به حل شي. ''

پر همدې مهال د المال دفاع وزیر توماس دې مزیغې (مزیېر) چې د امنيتي چارو د سپارلو په موخه کابل ته رسېدلی، ویلي هېواد یې سربېره پردې چې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو پر وتلو ټینګار کوي، له مالي اړخه یې هم افغان ځواکونو ته پام دی :

''زموږ هدف مشترک دی چې هغه د په راتلونکې جولای میاشت کې د امنيتي چارو د سپارلو بهیر دی . امنيتي چارې به په تدريجي توګه افغان ځواکونو ته ولېږدول شي. د امنيتي چارو د لېږد ترڅنګ به موږ له مالي اړخه افغان ځواکونو ته پام وکړو. ''

په افغانستان کې د الماني ځواکونو ماموریت په ۲۰۰۱ کال کې د ۱۲۰۰ سرتېرو په مېشتېدو پیل شول چې اوس یې شمېر شاوخوا ۵۰۰۰ ته رسېږي .

Image caption د ځینو خبري رسنیو په حواله، د تېرې جمعې پر ورځ د المان پارلمان افغانستان ته د خپلو ۳۰۰ نورو سرتېرو او افسرانو د لېږلو پرېکړه ومنله .

د ځینو خبري رسنیو په حواله، د تېرې جمعې پر ورځ د المان پارلمان افغانستان ته د خپلو ۳۰۰ نورو سرتېرو او افسرانو د لېږلو پرېکړه ومنله .

زیاتره الماني ځواکونه د افغانستان په شمالي بلخ او د دغه ولایت په مرکز مزار شریف کې مېشت دي .

د مزار شریف ښار یو له هغو اوو سیمو دی، چې د امنيتي چارو د لېږد بهیر به په کې پيلېږي .

برلین اعلان کړی چې سږ کال به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ پیلوي چې دا پروسه به د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې بشپړېږي .

ورته مطالب