طالبان: په کونړ کې مو ۵۰ پولیس وتښتول

افغان پولیس
Image caption د نورستان امنیه قومندان جنرال شمس الرحمن زاهد نورستاني بي بي سي ته وویل، دوی ته یو شمېر کسانو مراجعه کړې وه، خو له دوی سره په پولیسو کې ځای نه و .

وسله وال طالبان وايي د افغانستان په ختيځ کونړ ولایت کې یې ۵۰ افغان پولیس تښتولی دي .

د کونړ ولایت ځايي چارواکو هم منلې چې یو شمېر پولیس په دغه ولایت کې تری تم شوي دي .

خو د نورستان امنیه قومندان جنرال شمس الرحمن زاهد نورستانی وايي دا هغه کسان ول، چې په ملي پولیسو کې د جذب لپاره راتلل خو له موږ سره ځای نه و .

طالبانو رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د کونړ ولایت په چپه دره کې یې د یکشنبې پر ورځ افغان پولیسو ته کمین نیولی و او چې په ترڅ کې یې د دوی په وینا ۵۰ 'اجیر پولیس' تښتولي دي .

ځايي چارواکو ویلي یو شمېر کسان نیول شوي، خو کره شمېره یې نه ده په ډاګه کړې.

ویل کېږي دغه کسان په یوه کاروان کې له وسلې پرته روان ول، چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول .

د نورستان والي جمال الدین بدر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دغه پولیس له ګاونډي نورستان ولایت څخه د خپلو معاشونو له ترلاسه کولو وروسته ستنېدل .

ښاغلی بدر وايي ''دغه پولیس په ملکي جامو کې ول او له هېڅ یوه سره وسله نه وه .''

کونړ او نورستان د پاکستان پولې ته څېرمه یو له هغو غرنیو سیمو څخه دي، چې د طالبانو او اورپکو فعالیت په کې زیات دی .

ورته مطالب