'په ۲۰۱۱ کال کې ۱۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي'

امريکايي پوځيان
Image caption د سږني کال په لومړيو درو مياشتو کې هم بهرنيو ځواکونو ته ډېره مرگ ژوبله همدغو سړک غاړو ماينونو اړولې ده .

د روان ۲۰۱۱ ميلادي کال په لومړيو درو مياشتو کې په افغانستان کې د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېر ۱۰۰ کسانو ته ورسېدۀ.

د افغان ځواکونو د سرتېرو د شمېر ډېرېدل، د سیمه یيزو پوليسو جوړول، او د يو شمېر نا امنو سيمو نيول د بهرنيو ځواکونو د مرگ ژوبلې د کچې د ښکته کېدو پام وړ لاملونه بلل شوي دي.

تېره ورځ (یکشنب/ د مارچ ۲۷مه) د افغانستان په سوېل کې د ناټو ځواکونو د يوه سرتېري په وژل کېدو سره په روان ميلادي کال کې په دغه هېواد کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر پوره ۱۰۰ ته ورسېد.

د ''اى کيژولټي'' په نامه وېبپاڼه چې په افغانستان او عراق کې د بهرنيو ځواکونو د مرگ ژوبلې شمېرې تر نظر لاندې ساتي، ښيي چې د روان ميلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې ٦٧ امريکايي ١٤ برتانوي او ١٩ د نورو هېوادونو سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

افغانستان مېشتي ايساف ځواکونه چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د سږني ميلادي کال په لومړيو درېیو مياشتو کې د بهرنيو سرتېرو د مرگ ژوبلې گراف مخ ښکته راغلى دى.

د ورکړل شويو شمېرو له مخه د ٢٠١٠ ميلادي کال په لومړيو درېيو مياشتو کې ١٣٥ بهرني سرتېري په دغه هېواد کې وژل شوي و، خو سږ کال ددرېیو لومړيو مياشتو په ترڅ کې ۱۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو وياند جنرال جوزف بلاټس د بهرنيو ځواکونو د مرگ ژوبلې د کچې د ښکته کېدو د لاملونو په هکله بي بي سي ته وويل:

''زه فکر کوم چې موږ لږه مرگ ژوبله لرله، ځکه چې په ځينو ځانگړو سيمو کې امنيتي حالت ښه شوى دى، په ځانگړي ډول هلمند او کندهار کې، د لا ډېرو ځواکونو په گمارلو سره موږ په ښه توگه وتوانېدو چې حالت کنترول کړو، دا لاس ته راوړنه يوازې د بهرنيو ځواکونو د ډېرېدو له کبله نه ده، بلکې دې چارې د افغان امنيتي ځواکونو په ډېرېدو او د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو سره شونتيا موندلې ده، د پياوړو ځواکونو په لرلو سره موږ د وسله والو مخالفانو پر وړاندې بر لاسي يو مو ښه استخباراتي معلومات په واک کې لرو همدا راز پر سيمو ښه ولکه لرو چې دا چارې د ايساف ځواکونو د مرگ ژوبلې د کچې د ښکته کېدو لامل شوي دي.''

Image caption په پام کې ده چې د روان کال له جولای څخه به د امریکايي پوځيانو وتل پيل شي .

د ايساف ځواکونو د معلوماتو له مخه دوسله والو مخالفانو په وروستيو کلونو کې خپل جگړه ييز تکتيکونه بدل کړي دي او تر ډېره يې د سړک د غاړى بمونو کارولو ته مخه کړې ده.

د سږني کال په لومړيو درو مياشتو کې هم بهرنيو ځواکونو ته ډېره مرگ ژوبله همدغو سړک غاړو ماينونو اړولې ده .

ورته مطالب