د کندهار ديني عالمان: د ترهګرو په تور ځورول کېږو

کندهار
Image caption که څه د حکومتي چارواکو دغه ادعا ددیني مدارسو چاوراکي او دیني عالمان نه ردوي، خو هغوی ددې ټولو ستونزو پړه ددې ولایت پر امنیتي چارواکو وراچوي .

په سوېلي ولایت کندهار کې ګڼ شمېر دیني عالمانو، ددینې مدارسو چارواکو او ملاامامانو له افغان او نړیوالو ځواکونو د شپې له خوا د دوی پر جوماتونو او مدرسو د چاپو اچولو بندول وغوښتل .

دوی پر بهرنیو ځواکونو تور لګوي چې تل پر دیني مدرسو چاپې اچوي او زده کوونکي طالبان یې په ورانکارو پېښو کې په ښکېلتیا تورنوي او نیسي يې .

د کندهار چارواکي هم دا ستونزه مني، خو غوښتنه يې د مدرسو له چارواکو او ديني عالمانو دا ده چې له پېښې سم لاسي وروسته دغه ډول ستونزې ورسره شريکې کړي .

په کندهار کې د ديني مدرسو مشران داسې مهال پر مدرسو د بهرنيو ځواکونو له عملياتو د شکايت غږ پورته کړی چې افغان حکومت غواړي په کور دننه يې ځوانان ديني مدرسو کې زده کړې وکړي، چې په باور يې په يو شمېر بهرنيو ديني مدرسو کې د جهاد په نوم افغان ځوانان ترهگرو کړنو ته هڅول کېږي .

دغو دیني عالمانو او ملا امامانو د یوې غونډې پرمهال له ځايي چارواکو وغوښتل چې د ګډوځواکونو له لوري دې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی نه کېږي او هغوی ته دې د ترهګرو په سترګه نه کتل کېږي.

مولوي محمد عمر خطابي چې د همدغې غونډې له برخه والو څخه و، وویل چې دوی یوازې او یوازې د ولس استازي دي او پر هېڅ ډلې پورې ټرلې نه دي پاتې شوي .

هغه زیاته کړه چي د شپې له خوا يې پر كورونو چاپې وهل كېږي، په مسجدونو او مدارسو كې بهرني ځواكونه په دې پلمه چې دا د وسله والو طالبانو پټن ځايونه دي، سپي ګرځوي چې دا په هېڅ ډول د زغملو نه دي .

د کندهار دیني عالمان او د جوماتونو ملاامامان دا خبری پرداسې مهال راپورته کوي چې ددې ولایت امنیتي چارواکي وایي یوشمېر مدرسې او جوماتونه په دې ولایت کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي چې په خبره یې په دې اړه اسناد هم لري .

که څه د حکومتي چارواکو دغه ادعا ددیني مدارسو چاوراکي او دیني عالمان نه ردوي، خو هغوی ددې ټولو ستونزو پړه ددې ولایت پر امنیتي چارواکو وراچوي .

خو د کندهار والي ښاغلي توریالي ویسا بیا د یادو ستونزو درامنځ ته کېدو لوی لامل د چارواکو او دیني عالمانو تر منځ لیرې والی وباله.

ښاغلي ویسا وویل چې د ټولو موخه یوه ده او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې د پرتو ستونزو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، دوی به د بهرنیو ځواکونو له خوا پر مدارسو د شپې له خوا د عملیاتو د بندولو غوښتنه وکړي.

دا ستونزې پرداسې مهال راپورته کېږي چې د کندهار چارواکو په دې ولایت کې د امید په نوم دعملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی، چې ددیني مدارسو او د هغوی دزده کوونکو ثبت به هم د همدې عملیاتو یوه برخه وي .

ورته مطالب