د پکتیکا په برمل کې ځانمرګي برید لږترلږه ۲۰ کسان وژلي

پکتیکا
Image caption برمل د پکتیکا نسبتاً نارامه سرحدي ولسوالي ده .

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې تېر ماښام د یوه کاماز موټر په مټ ځانمرګی برید شوی .

په پکتیا کې د بي بي سي خبریال وايي، په برید کې څه باندې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د پکتیکا والي محب الله صمیم بي بي سي ته وویل د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی چې ښايي د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي :

''وروستي مالومات ښيي چې په برید کې شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي او نژدې ۵۰ نور ټپیان دي، ټپیان د برمل او اورګون ولسوالیو روغتونونو ته وړل شوي، او ایساف ځواکونو هم په درملنه کې مرسته کړې ده.''

د برمل د یکشنبې د ماښامني برید په اړه بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي، خو والي محب الله صمیم وايي چې په دغه برید کې ناپوځي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده :

''دا د سړک جوړونې د یوه شرکت ځای و، چې پر دغه سړک یې کار کاوه، ټول وژل شوي او ټپیان د سړک جوړونې د شرکت کارګر او جوړوونکي دي.''

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک کاماز موټر د تېرې یکشنبې ورځې پر ماښام په برمل ولسوالۍ کې د سړک جوړونې شرکت د کارګرو د اوسېدو ودانۍ ته ننویست، چې له چاودنې سره سم لس کسان ووژل شول، خو بیا وروسته پنځو نورو ټپیانو هم سا ورکړه ."

ځايي چارواکو په لومړنیو مالوماتو کې ویلي برید د 'ظاهر' په نامه د سړک جوړونې د یوه شرکت د اوسېدو پر ځای شوی، چې د دغه شرکت څه باندې ۲۰ کارکوونکي، چې انجنیران، کارګر او ساتونکي په کې دي، وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي .

دغه شرکت د برمل- سروبي ترمنځ د سړک جوړونې چارې ورسپارل شوې وې .

ښاغلي مخلص افغان بي بي سي ته وویل، وژل شوي او ټپيان د سړک جوړونې د يوې مؤسسې کارګر او امنيتي کسان دي .

سیمې ته مرستندویه افغان ځواکونو بي بي سي ته وویل، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی، چې کېدای شي د وژل شوو شمېر ډېر شي .

له بګرامه خپرې شوې ویناپاڼې هم وژل شوي ناپوځي کسان بللي دي .

خو وسله والو طالبانو ویلي د افغان ځواکونو پر هغه مرکز یې برید کړی، چې وخت ناوخت به بهرني ځواکونه ورتلل.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، برید د یوه هراتي طالب علي احمد له خوا ترسره شوی، چې په وینا یې ۲۱ افغان او بهرني عسکر په کې وژل شوي او تر ۲۷ ډېر نور ټپیان دي .

خو ځايي چارواکو دا خبره رد کړې او وايي چې برید د سړک جوړونې پر یوه شرکت شوی دی.

برمل د پکتیکا لیرې پرته ولسوالي ده، چې په دغه ولایت کې نسبتاً نارامه ولسوالي ګڼل کېږي .

په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې دا په پکتیکا کې تر ټولو لویه چاودنه ده .

د ویلو ده چې د روانې میاشتې پر شپږمه هم په پکتیکا ولایت کې ۱۲ مسافر د ماین په چاودنه کې مړه شول .

پکتیکا له پاکستان سره ګډه پوله لري چې تر ډېره په کې ددولت وسله وال مخالفین فعالیت لري او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېږي .

ورته مطالب