ایساف: د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره باید نور ګامونه پورته شي

د بهرنیو ځواکونو په برید کې ټپی شوی ماشوم
Image caption د ملکي تلفاتو موضوع د افغان حکومت او د هغه د لويديځو انډيوالانو ترمنځ اړيکې بيا بيا ترينګلي کړي دي.

په افغانستان کې د امنيت مرستندوى نړيوال ځواکونه ايساف وايي د ملکي تلفاتو د مخنيوي په هيله په خپله پوځي تګلاره له سره کتنه کوي.

د دې برخې لومړنی ګام سرتېرو ته د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په اړه پوهاوی ورکول دي.

ناټو ادعا کوي چې په تېر يوه کال کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو او هوايي بريدونو کې ملکي مرګ ژوبله را لوېدلې ، خو وايي لا هم کافي نه ده.

د ملکي تلفاتو له امله د افغان حکومت او ناټو ترمنځ د اړيکو د خرابيدا يادونې وشوې ، تيره مياشت افغان ولسمشر د ناټو د لوى قومندان له خوا د ملکيانو د وژنې له امله بخښنه ونه منله .

ناټو ځواکونه وروسته له هغه په افغانستان کې د ملکيانو د لا خونديتوب ژمنې ورکوي چې په وروستيو مياشتو کې يې په هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو کچه بيا لوړه شوې ده.

د کونړ او هلمند وروستۍ پېښې د ملکي تلفاتو يو دوه هغه بېلګې دي چې د عام ولس ترڅنګ يې افغان حکومت هم په غوصه کړی دی.

د ناټو يو وياند جوزېف بلاتز په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په برخه کې پر پوځي تګلارې د بيا کتنې ژمنه وکړه:

''موږ به د خپلو عسکرو په روزلو او د پوځي تګلارې په بېا کتنې سره وتوانيږو چې د ملکي تلفاتو کچه را کمه کړو . په دې برخه کې يو څه پرمختګ شوی ، خو دا لا کافي نه دی ، او باید د مخنيوي نور ګامونه هم پورته شي.''

جوزېف بلاتز زياته کړه د دې برخې لومړنى ګام به يې سرتېرو ته د هغو لارو ګودرو ورښوول وي چې څنګه کولی شي له ملکي مرګ ژوبلې مخنيوي وشي.

د ملکي تلفاتو موضوع د افغان حکومت او د هغه د لويديځو انډيوالانو ترمنځ اړيکې بيا بيا ترينګلي کړي دي.

د بشري حقونو يو شمېر سازمانونو ۲۰۱۰ کال د ملکي تلفاتو له اړخه د طالبانو د رژيم له نسکورېدو را وروسته تر ټولو مرګونی وبالۀ ، خو ويل يې چې ډيره مرگ ژوبله د افغان حکومت مخالفو وسله والو اړولې ده .

ورته مطالب