د نورستان بله ولسوالي هم د دولت له ولکې ووتله

وسله وال طالبان
Image caption وسله والو طالبانو ویلي تېره شپه ناوخته یې 'وانټ وایګل' ولسوالي له پولیسو ونیوله .

د افغانستان د ختيځ نورستان ولایت یوه بله ولسوالي هم د دولت له ولکې ووتله .

د نورستان د پولیسو مشر جنرال شمس الرحمن زاهد نورستاني بي بي سي ته وویل، تېره شپه سلګونه وسله وال د 'وانټ وایګل' پر ولسوالۍ ورغلل او ولسوالي یې ونیوله .

‎ښاغلی نورستانی وايي پولیسو منظم پرشاتګ ځکه وکړ، چې د برید کوونکو شمېر ډېر و او دوی مقاومت نه شوای ورسره کولای .

د نورستان امنیه قومندان دا هم وايي پولیسو ځکه له ځاني زیان پرته ولسوالي پرېښوده چې د پولیسو شمېر یې لږ و، خو د بیا نیولو لپاره به یې تابیا نیسي .

وسله والو طالبانو لا له وړاندې د ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی و .

د طالبانو یوه ویناد ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، په ولسوالۍ کې ډېر شمېر وسلې او مردکۍ د دوی ګوتو ته ورغلې دي .

د 'وانټ وایګل' ولسوالي داسې مهال افغان حکومت بایلي، چې د رپوټونو تر مخې، ترې وړاندې د همدغې ولسوالۍ یو شمېر پولیس د معاشونو تر اخیستو وروسته د بېرته راګرځېدو پروخت وسله والو طالبانو یرغمل کړي وو .

که څه هم د نورستان د پولیسو مشر وايي د ولسوالۍ د نیولو پروخت شاوخوا ۱۰۰ پولیس په ولسوالۍ کې وو، خو ښکاري چې د پولیسو د کموالي له کبله دغه ولسوالي طالبانو په اسانۍ نیولې وي .

Image caption طالبان وايي په وانټ وایګل کې له پولیسو دوی ته ګڼې وسلې پاتې شوې دي .

د یادولو وړ ده چې د نورستان 'کامدیش' او 'برګيمټال' ولسوالۍ لا له وړاندې د افغان حکومت له ولکې وتلې وې .

طالبان وايي دوی ته ګڼې وسلې پاتې شوې دي .

ورته مطالب