افغانستان: د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک پر سر د دولت او مدني ټولنې ترمنځ اختلاف

نعیم نظري
Image caption د کمیټې د چارو سمبالوونکی نعیم نظري وایي د دوی لومړنی کار به په تیرو لسو کلونو کې د ښځو د حقونو د ملاتړپه برخه کې د حکومتي ادارو او غیرې حکومتي سازمانونو له لورې د اخیستل شویو ګامونو ارزول وي.

په افغانستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې د سازمانونو شبکې چې د یو غیرې حکومتي سازمان په بڼه فعالیت کوي، د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک د عملي کیدو د بهیر د څرنګو الي د ارزولو لپاره یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړې.

په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان له لورې خپور شوی دغه پریکړه لیک حکومتونه او د بشري حقونو سازمانونه د ښځو د حقونو د ملاتړ ذمه وار بولي.

که څه هم چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې د پام وړ ګامونه اخیستل شوي خو نیوکه کوونکي وایي افغان حکومت لا هم په مهمو پریکړو کې د ښځو رایې او نظر ته ډیر پام نه کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان د ښځو د حقونو په ننګه د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک د ملاتړ په موخه د دغې ځانګړې کمیټې جوړېدل یو نوی پر مختګ بولي.

د افغان حکومت او دا راز د مدني او بشري حقونو د سازمانونو له لورې د ښځو د حقونو په ملاتړ کې لس کاله وړاندې د خور شوي دغه پرېکړه لیک د پلي کېدو د څرنګوالي څارنه او ارزونه د دغې نوۍ کمیټۍ اصلي دنده یادېږي.

د دغې کمیټې د جوړولو نوښت د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې د غیرې حکومتي سازمان له لورې شوی او غړي یې هم د مدني او بشري حقونو د فعالانو له مینځه غوره شوي.

د کمیټې د چارو سمبالوونکی نعیم نظري وایي د دوی لومړنی کار به په تیرو لسو کلونو کې د ښځو د حقونو د ملاتړپه برخه کې د حکومتي ادارو او غیرې حکومتي سازمانونو له لورې د اخیستل شویو ګامونو ارزول وي:

''اوس باید دې ته وکتل شي چې ایا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د خپلې ښکیلتیا په لړ کې د ملګرو ملتونو د دغه پریکړه لیک پلي کیدو ته څومره پام کړی؟ او ایا افغان حکومت د دغه پریکړه لیک د پلي کیدو لپاره کوم عملي پروګرام جوړ کړی دی؟ دا راز پکار ده چې په دې برخه کې د مدني ټولنې د سازمانونو او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون کارونه هم وارزول شي.دغه نوې کمیټه به د خپلو ارزونو په لړ کې د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک د مفاد له مخې په افغانستان کې د ښځو د حقونود ملاتړ په برخه کې د اړونده ادارو او سازمانونو لومړیتوبونه هم په نښه کړی.''

د ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د دغې ځانګړې کمیټې د جوړیدو ننګه کړی.

د افغانستان لپاره د سازمان په استازې اداره یوناما کې د بشري حقونو د ادارې مرستیاله ان - فیولر وایي د دوی اداره په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره خپل ټول وس کاروي:

''موږ د ملګرو ملتونو دسازمان د ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک د پلي کیدو د څرنګوالي د ارزولو لپاره د دغې کمیټې د جوړیدو هرکلی کوو. زموږ تمه دا ده چې افغان حکومت او د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه باید په هیواد کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ډیر څه وکړي. پخپله د ملګرو ملتونو سازمان په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د غږ د پورته کولو لپاره د پام وړ هڅه کړې او ژمنه مو دا ده چې په راتلونکې کې به هم د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره خپل ټول وس کاروو.''

پخپله افغان حکومت هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کنوانسیون ته د ژمنتیا او دا راز د هیواد د اساسي قانون له مخې ځان په هیواد کې د ښځو د حقونو په خوندیتوب مکلف بولي .

د انځور حقوق Reuters (audio)
Image caption نیوکه کوونکي د ښځو په وړاندې په پراخه کچه له کورني تاوتریخوالي نیولې بیا د جنسي تیریو تر بریده ګڼې پیښې د دغو ننګونو بیلګې بولي.

چارواکي ادعا کوي چې په تیرو لسو کلونو کې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی. ځانګړې بیلګه یې په حکومتي ادارو او ملي شورا کې د ښځو د پام وړ عملي حضور تر څنګه په عدلي او قضایي ادارو کې د ښځو د حقونو ملاتړ ته کلکه پاملرنه یادوي.

خو له دې هر څه سره سره د بشري حقونو فعالان لا هم د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ښځو د حقونو خوندیتوب له سختو ننګونو سره مخامخ بولي.

نیوکه کوونکي د ښځو په وړاندې په پراخه کچه له کورني تاوتریخوالي نیولې بیا د جنسي تیریو تر بریده ګڼې پیښې د دغو ننګونو بیلګې بولي.

په دې لړ کې یوه اندېښه داده چې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د جوړو شویو ګڼو سازمانونو او حکومتي ادارو هڅې ګواکې د بنسټیز بدلون د راوستو پر ځای تر ډیره تبلیغاتي او ظاهري بڼه لري .