ستاسې غږ: په ملي بوديجه کې د لومړيتوبونو څرنگوالى

افغانۍ

څو ورځې وړاندې ولسي جرګې د ناانډولۍ له کبله د ۱۳۹۰ لپاره د مالیې وزارت له خوا وړاندې شوې بودیجه رد کړه.

د روان ۱۳۹۰ هجريز لمريز کال لپاره د افغانستان ملي بوديجه ٢١٦ ميليارده افغانۍ ده چې ١٥٠ يې عادي او پاتې يې پرمختيايي ده .

دعادي بوديجې ډېره برخه د حکومتي مامورينو، پوځ او پوليسو معاشونو ته ځانگړې شوې ده او د افغانستان د ملي پرمختيا د استراتيژۍ پر بنسټ به په پرمختيايي بوديجې د بيارغونې بېلابېلې پروژې پیل شي .

د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي، د هېواد امنيتي سټو او پوهنې ته په دغه بوديحه کې ډېره پاملرنه شوې ده، خو د خلکو د ژوند د ښه کېدو په موخه د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې رغنيزې پروژې هم په پام کې نيولې شوي دي .

درې ورځې وړاندې، د بوديجې د ارزونې پر مهال، دافغانستان ولسي جرگې وويل چې په دغه بوديجه کې ځينوسيمو ته ډېرې پيسې بېلې شوې او ځينو بې وزلو سيمو ته په کې لږه پاملرنه شوې ده او د ناانډولې له کبله يې هغه رد کړه .

پوښتنه اوس داده چې په ملي بوديجه کې د ولايتونو اړتياوې څنگه او دکومو معيارونو پر بنسټ ټاکلې کيږي ؟

تاسو په دغه بوديجه کې څومره ځان وينئ او په ځانگړې ډول څه غواړﺉ چې ددغه مالي کال په لړ کې ستاسو په سيمو کې څه وشي چې ستاسې په ژوند کې بدلون راشي ؟

که غواړﺉ چې پر همدې مسالې خپلې نظريې، وړانديزونه او اندېښنې له نورو اوريدونکو سره شريکې کړﺉ، نو د پنجشنې په ماښامنې خپرونه کې په دې شمېره راته تيلې فون وکړﺉ:

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

دا رنگه په دې پته برېښناليک هم استولى شئ:

PASHTO@ BBC.CO.UK

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .