د ليبيا د بهرنيو چارو وزير تښتېدلی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption موسی کوسا د قدافي له حکومت نه استعفی ورکوي.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ليبيا د بهرنيو چارو وزير موسی کوسا دا مهال په برتانيه کې دی او هغه د ډګروال قدافي په حکومت کې کار کول نه غواړي.

د ليبيا د بهرنيو چارو وزير له تونس نه په يوه غېر تجارتي الوتکه کې برتانيې ته رسېدلی ، دغلته برتانوي افسران له هغه نه پوښتنې کوي.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې ښاغلی موسی په خپله خوښه برتانيې ته راغلی او په وينا يې هغه ويلي چې د قدافي له حکومت نه استعفی ورکوي.

وياند وويل چې د ليبيا د بهرنيو چارو له وزير سره خبرې اترې روانې دي او د خبرو نور جزيیات به يې ډير ژر خپاره شي.

د برتانيې د استخباراتي ادارې چارواکي هيله مند دي چې د ليبیا د حکومت په اړه د ښاغلي موسی معلومات به د ډګروال قدافي د حکومت په نسکورولو کې مرسته وکړي.

د بي بي سي خبريال:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له ښاغلي موسی سره د برتانويانو خبرې روانې دي

موسی کوسا د ‌ډګروال قدافي له مخکښو ملګرو نه يو وو او دنده يې په نړيواله کچه د ليبیايي حکومت استازيتوب وو، چې اوس یې کول نه غواړي.

په برتانيه کې د بهرنيو چارو وزارت د قدافي د حکومت نورو غړو ته وړانديز کړی چې د ډګروال قدافي ملګرتيا پرېږدي.

د امريکا د يوه لوړپوړي پوځي چارواکي په وينا، د ښاغلي موسی له لوري د قدافي پرېښودل يو مهم کار دی او دا د دې اشارې ورکوي چې د قدافي شاوخوا خلک پوهيږي چې د هغه واک ختمېدو ته نژدې دی.

د ښاغلي موسی دا پرېکړه پر داسې مهال کيږي چې ډګروال قدافي ته وفادارو ځواکونو د مخالفو جنګياليو د پرمختګ مخه ډب کړې او اوس هغوی د خپل مرکز بنغازي پر لوري بېرته ورګرځي.

ياغيانو د تيلو مهم بندري ښار راس لانوف او د بن جواد سيمي پريښي او له بريقه نه هم شاته شوي دي. د رپوټونو له مخې په لويديځ کې د مسراته په ښار هم د قدافي ځواکونه پر له پسې بريدونه کوي.

په اجدابيه کې د بي بي سي خبريال بېن براون وايي چې ياغيان د قدافي د منظمو ځواکونو او د هغوی د زور مقابله نه شي کولی.

د انځور حقوق AFP
Image caption حکومت پلوو، د مخالفو جنګياليو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

ځينې راپورونه وايي چې ياغیان له اجدابيه نه تللي او يو شمېر عيني شاهدانو ويلي چې د ښار خلکو د ياغيانو په ولکه کې د بنغازي په طرف تېښته پيل کړې ده.

بل خوا امريکا او فرانسه وايي چې د ليبيا د حکومت له مخالفينو نه جوړې انتقالي ادارې سره د ليدنې لپاره خپل استازی بنغازي ته استوي.

برتانيه او امريکا په دې فکر دي چې د ليبيا پر خلاف د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليک کې ښايي ياغیانو ته د وسلو ورکولو اجازه هم وي.

پر همدې مهال امريکايي رسنیو رپوټونه ورکړي چې ولسمشر اوباما د لیبيا له یاغیانو نه د پټ ملاتړ اجازه هم ورکړې ده.

سی آی اې او سپينې ماڼۍ دواړو پر دغو خبرونو له تبصرې ډډه کړې ده.

ورته مطالب