خېبر پښتونخوا کې ځانمرګي ۷ کسه ووژل

Image caption چاودنه د جمعيت علماء اسلام غونډې ځای ته نژدې شوې.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې د يوې چاودنې په پايله کې چې ځايي چارواکي يې ځانمرګی بريد بولي اووه کسه وژل شوي او نژدې شل نور ژوبل شوي دي.

چاودنه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام په يوې غونډې شوې چې له امله يې د پوليسو په ګډون د غونډې ګډونوال مړه او ټپيان شوي دي.

پوليس وايي مولانا فضل الرحمن له چاودنې لږ وړاندې د چاودنې له ځايه تېر شوی وو او په وينا يې هغه په چارسده کې جوړې شوې غونډې ته د وينا لپاره روان وو.

د صوابۍ پوليسو مشر وايي چې دا يو ځانمرګی بريد وو او بريدګر پر موټر سايکل سپور وو.

دغه مشر وايي بريدګر هغه مهال په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوځول چې د پوليسو په يوه پوسته کې ورته د اودرېدو اشاره وشوه.

پوليس وايي چې په وژل شويو کې يو پوليس افسر هم شامل دی. دغه بريد د جمعيت علماء اسلام د غونډې له ځای او پوستې سره نژدې شوی دی.

چارواکي وايي چې په چاودنه کې ټپيان شوي کسان نژدې روغتون ته استول شوي او هغه چې حالت يې نازک ښوول شوی د پېښور روغتونونو ته انتقال شوي دي.

صوابۍ له پلازمېنې اسلام اباد نه کابو ۷۰ کيلومتره لويديځ طرف ته پرته سيمه ده او تېر کال هم د يوه ورته بريد شاهد وو.

ورته مطالب