د کندهار په لاریون کې ۱۶کسان ووژل شول

د کندهار لاریون د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption رپوټونه وايي په لرګیو او تیږو سبمالو لاریون کوونکو پر پولیسو تیږې وارولې، خو پولیسو ډزې پرې وکړې .

په امریکا کې قرآن کریم ته د سپکاوي په اعتراض نن 'شنبه' د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې لاریون شوی، چې په تاوتریخوالي تر اوښتو وروسته په کې لږترلږه ۱۶کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان دي.

په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي قهرېدلو لاریون کوونکو یو شمېر شخصي او دولتي ځایونو ته اور ورته کړ.

د رپوټونو پر بنسټ، پولیسو پر لاریون کوونکو هوايي ډزې کړې، او قهرېدلو لاریون کوونکو له یو شمېر خبریالانو کامرې او مایکونه واخیستل او هغه یې مات کړل.

تر دې وړاندې د مزارشریف په ګډون د افغانستان په ځينو ولایتونو کې ورته لاریونونه شوي، چې په ځینو کې یې ورته مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

په سوېل کې د بي بي سي خبریال وايي، لاریون کوونکو له ځآنه سره تیږې او لرګي لېږدول چې په دې لړ کې له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول .

د تېرې جمعې پر ورځ د بلخ په مرکز مزارشریف کې لاریون کوونکو د ملګرو ملتونو پر سیمه ییز دفتر برید وکړ، چې له لړ کې یې د ۷ بهرنیو کارکوونکو په ګډون ۱۴ کسان ووژل شول.

افغان چارواکي وايي چې د مزارشریف د وژنو او بلوا جوړولو په تور یې شاوخوا ۲۷ بلواګر نیولي دي.

او وړاندې په هرات ولایت کې بیا زرګونه ښاریانو وروسته له هغه چې د یوه امريکايي پادري تیري جونز له خوا د قرآن کریم یوه نسخه وسوځول شوه، لاریون وکړ.

قهرېدلو لاریون کوونکو د تېرې جمعې پر ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته د هرات په لوبغالي کې د امریکا پرضد تند شعارونه ورکول .

دغه لاریون د هرات د ولایتي شورا او ځينو نورو دیني کړیو او مدرسو له خوا رابلل شوی و.

خو د هرات دغه لاریون د کلکو امنیتي تدبیرونو له کبله په سوله ییز ډول پای ته ورسېد .

تیري جونز پادري

د تېر ۲۰۱۰ کال په سپتمبر کې د امریکا د فلوريډا ایالت د یوې کلیسا پادري 'تیري جونز' د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم د سوځولو هوډ وکړ.

Image caption د قرآن کريم د سوځولو په تړاو د یو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو لاریونونه وکړل .

سپينې ماڼۍ د دغه پادري پر دې کار اندېښنه ښودلې وه.

تیري جونز ویلي چې د سپتمبر پر ۱۱مه به د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم یوه یا څو نسخې سوځوي.

د کلیسا د دې خبر پر وړاندې د یو شمېر لوېديځو هېوادونو په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې سخت غبرګونونه وښودل شول او لاریونونه وشول.

د هغه مهال د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېبس ویلي ول چې: "دا کار زموږ ځواکونه له ګواښ سره مخامخوي، دې ته هر راز فعالیت زموږ ځواکونه او زموږ اداره له ستونزو سره مخامخ کوي."

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د قرآن سوځولو په تړاو ویلي ول چې "دا کار له امریکايي ارزښتونو سره مخالفت دی."

بیا وروسته د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې يو شمېر مسلمان، مسيحي او یهودي دیني مشران راغونډ شوي ول، چې په دې وروستیو کې د اسلام او مسلمانانو پرضد کړنې وڅېړي.

ګډونوالو ټينګار کاوه، چې پر اسلام هر راز تېری او سپکاوی پر نورو دینونو د تېري په مانا دی.

د کلیسا دا نوی غبرګون وروسته له هغه په ډاګه وشو، چې په افغانستان کې د نړیوال او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي چې دا کار به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پروړاندې ستونزې راوټوکوي.

Image caption د ویلو ده چې یادې شوې کلیسا وړم کال هم دې ته ورته يو لړ کمیسونه راویستل، چې پرې لیکل شوي ول "اسلام د شيطان دین دی."

پيټرېیاس ويلي ول: " د دې کلیسا پادري نه یوازې په کابل، بلکې په ګرده نړۍ کې موږ ته ستونزې راپیدا کوي."

نوموړي دا هم ويلي چې "له دې کار څخه طالبان ګټه اخلي او زموږ پروړاندې جدي ستونزې راټوکوي."

یادې شوې کلیسا پر خپله وېبپاڼه ليکلي له مسلمانانو کرکه نه لري، خو وايي چې "په دې ګام سره د اسلام له اعتقادي او ايدیالوژيکي اصولو سره خپله کرکه په ډاګه کوي."

د ویلو ده چې یادې شوې کلیسا وړم کال هم دې ته ورته يو لړ کمیسونه راویستل، چې پرې لیکل شوي ول "اسلام د شيطان دین دی."

ورته مطالب