کرزی: د ښځو د حقونو له ضمانت پرته سوله د منلو نه ده

حامد کرزی
Image caption د ښځو د حقونو پر سر هېڅ ډول سیاسي معامله نه کوم.

افغان ولسمشر حامد کرزي ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره به د سولې په احتمالي جوړ جاړي کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته کلکه پاملرنه کوي. ژمنه یې دا وه چې د ښځو د حقونو په بیه به له هیڅ چا سره کومه سیاسي معامله ونه کړي.

ښاغلي کرزي په دې اړه د امریکا په ډالاس کې یوه کنفرانس ته د ویډیویي وينا له لارې په افغانستان کې د ټولنیز ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو د ونډې پراختیا د تیرو لسو کلونو یو له ویاړه ډک بری بللی.

په افغانستان کې د ښځو له حقونو نه د ملاتړ په اړه د امریکا په ډالاس کې جوړ شوي دغه کنفرانس ته د ویډیویي اړیکې پر مټ د ولسمشر کرزي څرګندونې له لویه سره هغو اندیښنو ته په غبرګون راټولې وې چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې په اړه د ارګ د تګلارې له اړخه رامخې ته شوي دي.

ټینګار یې دا و چې د ده په مشرۍ حکومت په تیرو لسو کلونو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ډیر زیار ویستلی او دا چې له دې وروسته به هم په دې اړه خپلې ژمنې نه هیروي.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر یوه ویاند حامد علمي بي بي سي ته وویل ښاغلي کرزي د ډالاس د کنفرانس برخه والو ته ډاد ورکړ چې له طالبانو سره به د سولې په خبرو کې ښځې هرو مرو پراخه ونډه لري او دا چې ګواکې ده ته د ښځو د حقونو د خوندیتوب له ضمانت پرته سوله د منلو نه ده.

په افغانستان کې دننه او په ځانګړې توګه په کابل کې هم چې د حکومتي پلازمینې تر څنګه د سیاسي او مدني جریانونو او حرکتونو مرکز بلل کیږي ، له تیرو څو میاشتو راهیسې له طالبانو سره د سولې د شرطونو په اړه تاوده بحثونه روان دي.

په دې مینځ د طالبانو د پخوانیو غلیمانو په ګډون ظاهرآ هیڅوک هم د سولې او پخلاینې په اړه د حکومت د تګلارې مخالفت نه کوي، خو ورسره جوخت د بشري او مدني حقونو فعالان د طالبانو د واکمنۍ د پېر تجروبو ته په کتو د ښځو د حقونو د خوندیتوب له اړخه خپلې اندیښنې هم نه پټوي.

ورته مطالب