وحید عمر: د کابینې پاتې وزیران پارلمان ته معرفي کوو

وزیران
Image caption د ولسمشرۍ ویاند ونه ویل چې دغه وزیران به کله ولسي جرګې ته وروژېژني.

د افغانستان حکومت وايي ډېرژر به د کابینې پاتې وزیران د هېواد پارلمان ته د باور د رایو ترلاسه کولو لپاره وروپېژني.

د ولسمشرۍ ویاند ونه ویل چې ایا دغه نوي وزیران به پارلمان ته د باور د رایو لپاره ورمعرفي کېږي او که د اوسنۍ کابینې سرپرست وزیران .

دا مهال د افغانستان اووه وزارتونه له شاوخوا یوه نیم کال راپدېخوا د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کېږي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وویل چې حکومت به ډېر ژر د کابینې پاتې وزیران ولسي جرګې ته وروپېژني.

ښاغلي عمر په دې اړه ډېر جزییات ورنه کړل، او نه یې هم د دغو نویو وزیرانو د ورپېژندلو دقیقه نېټه په ډاګه کړه:

''انشاءلله په راتلونکو څو ورځو کې د کابينې او حکومت هغه غړي چې تر اوسه پورې يې له ولسي جرګې څخه د تايد رايې نه دي اخيستې د ولسي جرګې د وړانديز پر بنسټ دغې جرګې ته ور وپېژندل شي چې هغوی عم د تاييد رايې واخلي.''

ښاغلي عمر و نه ويل چې نوي کسان به ولسي جرګې ته د وزيرانو په توګه ور پېژندل کېږي او که به هغه اوه کسان وي چې دامهال په وزارتونو کې د سرپرستو وزيرانو په توګه کار کوي.

خو ښاغلي عمر په کابينه کې بالقوه بدلونه رد نه کړل .

Image caption ښاغلي عمر و نه ويل چې نوي کسان به ولسي جرګې ته د وزيرانو په توګه ور پېژندل کېږي او که به هغه اوه کسان وي چې دامهال په وزارتونو کې د سرپرستو وزيرانو په توګه کار کوي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دويم منشي فرهاد عظيمي وايي چې وزيران ته به د تاييد درايي د ملي شورا د ۱۵مې دورې له تګلارې سره سمې ورکول شي.

د ښاغلي عظيمي په وينا د کورنۍ تګلارې د يوه بند په اړه د و کيلانو تر منځ د نظر اختلاف دی. ددغه بند پر بنسټ هغه وزير چې يو ځل د ولسي جرګې د تايد رايې تر لاسه نه کړي ولسمشر نه شي کولای چې دويم ځل يې بيا د هماغه وزارت لپاره د کانديد په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژني .

نوي وزيران به د عامې روغتيا، ترانسپورت او هوايي چلند، لوړو زدکړو، مخابراتو، اوبو او برېښنا او ښاري پرمختيا وزارت لپاره معرفي کېږي.

ورته مطالب