ولسي جرګې: که لوی څارنوال حاضر نه شي، د باور رایه ترې اخلو

ولسي جرګه د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د تېرو ولسمشریزو ټاکنو تر جنجالي پایلو وروسته د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ اړيکي ترینګلي شول .

د افغانستان ولسي جرګې ته د هېواد لوی څارنوال د څرګندونو لپاره ورنغی.

ولسي جرګې په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه، که چېرې محمد اسحق الکو د جرګې د راتلونکې شنبې ورځې غونډې ته حاضر نه شي، د باور رایه به ترې واخلي.

ولسي جرګه وايي چې لوی څارنوال یې څو ځلې جرګې ته د څرګندونو لپاره ورغوښتی و.

ټاکل شوې وه، چې نن (دوشنبه/ د حمل 'وري' ۱۵مه) لوی څارنوال د ولسي جرګې له خوا استجواب شي، خو نوموړی ورنغی.

خو لوی څارنوال ولسي جرګې ته په یوه لېږلي مکتوب کې ویلي جرګه ددې صلاحیت نه لري چې لوی څارنوال استجواب ته وروغواړي.

ولسي جرګې درې ګونو کمېسیونونو (عدلي او قضايي، د اساسي قانون د څار کمېسیون او د ولسي جرګې د غړو د مصوین کمېسیون) ته دنده وسپارله چې تر راتلونکې شنبې ورځې پورې به د لوی څارنوال د استجوابولو لپاره لازم اقدامات کوي.

د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ اړیکي وروسته له هغه ترینګلي شول، چې د ولسمشر حامد کرزي په امر د تېرو پارلماني ټاکنو د درغلیو د ارزولو لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوه.

Image caption ښاغلی الکو وايي چې د جرګې له خوا د هغه قانوني بڼه نه لري.

دغې محکمې ته دنده وسپارل شوه، چې په تېرو ټاکنو کې درغلۍ وڅېړي او ولسمشر ته بشپړ رپوټ ورکړي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د دغې محکمې د ړنګېدا غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي لوی څارنوال تر ټاکنو وروسته په ګډوډۍ جوړولو تورنوي.

په نننۍ غونډه کې ځینو وکیلانو ویل کله چې له لوی څارنوال سره لیدل غواړي، هغه وخت نه ورکوي.

په پارلمان کې د حکومت سیاسي مخالفین د حکومت پلوو چارواکو د استیضاح هڅه کوي.

د کارپوهانو په وینا، دوی غواړي چې اوسنی حکومت کمزوری او جګپوړو څوکیو ته خپل کسان رامخې ته کړي.

د جګپوړو چاروکو د فساد دوسیې

Image caption عزیزالله لودین دغه مالومات بي بي سي ته پر هماغه ورځ ورکول چې ولسي جرګې له مرستیال لوی څارنوال سره په ګډه د استجواب لپاره ورغوښتی و.

دا په داسې حال کې ده چې له فساد سره د مبارزې نوي مشر نورو وزیرانو او مشرانو ته د دوسیې جوړولو خبر ورکړی دی.

عزیزالله لودین وویل دغه دوسیې چې پنځه کاله پرې تېر شوي، پر ځینو وزیرانو او نورو جګپوړو چاروکو د فساد تورونه لري چې په دوو اوونیو کې به څارنوالۍ ته واستول شي.

ښاغلي لودین ونه ویل چې په دومره اوږده موده کې د دغو دوسیو د نه څېړنې علت څه و، خو ژمنه یې وکړه چې پر ژر پرېکړې به یې اوس څار کوي.

عزیزالله لودین دغه مالومات بي بي سي ته پر هماغه ورځ ورکول چې ولسي جرګې له مرستیال لوی څارنوال سره په ګډه د استجواب لپاره ورغوښتی و.

له دوی نه د هغه مرستیال وزیر د قضیې پوښتنه هم وشوه چې وکیلان وايي محکمې پرې د فساد په تور د پنځو کلونو بند سزا خېژولې، خو لاهم ازاد ګرځي او پر خپلې څوکۍ دی.

ورته مطالب