نظري: ولسي جرګې ته د لوی څارنوال ورغوښتل سیاسي انګیزه لري

رحمت الله نظري د انځور حقوق AFP
Image caption رحمت الله نظري وایي، د لویې څارنوالۍ دریځ پر خپل ځای دی او ښاغلی الکو به د ولسي جرګې د شنبې ورځې غونډې ته ورنه شي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي ولسي جرګې ته د لوی څارنوال د ورغوښتلو تر شا سیاسي انګیزې پرتې دي او قانوني بنسټ نه لري.

چارواکي وایي، لوی څارنوال اسحق الکو به د ولسي جرګې د راتلونکې شنبې ورځې عمومي غونډه ته هم ورنه شي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ د افغانستان ولسي جرګې په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه، که چېرې لوی څارنوال د جرګې د راتلونکې شنبې ورځې غونډې ته حاضر نه شي، د باور رایه به ترې واخلي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د ولسي جرګې لخوا د دغې ادارې د مشر اسحق الکو ورغوښتل، قانوني بنسټ نه لري او په خبره یې د اساسي قانون په ۹۱، ۹۲،۹۳ او ۱۰۳ ماده کې دا نه دي راغلي چې ولسي جرګه دې د لوی څارنوال د استیضاح کولو حق ولري.

چارواکي وایي، په یادو مادو کې د وزیر کلمه راغلې، نه د لوی څارنوال.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظرې وایي، ښایي د دغې موضوع تر شا سیاسي انګیزې پرتې دي :

''ښايي د جرګې یو شمېر لږ استازي چې د محکمې له حکم سره ځانونه په خطر کې ویني، دا پر یوې سیاسي مسالې واړوي.''

د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ اړیکي وروسته له هغه ترینګلي شول، چې د ولسمشر حامد کرزي په امر د تېرو پارلماني ټاکنو د درغلیو د ارزولو لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوه. خو د ولسي جرګې ټینګار د دغې محکمې پر ړنګېدو دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي لوی څارنوال تر ټاکنو وروسته په ګډوډۍ جوړولو تورنوي.

خو ښاغلی نظري وایي په دې تړاو د دوی کړنې په بشپړه توګه له قانون سره سمون لري:

''لویه څارنوالۍ د تېر ۱۳۸۹ کال تر پارلماني ټاکنو وروسته له ولسي جرګې سره په يوه طرف کې واقع شوې ده، د لویې څارنوالۍ دنده دا ده چې مدعی العموم دي، د هرچا په حق کې چې شکایت او اعتراض موږ ته راځي، باید هغه وارزوو او اړونده محکمې ته یې معرفي کړو.''

Image caption ښاغلی الکو وايي ولسي جرګې د لوی څارنوال د استجوابولو حق نه لري.

ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې پر ورځ لوی څارنوال د ولسي جرګې له خوا استجواب شي، خو نوموړی ورنغی، چې له امله ولسي جرګې په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه، که چېرې محمد اسحق الکو د جرګې د راتلونکې شنبې ورځې غونډې ته حاضر نه شي، د باور رایه به ترې واخلي.

خو رحمت الله نظري وایي، د لویې څارنوالۍ دریځ پر خپل ځای دی او ښاغلی الکو به د ولسي جرګې د شنبې ورځې غونډې ته ورنه شي.

ځینې په افغانستان کې وایي، په پارلمان کې د حکومت سیاسي مخالفین د حکومت پلوو چارواکو د استیضاح هڅه کوي چې د دوي په خبره دغه کسان غواړي اوسنی حکومت کمزوری او جګپوړو څوکیو ته خپل کسان رامخې ته کړي.

ورته مطالب