هرات تیموریان او هنرونه - د تیموریانو کولتوري کړنې- ۱ برخه

دا د هغو ځانګړو پروګرامونو سرلیک دی چې په نهمه هجري پېړۍ کې د هرات د هنرونو د ارزښت او څرنګوالي په اړه چمتو شوی.د دی لړۍ لومړۍ برخه د تیموریانو د واکمنۍ پر مهال د کولتوري وضعیت د څرنګوالي ارزونې ته ځانګړی شوی او په راتلونکو پاتې پروګرامونوکې به وارو چې هغه مهال نقاشي، معماري، ادبیات او موسیقي څومره او څه ډول پرمختګ کړی و.

ګوډ تيمور په ٧٨٣ هجري کال کې پر هرات يرغل وکړ او د يوې خونړۍ جګړې په پايله کې يې دا ښار ونيو او د آل کرت واکمني یې نسکوره کړه.

پر هرات د تیمور د برید په ترڅ کې ګڼ شمېر خلک ووژل شول او دا آباد ښار څرنګه چې د چنګیز په برید کې ویجاړ شوی و، یو ځل بیا وران شو.

تيمور په ٨۰٧ لمريز کال کې هغه مهال چې د چين د نيولو لپاره روان شوی و، مړ شو او په همدې کال کې د ده څلورم زوی شاهرخ ميرزا په هرات کې پاچا شو او هرات يې د پلازمېنې په توګه غوره کړ.

تيمور خپله يو متناقض شخصيت و هم يې کله منارونه جوړول او هم يې عالمان او هنرمندان پالل خو شاهرخ د خپل پلار نه د ډله ييزه وژنو چل زده نکړ شاهرخ او د هرات يوشمېر نورو تيموري واکمنانو د هنرخواته مخه کړه.

د شاهرخ د واکمنۍ پر مهال ثبات د ناکراریوځای ونیو او د اقتصادي بنسټونو د بیارغاونې په نتیجه کې د کولتوري او هنري پرمختګ لپاره زمینه برابره شوه او په دې ډګر کې د هنر څښتنان دومره پر مخ ولاړل چې د افغان ليکوال او څېړونکي حبيب الله رفيع په وینا هرات په سیمه کې د هنرونو په مرکز بدل شو:

''د ګوډ تیمور د مړینې وروسته د ده اولادې چې شاهرخ او سلطان حسین په کې و، یو ځل په هرات کې د هنر او د علم او ادب د غوړېدو لپاره لېچې راونغښتې، دوی عجب ذوق درلود ، دوی د ټولو هنرونو لپاره لاره خلاصه کړې او هرات د هنرونو یو مرکز وګرځېد چې تراوسه هغه کتابونو چې په هرات کې لیکل شوي د نړۍ د موزیمونو زینت دی.''

نقاشي، معماري، موسيقي، شعر، د کتابونو تذهيب، او خطاطي دا هغه هنرونه و چې بازار یې د تیموریانو د واکمنۍ پر مهال په بې ساري توګه تود و.

شفیقه یارقین

شفیقه یارقین:''د تیموریانو په دربار کې نجونو او هلکانو به یو شان حقوق درلودل، که به شاهزاده کولای شوای چې علوم او حتی جنګي مهارتونه زده کړي، نو شاهزادګۍ به هم کولای شوای چې دا مهارتونه ترلاسه کړي.''

مولانا نورالدين عبدالرحمن جامي، كمال الدين بهزاد، عبدالقادر گوينده، روح الله ميرك نقاش، شمس الدين حكاك، زين الدين معمار او جعفر خطاط د هرات د تيموريانو د واکمنۍ پرمهال د پيل شوي هنري نندارې تر بې شمېره نورو هنرمندانو، د مهم رول درلودونکې څېرې بلل کيږي خو يوشمېر څېړونکي وايي دا په واقعيت کې د شاهرخ او د هغه مېرمن ګوهرشاد بيګم، د شاهرخ زوی بايسنقر، حسين بايقرا او د ده وزير اميرعلي شيرنوايي د هڅونې پايله وه چې دا ډول ستر شخصيتونه وروزل شول.

مهمه پوښتنه دا ده چي ايا د تيمورغوندې بې باکه او ورانکاره پاچا زامنو او لمسيانو څنګه د هراړخيزه بيارغاونې لپاره دومره انګيزه درلوده؟

شاعر او ليکوال ولي شاه بهره وايي د هنر سره مینه او د هنرمندانو پالنه هم هغه څه و چې تیموري واکمنانو د خپل نیکه یانې تیمور نه زده کړي و:

کلېکاږل عکسونه وګورﺉ

''امیر تیمور غوښتل چې ټوله نړۍ ونیسي، کله منارونه هم همدې هدف ته د رسېدو لپاره جوړ شوی و خو زه فکر کوم چې خپله امیر تیمور شخصیت هم څو بعدي و یوشمېر کسان وایي چې دی د قرآن کریم حافظ هم و دی هم خپله یو پوه سړی او د هنر غوښتونکی و.''

ښاغلی بهره زیاتوي، د هنرونو په ډګر کې د تیموریانو پرمختګ بېلابېل عوامل درلودل خو یوه بله مهمه انګیزه یې د تیمور د ورانیو جبرانول و:

''شاهرخ غوښتل چی د ده د پلار امیر تیمور افراطي اعمال جبران شي، دويمه دا چې دی خپله هم یو فرهنګي شخصیت و او دا انګیزه یې درلوده چې د هرات د کولتور د اعتلا سبب وګرځي.''

افغان شاعر او څېړونکي عبدالباري جهاني بيا د ښاغلي بهره د څرګندونو خلاف، په دې عقيده دی چې د تيمور د خرابيو د جبرانولو تکل او يا يوازې له هنر سره د تيموري پاچايانو مينه د هرات د کولتوري انکشاف اصلي عوامل نه دي .ښاغلي جهاني وايي اصلاً خپله په هرات کي د نورو کولتوري انکشافاتو لپاره کافي ظرفيتونه موجود و:

''د هنر او علم پرمختګ یا د هغو سره د علاقه درلودل دا خپله د یوې سیمې د خلکو کار دی او د خلکو د میراث ادامه ده ، هرات که موږ د افغانستان څخه جلا کړو اصلاً په افغانستان کې زما په عقیده هنر بیخي پاتې کیږي نه، هرات تر شاهرخ میراز وړاندې هم د معمارۍ تاریخ درلود د نقاشۍ تاریخ یی درلود ، تر ده وړاندې د غوریانو ډېره ځلانده دوره تېره شوې وه، د هغې دوره عظمت هم سره له دې چې سلطان غیاث الدین غوري د هنر لوی مشوق و یوازې د ده د تشوق معلوم نه و.''

سید یحیی حزین

''دا چې یو هنرمند په هر هنري ډګر کې د یو څه مهارت د ترلاسه کولو هڅه کړي، دا د ضعف او کمزورتیا نښه ده نه د پیاوړتیا، یو فارسي ضرب المثل دی چې وایي''همه کاره ی هیچکاره! '' دا د تقلید معلول و.''

په هغو سیمو کې چې هرات او سمرقند غوندې ظرفیتونه په کې موجود نه و، هلته د تیموریانو چلند څه ډول و:

''تیمور نه شوای کولای چې د غرونو په منځ او دښتو کې چې هلته هېڅ ښار او ولس نه وي موجود ځانته یو عظمت ایجاد کړي، دی عظمت یوه سابقه درلوده ځکه نو ده په سمرقند باندې جوړ کړ نوره یې ټوله دنیا خرابه کړه ، دغه راز شاهرخ میرزا یا سلطان حسین بایقرا رښتیا هم په هرات کې او د هرات په شاوخوا کې خپل ژوند په عیاشۍ تېر کړی و نورو خواوو ته یې دومره توجه نشوای کولای د هغو خواوو څخه یې یوازې مالیات اخیستل، هلته یې خلک وژل، هلته یې تباهۍ کولې، هلته یې لښکرکشي کولې او یوازې د هرات خزانې یې د جواهراتو ډکولی.''

لکه څرنګه چې د ښاغلي جهاني په څرګندونو کې مو واورېدل د تيموري دورې په هنري او کولتوري پرمختګ کې اصلاً د سيمې هنرمندانو مهم رول لوبولي خو په نهمه هجري پېړۍ او تر هغو وروسته په ليکل شوي کتابونو کې د ګڼ شمېر تيموري شازاد ګانو نومونه د هنرمندانو او عالمانو په کتار کې هم راغلی او دا ښيي چې ځينو تيموري واکمنانو خپله هم هنري ذوق او مهارت درلود.

د هرات د تيموريانو دورې يوه ځانګړتيا دا وه چې هغه مهال به معمولاً ډېری هنرمندانو څو اړخيزه هنري مهارتونه درلودل.

شاعر به خطاط او موسيقي پوه هم و، او يو سندرغاړی به نقاش او شاعر هم و. د مثال په توګه مولانا سايلي اصلاً موسيقي پوه و خو نوم يې د هغه وخت د خطاطانو او شاعرانو په فهرست کې هم راغلي.

قل محمد شبرغاني غيچک غږاوه خو ترڅنګ يې نقاشي هم کوله او شاعر هم و. او ډېرو داسې نورو کسانو هم ورته مهارتونه يوځای سره ټول کړي و. د ازبکي ژبې او ادبياتو په برخه کې افغانستان د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب سلاکاره مېرمن شفيقه يارقين وايي د دې لامل دا و چې هغه مهال به هنر دربارته د لارموندنې يوازینۍ وسيله وه:

''د تیموریانو دربار ته د لارې موندل د ټولو هنرمندانو ارمان و. ځکه هنرمندان هم ډېر زیات و یوازې هغه چا کولای شوای دربار ته لار

.

د تیموریانو په دوره کې به شاعر خطاط او موسيقي پوه هم و، او يو سندرغاړی به نقاش او شاعر هم و. د مثال په توګه مولانا سايلي اصلاً موسيقي پوه و خو نوم يې د هغه وخت د خطاطانو او شاعرانو په فهرست کې هم راغلي.

ومومي او مشهور او بډای شي چې نه یوازې په یوه هنر، بلکې ډېر هنرونه په ډېر مهارت او کمال سره یې زده کړي وو . هرچا به هڅه کوله چې لږ تر لږه په یوه هنر کې تر ټولو مخکې وي او هغه چا چې دوه ، درې او یا ډېر هنرونه به یې درلودل، په دربار کې به تر ټولو هم معتبر و.''

ځينې څېړونکي په دې باور دي چې د تيموريانو د واکمنۍ په اوږده دوره کې د نوښت پرځای تقليد رواج شوی و او هرچا به په څو هنري ډګرونو کې د خپل مهارت د ثابتولو هڅه کوله، خو په پايله کې داسې کسان وروزل شول چې د افغان څېړونکي او ليکوال سيد يحيي حزين په وينا په يوه هنر کې به يې هم پوره مهارت نه درلود:

''دا چې یو هنرمند په هر هنري ډګر کې د یو څه مهارت د ترلاسه کولو هڅه کړي، دا د ضعف او کمزورتیا نښه ده نه د پیاوړتیا، یو فارسي ضرب المثل دی چې وایي''همه کاره ی هیچکاره! '' دا د تقلید معلول و، د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال د نوښت پرځای تقلید سخت رواج شوی و. تقلید دومره زیات و چې یو شاعر به له بل شاعر سره په دې ډګر کې هم سیالۍ کوله.''

د تيموريانو په دوره کې د هنري فعاليتونو په مختلفو ډګرونو کې د ښځو ونډه هم د افغانستان د نورو پخوانيو مدنيتونو په پرتله په زياته کچه د پام وړ بلل کېږي.

 ولي شاه بهره

شاعر او ليکوال ولي شاه بهره وايي له هنر سره مینه او د هنرمندانو پالنه هم هغه څه و چې تیموري واکمنانو د خپل نیکه یانې تیمور نه زده کړي و.

مېرمن شفيقه يارقين وايي په سمرقند کې د تيمور مېرمن ملک سرای خانم، په هرات کې د شاهرخ مېرمن ګوهرشاد بيګم او په هند کي د شاهجهان مېرمن ممتاز محل نومونه يادوي چې په وينا يې هرې يوې به د خپل مېړه په غياب کې د حکومت چارې ترسره کولې.

مېرمن يارقين وايي تيموري واکمنانو به خپلو زامنو او لوڼو ته يو ډول حقوق ورکول:

''د تیموریانو په دربار کې نجونو او هلکانو به یو شان حقوق درلودل، که به شاهزاده کولای شوای چې علوم او حتی جنګي مهارتونه زده کړي، نو شاهزادګۍ به هم کولای شوای چې دا مهارتونه ترلاسه کړي، د تیموري واکمنانو په کورونو کې به دننه استادان په کار ګمارېدل چې نجونو ته سواد، نور علوم او حتی جنګي مهارتونه ورزده کړي.''

راتلونکی بل پروګرام د تیموریانو د عصر د نقاشۍ، خطاطۍ او تذهیب په اړه دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .