د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د امریکا ۵۰ میلیون ډالر مرسته

د سولې عالي شورا
Image caption د سولې عالي شورا وايي، دغه مرستې د سولې د بهیر د چټکولو او په هېواد کې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره دوی ته ورکول کېږي.

په کابل کې د امریکا سفارت د سولې له عالي شورا سره د شاوخوا ۵۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د چارواکو په وینا، په دغو پیسو به له جګړې د وسله والو طالبانو د راجلبولو او د هغو سیمو د بیارغونې په برخه کې ګټه اخیستل کېږي، چې جګړې په کې روانې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د ولسمشر حامد کرزي په امر څو میاشتې وړاندې جوړه شوه، چې له طالبانو سره د سولي بهیر چټک کړي.

د امریکا دغه نغدي مرسته شوې پیسې به د سولې عالي شورا ته ورکول کېږي، او په هغو سیمو کې به پرې د بیارغونې او پراختيايي کارونو چارې سمبالې کړي، چې دا مهال طالبان په کې فعال دي.

د سولې عالي شورا وايي، دغه مرستې د سولې د بهیر د چټکولو او په هېواد کې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره دوی ته ورکول کېږي.

د چارواکو په وینا، په تېر یوه کال کې د سولې له عالي شورا سره د بېلابېلو هېوادونو له خوا شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته شوې ده.

د افغانستان دولت ټينګار کوي چې په هېواد کې تاوتریخوالی له پوځي لارې نه، بلکې له طالبانو سره د خبرو له لارې له منځه تللی شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طالبان وايي چې د سولې عالي شورا د امریکا په لاس جوړه شوې او خپلې ګټې په کې لټوي.

خو تر دې مهاله د طالبانو له خوا د سولې له بهیر سره رسماً یوځای کېدل نه دي اعلان شوي او په تېر کې طالبانو دغه شورا د امریکا استازې بللې وه.

وسله وال طالبان له افغان دولت سره د بهرنیانو په شتون کې له هر راز خبرو اترو ډډه کوي.

دوی وايي تر هغه چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي، له افغان دولت سره خبرې بې ګټې او ناشونې دي.

خو د افغانستان د ملي پخلاینې کمېسیون چې د سولې د عالي شورا له چوکاټه بهر فعالیت لري، له جګړې لاس اخیستونکو کسانو ته نغدي مرستې ورکوي.

ورته مطالب