د کندهار د پنجشنبه د ورځې د ځانمرگي بريد ويديويي فلم

نن سهار ( پنجشنبه د اپريل ٧ د وري ١٨ ) لس بجې اوديرش دقيقې د کابل کندهار د لويي لارې په اوږدو کې د پوليسو پر روزنيزمرکزباندي دوو تنوځانمرګيوبريدکوونکو لومړى د راکټونو اولاسي بمونوبريدونه وکړ.

دکندهارامنيه قومندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد په يوه خبري ناسته کې دپيښې په باب وويل تر لږ جګړې وروسته دواړه ځانمرګي په مرميووويشتل شول چي يوازي يوتن پوليس پکې ژوبل شو.

د کندهار بريد په اړه د مامون دراني راپور دلته اورېدی شیء:

د نوموړي په خبره يوبل تن ځانمرګي بريدکوونکي له امبولانس موټر په ګټه د پوليسو منځته ځان وروساوه چې ورسره د موټربم چاودنه کې يو تن پوليس مړ، د يوه تن ملي پوځ سرتېري په ګډون پنځه تنه د ملي امنيت کارکوونکي ووژل شول او ۱۱ تنه ملي پوليس ژوبل شول.

مامورن درانى له لومړني بريد وروسته سيمې ته ورغلى او په دې ويديو فلم کې هغه امبولانس هم ښکاري چې وروسته په ځانمرگي بريد کې کاريدلى دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .