ولسي جرګه او لویه څارنوالي یو بل ته له خپلو دريځونو تېرېږي

ولسي جرګه د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په جرگه کې گڼو استازو خبرې وکړې چې ډيرې يې د لوى څارنوال په پلوى وي، خو په جرگه کې د وکيلانو د ناسوبتيا په او د جرگې د نصاب د نه بشپړېدو په وجه وروستۍ پرېکړه بلې غونډې ته وځنډول شوه.

د افغانستان د ولسي جرګې او لويې څارنوالۍ ترمنځ په راټوکېدلي کړکېچ کې سړښت راغلى او دواړه لوري له خپلو پخوانيو دريځونو په شا شوي دي.

د جرګې په ننۍ غونډه کې د ډېرو وکيلانو خبرې د لوى څارنوال په پلوى وې او د لوى څارنوال له وروستي دريځه يې ننگه وکړه، که څه هم د گوتو په شمېر استازو نن هم د هغه د استيضاح کولو غوښتنه کوله، خو د دغه بل لوري تله پرې درنه ښکارېده.

دغه دريځونه تر هغه وروسته بدل رابدل شول چې لوى څارنوال د يو ليک په ترڅ کې جرگه والو ته ډاډ ورکړى و چې په لازم وخت کې به د پوره چمتووالي سره د هغوى غوښتنې ته غاړه کېږدي.

ښايي د دوغو دواړو لوريو په دريځونو کې د نرمښت لامل د لويې څارنوالۍ هماغه وروستى ليک و چې ولسي جرگې ته استول شوى و.

په دغه ليک کې لوى څارنوال ويلي چې هغه به په يو لازم فرصت او تر پوره چموتوالي وروسته د ولسي جرگې د غړو د پوښتنو د ځوابولو لپاره هغې جرگې ته حاضرشي، خو په ټوله کې په دغه ليک کې چې پښتو شوې بڼه يې د جرگې د منشي عبدالقادر کلات وال له خوا ولوستل شوه دا نه و ويل شوي چې گواکې لوى څارنوال به د جرگې استيضاحيه غونډې ته هم ورشي او که نه يوازې او يوازې به د استجواب په غونډو کې برخه اخلي

د دغه ليک تر لوستلو وروسته د هغو درې گونو کميسونونو پرېکړه هم ولوستل شوه چې تېره اوونۍ د لوى څارنوال د استيضاح کولو لپاره د دلايلو د موندلو په موخه ټاکل شوى و.

په دغه پرېکړه کې چې په ۱۲ مادو کې چمتو شوې وه په لوى څارنوال تور پورې شوى و چې گواکې د اساسي قانون له ډېرو مادو نه يې سرغړونه کړې او د جرگې استازي يې نامشروع بللي و.

خو په جرگه کې چې کومو وکيلانو خبرې وکړې د يو دوو پرته نورو ټولو يې د لوى څارنوال د استيضاح سره مخالفت کاوه او هغه يې د اساسي قانون سره په مخالفت کې چاره بلله.

ځينو خو يې دا د هغو شخصي عقدو بېلگه گڼله چې د ولسي جرگې پرټاکنو د دواړو غاړو ترمنځ راتوکېدلې ده.

په جرگه کې د پکتيکا ولايت استازى نادرخان کټوازي وايي لکه څنگه چې د لوى څارنوال کاري دوره پاى ته رسېدلې که چېرته بيا د دغې څوکۍ لپاره جرگې ته د تائيد د رايو اخيستو لپاره استول کيږي وکيلان کولاى شي په هغه مهال نوموړي ته خپلې رايې و نه کاروي .

کله چې گڼو وکيلانو تر يوه بريده د لوى څارنوال د دريځ په ملاتړ خبرې وکړي ، نو د هرات ولايت استازي قاضي نذير احمد حنفي په ډېره زيږه ژبه پر استازو نيوکه وکړه چې ولې د تېرې ورځې له دريځه په شا شوي او په وينا يې چې ښايي ځينو وکيلانو د حکومت او لوى څارنوال سره جوړ جاړي ته رسېدلي وي:

''هغه چاره چې نه شئ کولاى نو پريکړه پرې مه کوئ او که نه غواړئ نو په دې پوه شئ چې خونه مو ورانيږي هغه تاسو ورانوي او تاسو ترينه مننه کوئ او لاسونه يې ښکلوئ، هغه مهال چې هغه ماتې خوړونکي کانديدان د وکيلانو په نامه معرفي کوي ، او تاسو ته نا مشروع وايي او تاسو ورته مننه وايئ که تاسو يې لاسونه ښکلوئ نو زه به يې پښې ښکل کړم.''

Image caption لوی څارنوال محمد اسحق الکو تېره اوونۍ ویلي ول، چې ولسي جرګه د لوی څارنوال د استیضاحولو حق نه لري.

په جرگه کې گڼو استازو خبرې وکړې چې ډيرې يې د لوى څارنوال په پلوى وي، خو په جرگه کې د وکيلانو د ناسوبتيا په او د جرگې د نصاب د نه بشپړېدو په وجه وروستۍ پرېکړه بلې غونډې ته وځنډول شوه.

ښايي په راتلونکې غونډه کې وپتيل شي چې جرگه وال دې د لوى څارنوال له استيضاح کولو تېر شي او يا دې هم دغه موضوع د اساسي قانون پر سر د څار جرگه گۍ ته واستول شي، خو د جرگې له نني بهيره داسې ښکاري چې کېداى شي د جرگه والو هغه دريځ نه وي پاتې لکه په تېره اوونۍ کي پي چي خپل کړى و.

ورته مطالب