ټپي ځانوژونکی: 'افغانستان کې د برید لپاره روزل شوی وم'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلی مشعل د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ملي امنیت ریاست وايي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه بریدونه د هغو کسانو له لوري کېږي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې روزل شوي دي.

افغان حکومت وايي په افغانستان کې زیاتره ځانوژونکي په ګاونډي پاکستان کې روزل کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست ویاند لطف الله مشعل بي بي سي ته وویل، په پاکستان کې د ځانمرګو برید کوونکو په تړاو یې له پاکستاني چارواکو سره څو څو ځلې خبرې کړې، خو تر هېڅ نتیجه یې نه ده ورکړې.

لطف الله مشعل تر هغو رپوټونو وروسته چې ویل کېږي سلګونه ځانمرګي برید کوونکي دا مهال په پاکستان کې روزل کېږي، له بي بي سي سره خبرې کولې.

د ملي امنیت ریاست وايي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه بریدونه د هغو کسانو له لوري کېږي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې روزل شوي دي.

د ملي امنیت ویاند دا څرګندونې د هغه ۱۴ کلن ځانمرګي برید کوونکي عمر عرف تر خبرو وروسته کړې، چې ویل یې تر ۴۰۰ ډېر نور تنکي ځوانان په شمالي وزیرستان، کورمه ایجسنۍ او د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې دا مهال د ځانوژونکو بریدونه روزنه ترلاسه کوي.

دغه ۱۴ کلن برید کوونکی د هغو درو ځانوژونکو له ډلې دی، چې پاکستان کې د صوفیانو پر یوه زیارت تر برید وروسته ژوندی پاتې شوی دی.

نوموړي په یوه تلوېزیوني مرکه کې له چارواکو د بښنې غوښتنه کړې ده.

تېره اوونۍ په دېره غازي خان کې د صوفیانو پر یوه زیارت په برید کې ۴۴ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان وايي چې دغه تنکي ځوان په يوه تلوېزیوني مرکې کې ویلي، ده ته ویل شوي چې افغانستان ته به ځي او هلته به ځانمرګی برید کوي.

د انځور حقوق Other
Image caption دغه ۱۴ کلن ځوان د یوه طالب له خوا ځانمرګي برید ته هڅول شوی او ورته ویل شوي چې ښوونځی پرېږدي او له ځانمرګي برید سره به نېغ په نېغه جنت ته ځي.

خو کله چې هغه دېره غازي خان ته بوتلل شو، چې هلته به د صوفیانو پر یوه زیارت برید کوي، خو هغه انکار وکړ.

دی وايي هغه چا چې دی دېره غازي خان ته بېولی و، ورته ویلي یې ول چې په دغه مزار کې موجود کسان تر امریکایانو هم بدتر دي او دغه کسان له مړو مرسته غواړي، چې په وژلو سره به دی نېغ په نېغه جنت ته ځي.

دغه تنکي ځوان وویل چې دا مهال د شمالي وزیرستان په 'میرعلي' ښار کې شاوخوا ۴۰۰ تنکي ځوانان ځانمرګو بریدونو ته چمتووالی نیسي او هلته دوی ته روزنه ورکول کېږي.

دغه ۱۴ کلن ځوان د یوه طالب له خوا ځانمرګي برید ته هڅول شوی او ورته ویل شوي چې ښوونځی پرېږدي او له ځانمرګي برید سره به نېغ په نېغه جنت ته ځي.

عمر عرف ویلي د اپریل پر درېیمه د سخي دربار لپاره برید ته راغلی و، چې درې نور ځايي کسان هم په دې برید کې ښکېل ول.

له نوموړي سره د تېر مارچ په وروستیو کې د پنجاب ایالت بېلابېلو سیمو ته لس نور ځانوژونکي هم استول شوي ول.

ورته مطالب