مارک سېډوېل: د افغانستان وضعیت په ښه کېدو دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
 ښاغلی سېډوېل د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ښاغلی سېډوېل له بي بي سي سره په خپلې دغې ځانګړې مرکه کې د داود اعظمي پوښتنې ځوابوي او په سر کې د هغو پر مختیاوو په اړه غږېږي چې په افغانستان کې د ده د ماموریت پر مهال تر لاسه شوي دی.

په افغانستان کې د ناټو سیاسي استازي د خپل مامویت د پای پر مهال له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې منلې چې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت تر منځ د اړیکو په ځینو برخو کې مخالفتونه او لوړې ژورې شته.

مارک سېډوېل د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله او په افغان حکومت کې د فساد ډیروالی د دا راز مخالفت لوی لاملونه بللي.

ښاغلي سېډوېل دا هم منلې چې د پاکستان په امنیتي ادراو کې ځینې کړۍ د دغه هیواد د سیاسي او پوځي مشرتابه د نظر خلاف په افغانستان کې له حکومت مخالفه اورپکو سره اړیکې پالي.

ښاغلی سېډوېل له بي بي سي سره په خپلې دغې ځانګړې مرکه کې د داود اعظمي پوښتنې ځوابوي او په سر کې د هغو پر مختیاوو په اړه غږېږي چې په افغانستان کې د ده د ماموریت پر مهال تر لاسه شوي دی.

بشپړه مرکه

کله چې زه دوه کاله وړاندې افغانستان ته راغلم ، حالات خورا کړکېچن وو. هغه مهال حکومت مخالفو په سوېل کې خپل ځانونه غښتلي کول او د شمال او لوېدیځ پر لور په خورېدو ول، خو د نورو بهرنیو ځواکونو په راتګ او تېر کال زموږ د هڅو په پایله کې موږ پر هغوی برلاسي شو او طالبان مو په هلمند او کندهار کې د هغوی له اصلي او مهمو مرکزونو وشړل شول. دا راز په دې سره پر ایتلافي ځواکونو باور هم غښتلی شو. د دې پایله دا وه چې موږ د امنیتي مسوولیتونو د لېږد پروسه رامخ ته کړه چې له مخې به یې د ۲۰۱۴ کال تر پایه امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

په همدې لړ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ او په ځانګړې توګه له ناټو سره د اوږدمهاله ستراتیژیکې همکارۍ تړون هم د یو مهم پرمختګ په توګه یادېدی شي. خو لا هم سخته لاره او سختې شېبې په مخ کې دي او دا امکان شته چې ګټل شوی پرمختګ له لاسه ووزي او طالبان ځوابیه جګړې ته دوام ورکړي . له دې هر څه سره سره دا ویل حتمي بولم چې زه اوس په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای په شېبو کې د دې هېواد د حالاتو له اړخه، دوه کاله وړاندې دلته د خپل ماموریت د پیل د مهال په توپیر خورا ډاډه یم.

پوښتنه: دا خبره خو سمه ده چې ناټو او د ایساف ځواکونو په افغانستان کې ځینې هغه سیمې ونیولې چې د وسله والو طالبانو په لاس کې وې. خو که په مجموع کې د طالبانو زور وکتل شي، نو داسې نه ښکاري چې ډېر دې کمزوري شوي وي. د نورو بهرنیو ځواکونو په راتګ او د پوځي عملیاتو سره سره د هغوی روحیه یا مورال لوړ ښکاري. د دوی د جنګیالیو شمېر هم د پخوا په پرتله لږ نه برېښي.

ځواب: د طالبانو جنګیالیو د شمېرې معلومول اسانه خبره نه ده، خو د هغوی د مورال څرنګوالی په زړه پورې پوښتنه ده. زما په باور ښایي د هغو طالبانو مورال چې له پولې ورهاخوا په خپلو خوندي مرکزونو کې دي، لوړ وي خو هغه طالبان چې دننه په افغانستان کې خپلو سیمو ته ورڅېرمه جګړه کوي، تر سخت فشار لاندې دي. یوه بېلګه یې په تېرو څو میاشتو کې د حکومت د سولې او پخلاینې د پروګرام له لارې عادي ژوند ته د سوونه طالبانو ستنېده یادېدی شي . دا راز شاوخوا ۲۰۰۰ نورو وسله والو طالبانو هم له دغه پروګرام سره یو ځای کېدو ته لېوالتیا ښودلې. زموږ په باور د پرمختګ اغېزې څرګندې دي، خو هسې چې مې وړاندې وویل، لا هم اوږده لاره په مخ کې ده.

پوښتنه: خو که موږ په مجموع کې په افغانستان کې د جګړې ستراتيژۍ ته وګورو، او د وسله والو مخالفینو د ماتولو هخې وارزوو، موږ وینو چې بهرنیو ځواکونو په زرګونه وسله وال مخالفین وژلي دي. د جګړې په لومړیو کلونو کې د وسله والو مخالفینو شمېر له لسو تر شلو زرو ښودل کېده، او ویل کېږي چې له ۱۵ څخه تر ۲۵ زرو پورې دي. نو که داسې وي وسله وال مخالفین باید اوس بيخي ختم شوي وای. خو داسې نه ده، او ددې معنی دا ده چې نور وسله وال طالبان په پرله پسې توګه د وژل شوو یا نیول شوو کسانو ځای نیسي. دا حالت د اوسنۍ تګلارې په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي. او داسې ښکاري چې سم کارنه ورکوي، ځکه که تاسې وسله وال طالبان وژنۍ، له بلې خوا نور راځي او د هغو ځای نیسي.

Image caption زما په باور د پاکستان تر څنګه د افغانستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو په امنیتي ادارو کې هم داسې کړۍ شته چې دا وړ اړیکې پالي.

ځواب: البته اورپکي زغم ، پایښت او د بیا راټوکېدو وړتیا لري. له هغوی سره د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د توند لارو مدرسو له منځ چې دواړه هېوادونه یې په بشپړه توګه نه کنټرولوي ، وار په وار نوي جنګیالي هم یو ځای کیږي. خو دا یادول هم ضروري دی چې شاوخوا ۸۰ سلنه مخالفان په خپلو اړونده ولسوالیو کې د خپلو استوګنو سیمو ته ورڅیرمه جګړه کوي. که ځه هم دغه کسان تر یوه ځایه د طالبانو له لورې سمبالېږي او په ځینو ځایونو کې تشویقېږي، خو دا چې خلک ولې له ياغیانو سره یو ځای کېږي، په عمومي توګه ځایي لاملونه لري. د ساري په ډول قومي او قبیلوي اختلافونه او له هغو ځایی جنګ سالارانو سره د خلکو د مخالفت یادونه کولی شو چې په حکومت کې یې دروند اغېز تر لاسه کړی دی. دا هغه یو شمېر لاملونه دي چې یاغیانو ته د بیا را د بره کېدو وړتیا ورکوي. خو پکار ده چې د افغانستان دننه او د افغانستان له پولو بهر د هغو بنسټونو چاره وشي چې اورپکې زیږوي او وده ورکوي .

پوښتنه: همدغه هغه څه دي چې ولسمشر کرزی یې په اړه غوښتنې کوي، چې د ناامنۍ له هغو سببونو او ریښو او پټن ځایونو سره مبارزه وشي، چې د ده په وینا د افغانستان له پولو بهر دي. نو تاسې څه فکر کوﺉ چې په دې اړه به نوې تګلاره څه وي، او تاسې به په دې اړه څه کوﺉ؟

ځواب: موږ د پټن ځایونو په اړه له پاکستان سره په ګډه کار کوو. خولکه تاسو چې پوهیږﺉ، پاکستان له دې اړخه پخپله هم له پاکستاني طالبانو سره په سخته جګړه کې ښکېل دی. پاکستاني طالبان هم د منځنۍ پېړۍ پېر ته د ورته رژیم د جوړولو په هڅه کې دي یعنې هغه څه چې دلته طالبانو له افغانستان سره کړي وو. معنی دا چې پاکستان پخپله دا مهال په سخته پوخته کې ښکېل دی. له دې سره سره زموږ لېوالتیا دا ده چې په دغه هېواد کې د اورپکو د مرکزونو خلاف اغېزمن ګامونه واخیستل شي . خو دا باید له یاده ونه باسو چې په افغانستان کې دننه د بغاوت دوام خپل لاملونه هم لري. داسې چې دلته تر ۸۰ سلنې زیات مخالفان په خپلو سیمو کې دننه جنګېږي اوموږ دا نه شو ویلای چې دوی د پاکستان له کبله جنګېږي، ځکه سبب یې تر ډېره د کور دننه دی. لکه ځایي شخړې اونا امنۍ. پکار ده چې دغو لاملونو ته هم پوره پام وشي. البته د سولې ولایتي شوراګانې به پر دغو ستونزو په پوهېدو او د هغې په اوارېدو کې مهم رول ولوبوي.

پوښتنه: او له افغانستانه بهر د اورپکۍ د سببونو په اړه تاسې څه وایاست، د هغو په اړه به څه کوي؟

ځواب: دغه لاملونه هم په ډیرو برخو کې له یو بل سره ورته والی لري. ما وړاندې په قبایلي سیمو کې د خپل سرو مدرسو د شته والي یادونه وکړه. په دغو قبایلي سیمو کې قانون نه چلیږي. دا داسې سختې سیمي دی چې افغانستان او پاکستان یو هم پرې خپل اغیز پرییستی نشي . البته پاکستان د لومړي ځل لپاره هڅه پیل کړې چې دغه سیمې چې کله هم پکې د حکومت واکداري نه وه ، په خپل کنټرول کۍ راولي . څرګنده ده چې دا به یوه سخته او اوږده مبارزه وي. خو زه یو ځل بیا هم پخپله د افغانستان دننه د بغاوت د لاملونو یادونه کوم . پکار دا ده چې حکومت د دغو لاملونو د ختمولو لپاره خپله وړتیا لوړه کړي او تر هر لومړی د فساد مخه ونیسي.

پوښتنه: یو شمېر افغان چارواکو په پاکستاني حکومتي دستګاه کې پر ځينو عناصرو تورلګولی، مدرسې د دوی لپاره یوه لانجه ده، خو دوی پر دغو عناصرو تور لګوي چې له اورپکو سره تماس لري، او دا هغه څه دي چې د برتانیې لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون هم تېر کال اشاره ورته وکړه، ایا تاسې فکر کوﺉ چې دغه تماسونه اوس هم شته؟

ځواب: زما په باور د پاکستان تر څنګه د افغانستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو په امنیتي ادارو کې هم داسې کړۍ شته چې دا وړ اړیکې پالي، خو د پاکستان پوځي او ملکي مشر تابه له جنرال کیاني نیولې بیا تر لومړي وزیر ګیلاني او ولسمشر زرداري پورې ټولو دا په ډاګه کړې چې د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی. هغوی دا ژمنه هم کړې چې په خپل ټول وس به په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي. دا راز د پاکستان پوځ د جنرال کیاني تر قوماندې لاندې په لومړي ځل د حکومت په ولکه کې د قانون له واکمنۍ نه د دغو وتلو سیمود ورتلو لپاره جګړه پیل کړې او په وروستیو څو کلونو کې یې په دغه جګړه کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري وژل شوي . نو موږ باید هغه درون ګواښ چې دا مهال پاکستان ورسره مخامخ دی له پامه ونه باسو.

پوښتنه: افغانان وايي چې دا سمه ده چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې ثبات غواړي، خو دوی د خپلې خوښې ثبات غواړي او د افغانستان په غم کې نه دي، نو تاسې دغه دوې جلا ګټې څنګه سره هم غاړې کوﺉ؟

ځواب: زما په باور د افغانستان ټولو ګاونډیانو ته په دې پوهېدل پکار دي چې ګریټ ګیم یا لویه لوبه نوره پای ته رسېدلې او افغانستان هم نور د سیمه يیزې سیالۍ ډګر نه دی. افغانستان نن یو خپلواک هېواد دی او د خپل راتلونکي برخلیک په اړه پرېکړه پخپله د افغانستان د خکو د واک او ارادې خبره ده. دا راز افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو پالل غواړي او هیڅ چا ته ګواښ نه جوړوي. خو زما په باور په ځینو هېوادونو کې لا هم ځینې داسې کړۍ او عناصر شته چې د افغانستان بې ثباتي له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پر پاللو غوره بولي. البته څرګنده ده چې د افغانستان بې ثباتي د هغه د هېڅ ګاونډي په ګټه نه ده او تجربې ښودلې چې دلته هر ډول بیثباتي په اسانۍ له پولو اوښتی او او په ټوله سیمه کې خوریدی شي .

پوښتنه: ایا تاسې فکر کوﺉ چې په ګاونډيو هېوادونو کې دغه احساس اوس پیدا شوی چې دوی پرخپلې تګلارې له سره غور کړي او خپل دیدلوری بدل کړي؟

ځواب: زما په ګومان د افغانستان هر ګاونډي په دې اړه خپل ځانګړی نظر او ځانګړی استدلال لري ، خو په دې مینځ کې د پاکستان مشرتابه په څرګنده دا ویلي چې با ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی. البته په حکومت کې ځینې نور داسې عناصر هم شته چې د پاکستان د سیاسي مشرتابه د نظر مخالف دي او مایې په پاکستاني مطبوعاتو کې نظرونه هم لوستي خو په دې مینځ کې پخپله د پاکستان د مشر تابه دریځ مهم دی او دغه دریځ په افغانستان کې د ثبات پر ملاتړ ولاړ دی.

پوښتنه: تاسې د پاکستاني مطبوعاتي خپرنیو یادونه وکړه، خو که چېرې موږ افغان مطبوعاتو ته وګورو، نو وايي چې برتانیا پاکستان ته ډېره نژدې ده او د امریکا په پرتله یې د پاکستان په اړه دريځ نرم دی . د پاکستان او برتانیاه ترمنځ نژدېوالی څه ډدول دی؟

ځواب: البته چې برتانیا د نورو لویدیځو هیوادونو په توپیر له پاکستان سره د اوږدې مودې ژورې اړیکي لري او لامل یې هم په سیمه کې د برتانیا تاریخي ښکیلتیا بلل کیدی شي. دا راز د برتانیا څه باندې یو میلیون اتباع هم په خټه پاکستانیان دي. خو د دې معنی دا نه ده چې ګنې د پاکستان په اړه د برتانیا او امریکا تګلارې سر ویشلې دي.

البته د دواړو هیوادونو چارواکي د غه تګلارې په خپله خپله ژبه څرګندوي. موږ د پاکستان دننه د سولې او ثبات د غښتلتیا په برخه د مناسبو تګلارو د ملاتړ او دا راز په سیمه کې د سولې او ثبات د غښتلیا لپاره د پاکستان د سیمه یزه تګلارو د ملاتړ په اړه د لومړي وزیر کاميرون ، ولسمشر اوباما ، د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر ویلیم هېګ او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن څرګندونې اورېدلې چې له لویه سره له یو بل سره ورته والی لري.

۲۰۱۱ کال به پریکنده کال وي ، خو دا ویل چې کوم کال مهم دی اسانه خبره ده. زما په باور ۲۰۱۰ کال هم مهم کال وو. په ۲۰۱۰ کال کې پر یاغیانو برلاسه کیدود نووښت د اخیستو پریکړه عملي شوه چې زموږ اتلاف یې ډاډه کړ او په دوه ۲۰۱۱ کال کې به هم همدغه پرمختیا وده مومي . موږ ته پکار ده چې له پلان سره سم د انتقال د بهیر او له افغانستان سره د اوږد مهالې ملګرتیا پلي کېدل یقیني کړو. دا ډول به موږ په خپل ټول وس د افغانستان د لانجې د سیاسي حل ملاتړ هم کوو چې اوس یې وخت رارسېدلی.

یو چا ته پکار ده چې لومړنی ګام واخلي او دا چې افغان حکومت دغه ګام پورته کړی ، دا یې د زړورتیا نښه ده. زما په ګمان اوس د افغانستان د لانجې د سوله ییز حل وخت رارسېدلی دی. البته د سولې بهیر یواځې د طالبانو په اړه نه دی، دا مهال د جګړې په ډګر کې هم پرمختیا روانه ده او دا راز د انتقال د بهیر د مخې ته کیدو او له افغانستان سره پر اوږد مهاله همکارۍ د سلا کیدو په پایله کې د افغانستان د راتلونکي ثبات چوکاټ په جوړیدو دی. دې ته په کتو طالبان او نور مخالفان باید په دې وپوهیږي چې په راتلونکې کې هغوی ته په مخالف دریځ کې د پاتې کیدو فرصت نه پاتې کیږي. په اصل کې د سولې بهیر له لویه سره د ټولو هغو اختلافونو او لانجو حل ته متوجه دی چې په افغانستان کې د

نا امنۍ لامل جوړیږي. دا راز په دغه بهیر کې سیمه یز ثبات او له ګاونډیانو سره د افغانستان د اړیکو څرنګوالي ته هم پام کیږي.

طالبان به هم د وخت په تیریدو او پرې د فشار د ډیریدو په بایله کې په دې پوه شي چې د جګړې ډګر ته د ځوانو طالبانو په استول کیدو او وژل کیدو دغه لانجه نه غوڅیږي.

پوښتنه: ۲۰۱۱ کال داسې ښکاري چې ډېر مهم کال به وي، د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل څخه نیولې، د سولې تر پروسې او ځینې نور مهم کنفرانسونه، ایا تاسې فکر کوﺉ چې ۲۰۱۰ کال به یو پرېکړنده کال وي، که څه هم د ۲۰۰۱ کال راهیسې هر کال د افغانستان لپاره مهم وو. خو ایاسې فکر کوﺉ چې سږ کال به تر هغه نورو ډېر مهم وي.

ځواب: زما په باور هره سیمه ییزه بې ثباتې د افغانستان په څیر په وچه کې په ایسار هیواد منفي اغیز پریستی شي. افغانستان په یوه سخت او له سیالۍ نه ډک ګاونډ کې راګیر دی او د خپلې کڼ ملیتیزې ځانګړتیا له کبله ، له دا وړ هره سیالۍ او ډلبازي نه اغیزمن کیږي. زما په ګمان به ګاونډیان کوم داسې ګام وانخلي چې پایله یې د افغانستان بې ثباتي راووځي بلکه ورته ښایي چې تر ډیره د افغانستان د ثبات په اړه فکروکړي. دغه هدف ته د رسیدو لپاره پکار ده چې ګاونډي هیوادونه د افغانستان د ثبات لپاره د لانجې د سیاسي او دپلوماتیک حل په تړاوو د نړویوالې ټولنې له لورې د مخې ته شوې تګلارې ملاتړ وکړي. همدا یو نوی حقیقت دی او هغوی ته پکار ده چې خپلې تګلارې له همدغه حقیقت سره سمې او برابرې کړي.

پوښتنه: د سیمه ییزو سیالیو او ترګبنیو تاثیر ستاسې په فکر پر افغانستان څه دی، ځکه افغانان وايي چې سیمه ییز هېوادونه له کلونو راهیسې په افغانستان کې لاس وهنه کوي او د یوې یا بلې ډلې ملاتړ یې کړی. که چېرې دغه هېوادونه خپل منځي لانجې هوارې کړي، نو افغانستان پرکراره شي، ایا تاسې فکر کوﺉ چې د دغو هېوادونو خپل منځي سیالۍ پر افغانستان منفي اغېز کوي؟

ځواب: ټول پوهیږو چې د اتلافي ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د وژل کیدو پیښې د ترینګلتیا د ډیریدو تر ټولو لوی لامل بلل کیږي. البته زموږ هڅه دا ده چې په دا وړ پیښو کې تر وسه وسه کمی راشي . البته د اختلاف ځینې نور ټکي هم شته چې د ګډ دریځ د خپلولو لپاره پرې په پرله پسې توګه کار کیږي.

پوښتنه: د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې د غړو ترمنځ ههم ترینګلتیا شته، یو شمېر داسې خبرې شته چې دوی یې په اړه په یوه سلا نه دي، د دغو ترینګلتیاوو او ناخوښیو عواقب یا پایلې ستاسې په نظر څه دي؟

ځواب: البته چې یو څه ترینګلتیا شته او موږ له افغان حکومت سره د اړیکو په ځینو برخو کې لوړې ژورې لرو. ما همدا اوس د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د لویریځ اتلاف د مشرانو په اړه یو کتاب لوسته، هغوی هم په څرګنده په خپلو کې ویشلي نظرونه درلودل ، خو هغوی دا وړتیا درلوده چې دغه خپل منځي اختلافونه له خلکو او مطبوعاتو پت وساتي. زما په باور پکار دا ده چې د ځینو دا ډول مسایلو د بربنډیرو مخه ونیول شي او ټول پام پر اصلي خبرې یعنې په افغانستان کې دثبات په خوندې کیدو ورټول شي.

پوښتنه: ځینې افغان چارواکي وايي چې نړیواله ټولنه یا د نړیوالې ټولنې ځینې غړي د افغانستان په چارو کې ډېره زیاته لاس وهنه کوي، دوی وايي چې بهرنیان هڅه کوي چې پربېلو کچو پرېکړو تاثیر واچوي؟

ځواب: زه یقیني یم چې ځینې افغان چارواکي دغه خبره کوي او د هغو پریکړو ملامتیا پر نړیوالې ټولنې اچوي چې په سمه توګه نه عملي کیږي. خو زه دا ویل هم غواړم چې موږ په افغانستان کې لویه پانګونه کړې او د افغانستان د ثبات لپاره مو د خپلو ۱۵۰ زره سرتیرو ژوند په ګواښ کې اچولی. حال دا چې په حکومتي ادارو کې فساد د افغانستان پر ثبات خورا ناوړه اغیز پرییستی . له همدې کبله موږ د فساد په وړاندې سخت دریځ نیولی او د فساد په ختمولو ټینګار لرو. دا راز مو له بېلابېلو افغان چارواکو سره وخت په وخت په دې اړه په سخته ژبه خبرې هم کړې دي. پخپله افغان ولسمشر او لوی څارنوال هم څو ورځې وړاندې یو ځل بیا د دغه ګواښ له اړخه خبرداری ورکړ. له لویه سره د افغانستان ثبات زموږ د ټولو هڅه ده، خو ځینې خلک دغه هدف ته د رسېدو په وړاندې خنډ جوړېږي چې باید له لارې ایسته کړای شي.

پوښتنه: زما وروستۍ پوښتنه د افغانستان د راتلونکي په اړه ده، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیتونو سپارنه پیلېږي، یو شمېر نور لوی پړاوونه په مخکې دي، تاسې خپله افغانستان تر ۲۰۱۴ ورسته څنګه وينۍ، ځکه تر دې مهاله ټاکل شوې چې امنيتي مسؤولیت افغانانو ته وسپارل شي.

ځواب: زما په باور به افغان ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته د هېواد د امنیتي مسوولیتونو د اخیستو وړتیا ولري او دا به یو دراماتیک بدلون وي. له هغې وروسته به خلک په خپلو سیمو کې د بهرنیو سرتېرو ګزمې نه ویني او پر ځای به یې افغان سرتېري دغه دنده سر ته رسوي. البته دا به افغانستان کې زموږ د پوځي حضور د ختم په معنی نه وی خو دغه حضور به د اوس په څېر ډېر څرګند هم نه وي، بلکې موږ به د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتي او لوژیستیکي ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړو او د اړتیا وړ پوځي ټيکنالوجي به ورکوو.

زه په خواشينۍ سره دا ویل هم غواړم چې لا به هغه مهال هم افغانستان د نړۍ یو بېوزلی هېواد وي او له کبله به یې بې ثباتي د نشه يي توکو د قاچاقو ، یو لړ قومي مخالفتونو او ترهګریزو فعالیتونو په بڼه تر یوه بریده دوام ومومي. لنډه دا چې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم یو ستونزمن هېواد وي او د بې وزلۍ په ګډون به له ګڼو ننګونو سره مخامخ وي. خو هیله دا ده چې ډېرې دغه ننګونې د اوس خلاف د نا امنۍ پر ځای تر ډېره د زده کړو، روغتیا او د ټولنیز ژوند د نورو اړخونو له لورې وي. دا راز هیله دا ده چې تر هغه مهاله به یاغیان عادي او سوله يیز ژوند ته ستانه شوي وي.

ورته مطالب