ولسمشر کرزی وايي ډېره ژر به لويه جرګه را وغواړي

ښاغلی کرزی
Image caption ښاغلي کرزي وويل که امريکا غواړي په افغانستان کې پاتې شي نو د افغانانو غوښتنې بايد ومني.

ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ چې په شاوخوا دريو مياشتو کې به د هېواد د ځينو مهمو مسايلو په اړه د پرېکړې لپاره لويه جرګه راوغواړي.

ښاغلي کرزي د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د امريکا- افغانستان تر منځ د ستراتيژيکې ملګرتيا د تړون په اړه يوه خبري غونډې ته وويل، لويه جرګه به د همدغه تړون په اړه پرېکړه کوي .

ولسمشر کرزي تېر کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال هم د ځينو مسايلو پر سر د بحث لپاره د لويې جرګې د راغوښتلو ژمنه کړې وه .

له څه مودې راهيسې د کابل او واشينګټن تر منځ د ستراتيژيکې ملګرتيا په اړه د خبرو اترو لپاره پلاوي هم تللي راغلي او بحثونه هم شوي دي . خو باور دا دی چې لويه جرګه به د ستراتيژيکې ملګرتيا په اړه د بحثونو په لړ کې د امريکا د اوږدمهاله اډو پر غوښتنې هم بحثونه وکړي.

ولسمشر حامد کرزي هم پخپله ننۍ غونډه کې دغې خبرې ته اشاره وکړه او ويې ويل: ((که چېرې امريکا په افغانستان کې پاتې کېدل غواړي، بايد زموږ غوښتنې ومني.))

ښاغلي کرزي د خپلو غوښتنو په اړه ډېر جزيات ور نه کړل خو دومره يې وويل : ((له امريکا څخه زموږ جدي غوښتنه داده، چې د افغانستان دولت او ځواکونه پياوړي کړي او پخپلو پوځي او ملکي کړنو کې بدلون راولي.))

په افغانستان کې د امريکا د اوږدمهاله اډو په اړه روسيې او ايران لا له وړاندې اندېښنې په ډاګه کړې، خو ولسمشر کرزی ټينګار کوي، له امريکا سره د داسې ملګرتيا پلوی دی، چې ګاونډيانو ته ګواښ نه وي.

د افغانستان د اساسي قانون په يوسلو يوولسمه ماده راغلي : (( لويه جرګه په دغو حالاتو کې دايرېږي: د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت ، ځمکنۍ بشپړتيا او سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول ...))

ورته مطالب