رحماني : ترکيه غواړي طالبانو ته سياسي دفتر پرانيزي

رحماني
Image caption مولوي ارسلا رحماني وايي طالبان هم ښايي دغه وړانديز ومني

د افغانستان د مشرانو جرگې او د سولې د عالي شورا غړى مولوى ارسلا رحماني بي بي سي ته وويل چې ترکيه په خپله خاوره طالبانو ته د سياسي دفتر پرانيستلو پر مسالې غور کوي .

د طالبانو په واکمنۍ کې د حج او اوقافو وزير ارسلا رحماني په ډاگه کړې چې انقره غواړي د سولې د خبرو د غوړاوي لپاره په دې توگه طالبانو ته رسمي ادرس ورکړي .

د ايسوسيتيد پريس خبري اژانس د ترکيې د بهرنيو چارو د وزارت د يوۀ چارواکي له خولې ، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى ، دا خبره تاييد کړې ده .

خبري اژانس د ترکي چارواکو له خولې وايي تر اوسه طالبانو دغه ډول غوښتنه ورڅخه نه ده کړې خو که يې وکړي نو دوى به پرې غور وکړي .

مولوي ارسلا رحماني بي بي سي ته وويل په وروستي ځل چې ولسمشران حامد کرزى او اصف زرداري انقرې ته تللي وو دغه مساله مطرح شوه .

تر اوسه پورې د طالبانو دريځ په دې باب څرگند نه دى خو مولوي ارسلا رحماني په دې باور دى چې هغوى به يې هرکلى وکړي .

په تيرو وختونو کې ډيرو د طالبانو د پتې او درک نشتوالى د خبرو اترو په لار کې خنډ بللى و .

د سياسي چارو شننونکي په دې باور دي چې که چيرې په رښتيا وسله والو طالبانو ته په ترکيه کې د سياسي دفتر د پرانيستلو اجازه ورکړل شي دا به د سولې د خبرو اترو په برخه کې تر ټولو لوى پرمختگ وي .

ورته مطالب