ناټو وايي په سرحدي سیمو کې د اورپکو د ځپلو عملیات پیل کړي

ایساف سرتېري
Image caption د پراخو یرغلیزو عملیاتو دغه روانه لړۍ تر ډیره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د هغې تګلارې یوه برخه یادیږي چې وایي: په روان کال کې به د پوځي عملیاتو نوښت د دغو ځواکونو په لاس وي.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه ایساف وایي په دې وروستیو کې یې په دغه هېواد کې د اورپکو په وړاندې خپل عملیات پراخ کړي او همدا اوس نژدې په سم نیمایي افغانستان کې د دغو ځواکونو عملیات روان دي.

ایساف له بي بي سي سره په خبرو کې دغه عملیات په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره مهم بللي او وایي، د دغو عملیاتو ډیره برخه د هیواد په ختیځ او سوېل کې پولې ته څېرمه سیمو کې ترسره کېږي.

ایساف ویلي له افغان ځواکونو سره په ګډه د پراخې کچې دغو روانو یرغلیزو عملیاتو کې یې خپل ډېر پام له پاکستان سره ګډې پولې ته په څیرمه سیمو ورټول کړی، او دلیل یې هم دا په ګوته کوي چې اورپکي ګواکې افغانستان ته د جګړې لپاره له همدغو لارو وراوړي.

په افغانستان کې د ناټو په مشری میشت بهرني ځواکونه د طالبانو له لورې د ځوابیه بریدونو ګواښ نه ردوي او وایي، کېدای شي په ځینو سیمو کې طالبان بیرته د هغوی له لاسه د وتلو سیمو د ولکه کولو هڅه وکړي. خو زیاتوي چې نه یوازې د اورپکو دا وړ هڅې به بې نتیجې وي، بلکې د وخت په تېرېدو به د هغوی د فعالیت سیمې لاپسې محدودې شي.

د ایساف یوه ویاند جګړن مایکل جانس بي بي سي ته وویل، اصلي هدف دا دی چې له دغو عملیاتو سره په سرحدي سیمو کې امنیت تینګ شي او پرمختیایي چارو ته زمینه برابره شي: ''زموږ عملیات په نیمایي هیواد کې روان دي، چې د افغانستان په ختیځ او سویلي سیمو کې ترسره کیږي. د دغو عملیاتو ډیر برخه په پولې ته څیرمه سیمو کې ترسره کیږي چې دغلته د اورپکو خوځښتونه محدود کړي او د هغوی پټنځایونه له منځه یوړل شي. د ښه امنیت، ښې حکومتوالۍ او ښه پرمختګ ته زمینه برابرول هغه څه دي چې افغانستان یې پرمټ کولی شي په خپله خپل خیال وساتي.''

ښاغلی جانس که څه هم د دغو عملیاتو په اړه کره شمیرې نه ورکوي خو وایي: یوازې په ختیځ کنړ ولایت کې یې په تیرو دوو اوونیو کې د عملیاتو پرمهال شاخوا سل اورپکي وژلي دي. په ختیځ کې کنړ او په سویل کې کندهار د دغو عملیاتو ښې بیلګې په ګوته کیږي، خو آیا په ریښتیا هم په هغو سیمو کې چې ایساف عملیات کوي امنیت ښه شوی دی: ''زما نوم ګل محمد دی د کندهار اوسیدونکی یم. سمه ده چې عملیات وشول او ځینې سیمې حکومت ته په ګوتو ورغلې خو اوس هم هلته حالت شه نه دی. تر دې وړاندې طالبان د ورځې هلته ګرځیدل اوس د شپې هلته خپل فعالیت کوي.''

ځینې نور بیا په دې اند دي چې له وسله والو مخالفینو څخه د سیمو له نیولو د هغې ساتل مهم دي: ''نوم مې حمیدالله د کنړ اوسیدونکی یم. بهرني ځواکونه، ملی پوځ او پولیس پر یوه ځای برید کوي، هغه نیسي، خو له دې چې ساتلی یې نشي څو ورځې وروسته طالبان بیرته دغو سیمو ته بیرته راشي. نو موږ وایو چې د دغو شان عملیاتو ګټه څه ده؟''

ځینې افغان چارواکي هم په سرحدي سیمو کې د امنیت ټینګښت مهم بولي. په ختیځ کې نورستان چې له پاکستان سره ګډه پوله لري په همدې ډله کې راځي. د دغه ولایت والي جمال الدین بدرد ایساف د انګیرنو خلاف په خپل ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو د ډیریدو له اړخه اندیښمن دی. نوموړی وایي که چیرې حکومت په دغه ولایت کې د له لاسه وتلو ولسوالیو د بیرته لاندې کولو تکل ونکړي نو په خبره یې د نورستان په ګاونډ کې پرتو ولایتونو ته به هم د نا امنیو لمن وغځیږي.

بل لوری وسله وال طالبان وایي: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ډیر زیان ملکي وګړو ته اوړي. په دې لړ کې وسله والو طالبانو د هغو پیښو یو نوملړ هم له رسینو سره شریک کړی چې په ترڅ کې یې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو له اړخه ملکي وګړو ته اوښتو زیانونو ته ګوته نیول شوې ده.

Image caption ایساف د ملکي تلفاتو له اړخه د طالبانو ادعا نا سمه او له حقیقته لرې بولي

خو ایساف د ملکي تلفاتو له اړخه د طالبانو ادعا نا سمه او له حقیقته لرې بولي:

''دغه ادعاوې په بشپړه توګه بې بنسټه دي. د نړیوالو ادارو هغه رپوټونه چې موږ یې په اړه خبر یو دا په ګوته کوي چې اورپکي د څه باندې ۷۰ سلنې مرګ ژوبلې مسوول دي او په دې برخه کې وروستی رپوټ ښیي چې د آیساف د عملیاتو پرمهال د ملکی وګړو مرګ ژوبله د تیر په پرتله لږ شوې ده. ''

د پراخو یرغلیزو عملیاتو دغه روانه لړۍ تر ډیره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د هغې تګلارې یوه برخه یادیږي چې وایي: په روان کال کې به د پوځي عملیاتو نوښت د دغو ځواکونو په لاس وي.

تر دې وړاندې چارواکو ویلي وو ښایي د هوا په تودیدو اورپکي په دغه هیواد کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه ډیر کړي، خو د آیساف له دې تازه څرګندونو داسې ښکاري چې ګواکې اوس لومړی ګوزار د ناټو په مشرۍ بهرنیو ځواکونو کړی دی

ورته مطالب