ټلوالې پر قدافي د واک پرېښودو غږ وکړ

قطر غونډه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برتيانيې او قطر په غونډه کې په څرګندو ټکو له قدافي د واک پرېښودو غوښتنه وکړه.

په لېبيا کې د پوځي عملياتو په ملاتړ درېدلې ټلوالې يو ځلې بيا له ډګروال معمر القدافي وغوښتل چې له واکه لاس واخلي.

دغې ټلوالې په قطر کې د خپلې غونډې په پای کې په یوه ورکړل شوي بيان کې ويلي چې لېبيايي مشر خپل باور له لاسه ورکړی او تصميم ښوول شوی چې ټول اړين ګامونه به پورته کوي چې په دغه هېواد کې د ولسي وګړو دفاع او ساتنه وکړي.

د بي بي سي د دپلوماتيکو چارو خبريال جېمز روبن په خپل راپور کې کاږي چې د ډګروال قدافي پر ضد د ټلوالې مخکښ هېوادونه هيله من دي چې د دوی د عرب متحدينو په کوربه توب دغه غونډه به لېبیايي مخالفين، پياوړي او حکومت کمزوری کړي.

د غونډې د پر مخ بيوونکو، برتانيې او قطر په وروستي بيان کې پخوانۍ ژبه سخته شوې او په څرګندو ټکو کې ويل شوي چې ډګروال قدافي بايد واک پرېږدي.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ په دې کې د قدافي رژيم ته يو پياوړی پيغام ګوري.

ښاغلي هېګ وويل: (( په دې برخه کې مو بايد د بري لپاره ځواب قوي او هدف مو پياوړی وي. موږ د خلکو ژوند خوندي کوو او د لېبيا له خلکو سره مرسته کوو چې خپل راتلونکی پخپله وټاکي او د سخت کړکېچ پر مهال د نړۍ په دغې مهمه برخه کې د ټيکاو له راوستو سره مرسته کوو.))

د قطر په خبرو کې مخالفو لېبيايي ياغيانو ته د پيسو د ورکولو پر لارو چارو د غور هوکړه هم وشوه، خو لا په دې برخه کې ژمنې ډېرې کلکې نه وې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی بان وايی دا ډېره مهمه ده چې نړيواله ټولنه په همغږۍ عمل کوي.

د قطر غونډې دارنګه د لېبیا مخالف سياسي مشرتوب او موقتي شوری تاييد کړه چې دا هم يو مهم پرمختګ بلل کيږي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون په لېبيا کې د بشري کړکېچ د پراخېدو خبرداری ورکړ. بانکي مون وويل چې ښايي په لېبیا کې تر درې نيم ميليونه زيات خلک مرستو ته اړتيا ولري.

ده وويل: (( دا ډېره مهمه ده چې نړيواله ټولنه په همغږۍ سره عمل کوي. خبره مو يوه ده او د لېبيا د خلکو لپاره پر واحد تګلوري کار ته دوام ورکوو.))

په داسې حال کې چې د لېبيا په تړاو په ستراتيژۍ او تکتيک دواړو برخو کې نړيوال توپيرونه موجود دي د بانکي مون له دغو خبرو کېدی شي، د يو ډول ګوت نيونې تعبير وشي.

برتانيا او فرانسه د ناټو پر نورو غړو فشار اچوي چې پر لېبيا د هوايي ګوزارونو لپاره نورې الوتکې برابرې کړي.

يوه فرانسوي چارواکي ويلي چې همدا اوس لس الوتکې کمې دي چې هره ورځ دې پر لېبيا هوايي ګوزارونه تر سره شي.

له اېټاليې ، هسپانيې او هالنډ نه به وغوښتل شي چې د دغه کمي لپاره ګام پورته کړي او پر امريکا به هم فشار راوړل شي چې له هوايي عملياتو د وتلو خپله کړې پرېکړه واړوي.

لېبيايي مخالف مشرانو د قطر په غونډه کې څرګنده کړه چې د ډګروال قدافي د پرځولو او د لېبيا د راتلونکې لپاره، ناټو ورته حياتي ارزښت لري.

ورته مطالب