په پکتيا، کندهار او کابل کې ځانمرګي بريدونه شوي

پکتيا
Image caption ځانمرګو د پوليسو روزنيز مرکز په نښه کړی دی.

د افغانستان د سویل ختيځ پکتيا ولايت چارواکي وايي چې ځانمرګو بريدګرو په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه مرکز بريد کړی دی.

امنيتي چارواکي تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي ، خو د ولايتي روغتون چارواکي وايي چې تر اوسه دوی ته پنځه پوليس ور وړل شوي چې درې يې مړه او دوه يې ټپيان دي.

ځانمرګو بريدګرو نن سهار د سيمه ييزو پوليسو هغه مرکز په نښه کړ چې دوی ته په کې روزنه ورکول کېده.

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په بريد کې څلورو ځانمرګو برخه لرله چې دوه يې امنيتي ځواکونو له بريد کولو وړاندې وژلي ، درييم يې چاودنه کړې او څلورم هغه يې لادرکه دی.

دوی وايي پوليس د لادرکه شوي ځانمرګي بريدګر د موندلو په لټه کې دي.

تر اوسه لا د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

وسله والو طالبانو رسنيو ته ويلي چې بريد دوی کړی دی او ګڼو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

بل خوا د کابل په سويل ختيزه ولسوالۍ موسهي کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې څلور کسان ټپيان شوي چې درې يې ملي پوليس دي.

پېښه د يوه ډينا موټر په واسطه شوې چې د کورنيو چارو وزارت په وينا لرګي په کې بار وو.

چاودنه د ولسوالۍ د انګړ په دروازه کې شوې چې د ولسوالۍ ودانۍ ته يې زيان اړولی دی او ترڅنګ يې ولاړ موټر هم ويجاړ کړي دي.

طالبانو د پېښې مسووليت منلی دی.

ځايي امنيتي چارواکي وايي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

پر همدې مهال نن سهار په کندهار ولايت کې هم يوه ځانمرګي بريد د يوه پوليس په ګډون درې تنه ټپيان کړي دي.

ځايي چارواکي چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې له سيمې د آيساف ځواکونو کتار تېرېده.

په وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدو شمېر زيات شوی او ډير کله دا بريدونه ډله ييز وي.

يوه اوونۍ وړاندې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې هم يوه ډله ييز ځانمرګي بريد له لسو زياتو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله.

ورته مطالب