د پاکستان لومړی وزير کابل ته راځي

کرزی او ګيلاني د انځور حقوق Getty
Image caption دا په تېرو شپږو مياشتو کې کابل ته دپاکستان د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني دويم سفر دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا گيلاني به سبا شنبه پر يو ورځنې سفر کابل ته راشي او له ولسمشر حامد کرزي، د سولې د عالې شورا له چارواکو او ځينو نورو لوړپوړو چارواکو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ارګ يوه وياند حامد علمي بي بي سي ته وويل د خبرو په ترڅ کې به په افغانستان کې د روغې جوړې د بهير، ترهگرۍ ضد جگړې،سوداگريز اړيکو، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو او ځينو نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.

خو د پاکستان د چارو افغان کارپوه احمد سعيدي وايي چې دا د ښاغلي گيلاني د سفر ظاهري بڼه ده. دی وايي تر پردې لاندې ښاغلى گيلاني او ښاغلى کرزی امريکا دا پيغام رسول غواړي چې اوس د دوى اړيکي د پخوا په پرتله ډېر ټينگ شوي دي.

خو يو شمېر نور کارپوهان وايي چې د افغانستان او پاکستان د نژدې کېدو يو لامل دادى چې اوس پاکستان هم د ترهگرۍ سره لاس او گريوان دى.

دا په شپږو مياشتو کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير دويم سفر دى. افغان چارواکي وايي د نوموړي لومړي سفر هم، دواړو هېوادونو ته ځينې لاس ته راوړنې لرلې.

پاکستان له افغانستان سره شاوخوا پېنځه سوه ميلونه مرسته اعلان کړې وه چې يوه برخه يې په دغه هېواد د سړکونو په جوړولو لګېدلې ده.

سره له دې چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان اړيکي تاوده شوي ښکاري خو يو شمېر افغانان بيا هم د پاکستان پر نيت شک کوي او وايي پاکستان د هند د سيالۍ له امله له افغانستان سره په سم زړه مرسته نه کوي.

ورته مطالب