د کندهار امنيه قوماندان په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

خان محمد مجاهد د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کندهار پر امنيه قوماندان باندې تېر کال هم دوه مرګوني بريدونه وشول خو دی ترې روغ وتلی و.

نن ماسپين شاو خوا دوه نيمې بجې د کندهار په امنيه قوماندانۍ کې ځانمرګی بريد شوی دی .

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي بي بي سي ته وويل چې ځانمرګی د پوليسو په جامو کې قوماندانۍ ته ننوتلی و.

ده وويل د لومړنيو معلوماتو له مخې په بريد کې امنيه قوماندان خان محمد مجاهد او دوه پوليس وژل شوي دي.

د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي چې تر لسو ډېر پوليس يې وژلي دي.

ولسمشر کرزي دغه بريد په کلکه غندلی دی او له دې کبله يې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده . ارګ په يوه ويناپاڼه کې ويلي په بريد کې پر ښاغلي مجاهد سربېره دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

ويناپاڼې ويلي د ښاغلي مجاهد په هڅو په دې وروستيو کې د کندهار امنيتي حالت ښه شوی و.

پر ښاغلي مجاهد باندې تېر کال هم دوه ځله مرګوني بريدونه وشول خو دی ترې روغ ووت.

تېره ورځ هم په کندهار ولايت کې يوه ځانمرګي بريد د يوه پوليس په ګډون درې تنه ټپيان کړل .

د ځايي چارواکو په وينا چاودنه هغه مهال شوې وه چې په سيمه کې د آيساف ځواکونو کتار تېرېده.

په وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدو شمېر زيات شوی او ډير کله دا بريدونه ډله ييز وي.

يوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار په دامان ولسوالۍ کې هم يوه ډله ييز ځانمرګي بريد له لسو زياتو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله.

ورته مطالب