راسموسين: د لېبيا د عملياتو لپاره بايد نورې الوتکې ورکړل شي

انريس فو راسموسين د انځور حقوق BBC World Service
Image caption انريس فو راسموسين وويل،تر اوسه پورې بل کوم هېواد نه دی حاضر شوی، چې پر لېبيا باندې د پوځي عملياتو ماموريت ته نورې الوتکې ورکړي.

د ناټو مشر د بريتانيا او فرانسې له حکومت سره د ځمکنيو بريدونو لپاره د لا نورو الوتکو د برابرولو غوښتنه کې يو ځای شوی، چې له مخې يې د ډګروال قذافي پر ځواکونو بريدونه زيات کړي.

خو د ناټو سرمنشي وويل ده د نورو الوتکو د برابرونې په اړه هېڅ ژمنې نه دي ترلاسه کړې.

د ناټو مشر دغه خبرې په داسې وخت کې کولې چې د دغه تړون د غړو هېوادونو استازي د لېبيا د کړکېچ پر سر د بحث لپاره په برلېن کې راغونډ شوي ول.

د ناټو ۲۸ غړيو هېوادونو دې ته اړتيا درلوده، چې په برلېن کې د خپلو بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې يووالی وښيي.

فرانسې او بريتانيا له څو ورځو راهيسې شکايت کاوه، چې د دغه تړون ډېرو کمو هېوادونو د دې تکل درلود چې ډګروال قذافي د ځواکونو پر ضد ګوزارونو لپاره د ځمکني بريد الوتکې برابرې کړي.

په لېبيا کې د مخالفانو مشرانو د لا زياتو ګوزارونو غوښتنه کوله چې د ملکيانو د وژنې مخنيوی وشي.

امريکايی امير البحر چې د ناټو مشر قوماندان دی، د ناټو حکومتونو ته په ګډه ناسته کې وويل چې دی په رښتيا هم د لا کره موخو د ويشتنې لپاره نورو الوتکو ته اړتيا لري.

له دې وروسته د ناټو سر منشي انريس فو راسموسن يوه خبری کنفرانس ته وويل چې تړون يې يو موټی دی: ((موږ فشار روان ساتو، او موږ به تر هغه دوام ورکړو چې اړتيا يې وي، ځکه موږ د ساتنې مسوليت لرو او موږ ترې ځان نه سپموو.))

خو د ناټو سرمنشي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که کوم هېواد اوس د نورو الوتکو د ورکولو ژمنه کړې ، وويل، ده کوم ځانګړی وړانديز نه دی ترلاسه کړی، خو بيا يې هم هيله څرګنده کړه.

دا د بريتانيا د بهرنيو چارو وېليم هېګ وزير خبرو ته يو ورته پيغام و. ښاغلي هېګ له رسمي غونډو بهر له فردي ليدنو کتنو په ګټنه سره ، غوښتل زړه نازړه حکومتونه پر ليبيا باندې ګوزار کې ونډې اخيستلو ته وهڅوي.

ده وويل لا اوس هم هيله مند دی:((موږ بايد د امريکا متحده ايالتونو پرله پسې رول کم ارزښته نه کړو. ځينې نورو هېوادونو ته د حل لار دا ده چې خپل اوسنی ملاتړ لا نور زيات کړي، خو زه بايد ووايم دوی ټول په پياوړي ډول د ټولو ډيپلوماتيکو، اقتصادي او بشري چارو پر سر چې موږ يې ترسره کوو، سره يو موټی دی.))

ښاغلي هېګ وويل ناټو د هر بل وخت په پرتله ډېر سره يو موټی دی، او ډګروال قذافي بايد په داسې فکر تېروتنه ونه کړي چې دغه تړون په خپل هوډ کې سره وېشلی دی.

خو دغې غونډې تر اوسه دا پوښتنه ناځوابه پرې ايښې چې کوم نور هېوادونه په لېبيا کې د جګړې له فعال رول سره د يو ځای کېدو تکل لري؟

ورته مطالب