نورستان: طالبانو يرغمل کړي پوليس خوشې کړل

نورستا
Image caption دا مهال د نورستان درې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.

د نورستان ولايت چارواکي وايي ددغه ولايت د وانت وايګل ولسوالۍ اړوند څلوېښت تنه پوليس چې شاو خوا درې وانۍ وړاندې د کونړ ولايت په چپه دره کې د طالبانو په يوه کمين کې کېوتي او تښتول شوي ول، بېرته روغ رمټ پرېښودل شوي دي .

دغه پوليس د ولايت مرکز پارون ته د تنخوا په اخيستو پسې بې وسلې او په شخصي جامو کې تللي ول، چې د راستنېدو پر مهال طالبانو نيولي ول.

چارواکو ددغو پوليسو د پرېښود د خبر له تايده ، ور ها ډېر جزيات نه دي ورکړي او طالبانو هم تر اوسه ددغو پوليسو د پرېښود د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې طالبانو ويلي ول چې ددغو نيول شويو پوليسو د برخليک په اړه به د طالبانو د ختيز زون نظامې شورا پرېکړه کوي.

ددغو پوليسو له نيول کېدو څو ورځې وروسته پخپله د وانت وايګل ولسوالي هم د طالبانو په لاس کېوته چې د کورنيو چارو وزارت يې لامل له دغې ولسوالۍ څخه په يوه وار د دومره ډېرو پوليسو وتل بللي ول .

اوس يوه انګېرنه دا هم ده چې کېدای شي له څه جګړې او مقاومت پرته د طالبانو په ولکه کې د وانت وايګل ولسوالۍ ورتلل د همدغو پوليسو د پرېښودو پر سر په ولسوالۍ کې له پاتې هغو سره، چې ټول يې پخپلو کې کورني او قومي اړيکي لري د يو ډول جوړ جاړي پايله وي.

خو د نورستان والي جمال الدين بدر دغه انګېرنې ناسمې بولي او وايي دغه پوليس بېرته د قومي مشرانو د منځګړيتوب په پايله کې پرېښودل شوي دي:(( هېڅ نوع معامله او جوړ جاړی نه دی شوی، دا د قومي سپين ږېرو هلې ځلې وې او مخالفين چونکې ځايي خلک دي ، هغوی ته هم د موضوع ضخامت ښکاري چې څومره ضخيمه ده ، دا امکان د اينده د کلي تر کلي، ولسوالۍ تر ولسوالۍ ، ولايت تر ولايت شخړو ته شايد لمنه ووهي، نو همدغه و چې دغه خلک خوشې شول. ))

دا مهال د نورستان ولايت د برګمټال، کامدېش او وانت وايګل ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او سيمه ييزو چارو واکو لا له وړاندې په کابل کې د حکومت مشرانو ته خبرداری ورکړی، چې که دغه درې ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونه نيول شي، نو په دې سره پر ګاونډي ولايت کونړ سربېره د افغانستان شمالي ولايتونو ته هم ګواښ پېښېدای شي.

نورستان د افغانستان په شمال ختيز کې د پامير د لوړو په لمنه کې موقعيت لري، چې ختيزې سيمې يې له پاکستان سره نښتې دي او د سوېل او لوېديز له لوري لغمان،کاپيسا، پنجشېر، تخار او بدخشان ولايتونو ته داسې سختې غرنۍ لارې لري چې کنټرول يې د حکومت له وسه وتلې خبره برېښي.

ورته مطالب