افغانستان او پاکستان د سولې ګډ کمېسيون جوړوي

ګيلاني کرزی
Image caption د دوړاړو مشرانو د سولې د ټينګښت په موخه د کمسيون جوړونه مهمه وبلله.

افغانستان او پاکستان د سولې د ټينګښت او په دواړو هېوادونو کې له وسله والو مخالفانو سره د خبرو لپاره په لوړه کچه کمسيون جوړوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د وري په ۲۷ مه د شنبې يا خالي په ورځ په کابل کې خپلمنځۍ خبرې تاريخي وبللې او ويې ويل ”ډواړه هېوادوه يو د بل تر څنګ ولاړ دي، ځکه چې د دواړو برخليک يو دی.“

دواړو مشرانو دغه خبرې د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ کې خبري کنفرانس ته کولې.

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني کابل ته د سفر په مهال، چې د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني او هم د اسخباراتي ادارې مشر احمد شجاع پاشا ورسره ملګري وو، له افغان ولسمشر حامد کرزي، د افغان سولې لوړې شورا مشر برهان الدين رباني او د دغې شورا له غوړيو سره خبرې وکړې او پر دې يې سلا وکړه چې د افغانستان پاکستان سولې کمسيون مشري له دواړو غاړو مرستيال ولسمشر او لومړي وزير کچې ته لوړه کړي.

پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ګډ خپري کنفرانس کې وويل دغه کمسيون به د دواړو هېوادونو د جګپوړيو چارواکيو تر څار لاندې کار کوي.

ښاغلي ګيلاني وويل له دې مخکې يوه ګډه کمېټه وه، خو د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر څارنې لاندې يې کار کاوه، او هغه کمسيون چې په راتلونکي کې به جوړېږي، د جګپوړيو پوځي او ملکي چارواکيو په اجرايوي څارنه به کار کوي.

د افغانستان او پاکستان مشرانو د خبرو په اړه راپور او بحث دلته واوریء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم په خبري غونډه کې وويل په پاکستان کې به د دغې کمېټې د کار پر بهير لومړی وزير، د پاکستان لوی درستيز او هم د دغه هېواد د استخباراتو ای اېس ای مشر څارنه کوي.

په افغانستان کې ولسمشر حامد کرزي له څو کلونو راهيسې له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو بهير پيل کړی، او په خپله يې څارنه کوي. د سولې موضوع د افغان دولت د تګلارو بنسټيزه برخه جوړوي، او دې موخې ته د رسېدو لپاره تېر کال د سولې لوړه شورا هم جوړه شوه.

ولسمشر حامد کرزي وويل له پاکستان پلاوي سره په خبرو کې ” بې سابقې روڼوالی او څرګندوالی“ و، او په دې خبرو کې د پاکستان لومړي وزير خبرو د” بشپړ بدلون “ څرګندونه کوله.

د پاکستان لومړي وزير دا خبر رد کړه چې افغانستان ته اورپکي له پاکستان وراوړي، او زياته يې کړه دواړه هېوادونه په سياسي دفاعي او استخباراتي ادارو په کچه يو له بل سره همکاري کوي، او دغه همکاري به د ده په وينا په راتلونکي کې نوره هم پياوړې کېږي.

ښاغلي وويل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند پورې د غازو نلليکې، د برېښنا لېږدونې او هم د ټرانسپورټ نظام ښه والي لپاره پر يو شمېر سترو پروژو د کار چټکتيا ته ډېره اړتيا ده.

Image caption پاکستان وايي د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې په خپله قرباني دی او ګڼ شمېر سرتېري يې وژل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي پخوا څو ځله دا خبره تکرار کړې چې د "ترهګرۍ اصلي مرکزونه" د ډېورېنډ له کرښې بلې غاړې، يعنې د پاکستان تر ولکې لاندې سيمو کې دي.

ښاغلي کرزي پرله پسې پر دې ټينګار کاوه، تر هغه چې دغه مرکزونه ويجاړ نه شي، په سيمه کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه به بريالۍ نه شي.

خو په مقابل کې د پاکستان چارواکي وايي دغه هېواد په خپله د ترهګرۍ قرباني شوی، او د پوځ سلګونه سرتېري يې اورپکيو او ترهګرو په وړاندې جګړه کې وژل شوي دي.

په همدې وخت کې د افغانستان رسنۍ او ځينې اړخونه بيا دې ګوته نیسي چې د طالبانو ډله د پاکستان له دولتي سرچينو سره تړاو لري.

افغان چارواکي پر دې ټينګار کوي چې په افغانستان کې د جګړې پای او د سولې ټينګښت تر ډېره د پاکستان له " رښتينې همکارۍ " سره تړلی دی او پاکستان کولی شي په دې برخه کې " بنسټيز" رول ولوبوي.

ورته مطالب