افغانستان بهر ته بهېدونکې اوبه کنټرولوي

ښاغلی اسماعیل
Image caption محمد اسماعیل: ''نن موږ هغه سروې کوو، چې د دغو بندونو زیاتره اوبه د ایران تر پولې پورې رسېږي، نن ماسټر پلان ورته جوړېږي چې په لړ کې زموږ د اوبو کره تولید په پام کې نیول کېږي. ‎''

د افغانستان حکومت هوډ لري چې د هلمند د حوزې د اوبو په اړه څېړنه او ارزونه وکړي. د اوبو او برېښنا وزارت وايي په دې څېړنې سره به د دغې حوزې زیاتره اوبه تر کنټرول لاندې راشي.

د هلمند د حوزې د اوبو د سروې تړون داسې مهال د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او یوه برتانوي شرکت ترمنځ لاسلیکېږي، چې ویل کېږي په کور دننه له ګټې اخیستو پرته ددغو اوبو زیاته برخه بهر ته بهېږي.

ددغې سروې لګښت شاوخوا درې میلیونه ډالر اټکل شوی، چې په دوو کلونو کې به بشپړېږي او په درو پړاوونو کې به یې چارې د یوه برتانوي شرکت په مټ پرمخ بېول کېږي.

د هلمند د حوزې په اوبو کې د ارغستان، ترنک، ارغنداب، ترنه، موسی کلا، هلمند، فراه رود، خاشرود او د ادرسکن اوبه راځي، چې د چارواکو په خبره ګټه یې معمولاً ایران ته رسېږي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر محمد اسمعیل ددغه تړون د لاسلیکولو پرمهال وویل، دا بهر ته ددغې حوزې د اوبو د مخنیوي لپاره یوه مهمه پروژه ګڼل کېږي:

''نن موږ هغه سروې کوو، چې د دغو بندونو زیاتره اوبه د ایران تر پولې پورې رسېږي، نن ماسټر پلان ورته جوړېږي چې په لړ کې زموږ د اوبو کره تولید په پام کې نیول کېږي. ‎له دغو اوبو موږ اوس څومره ګټه اخلو، او څومره له هېواده بهر بهېږي، د افغانستان په لوېديځه حوزه کې تر ټولو ډېرې اوبه له هېواده بهر بهېږي، چې اوس یې موږ د مخنيوي لارې لټوو.''

وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي ویلي ول، له افغان چارواکو سره به د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د ونډې په اړه خبرې وکړي.

همدارنګه ښاغلي صالحي ویلي چې په دې اړه به په راتلونکو څو ورځو کې خپل مرستیال له خپل افغان سیال سره د خبرو لپاره کابل ته ولېږي.

خو د افغانستان د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر بیا کابل ته ددغه ایراني چارواکي د سفر او د هلمند د حوزې د اوبو پر سر د خبرو په اړه بې خبري وښوده، خو وویل، ایران د ۱۳۵۱ هجري لمریز کال د تړون پربنسټ د اوبو ونډه ترلاسه کوي.

نوموړي وویل دغه قرارداد ددواړو هېوادونو په ګټه دی چې تر دې مهاله په دې برخه کې کومه ستونزه نه ده رامنځ ته شوې:

Image caption د افغانستان ۷۰٪ اوبه بهر ته بهېږي.

''تراوسه بهر ته د بهېدونکو اوبو په اړه له ایران سره د خبرو په اړه موږ ته کوم خبر یا لارښوونه نه ده راکړل شوې، البته موږ د اوبو یو کمېیسیون لرو چې په هرو درو میاشتو یا د اړتیا په وخت کې د اوبو پر اړوندو مسایلو خبرې کوي، له نېکه مرغه زما په اند دا د تاریخ په اوږدو کې یو کره قرارداد دی چې د ایران او افغانستان دواړو په ګټه دی. ''

د اوبو او برېښنا وزارت دا هم ویلي چې د ۴۵۷ کوچینو او لویو بندونو سروې او ارزونه دوام لري، چې تر راتلونکو درو کلونو پورې به د شاوخوا ۶۰۰ بندونو سروې بشپړه شي.

دمګړۍ په هرات ولایت کې د سلما بند په ګډون د شپږو بندونو د رغونې چارې دوام لري، چې د چارواکو په وینا، د هند په مالي مرسته د سلما بند د رغولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او د راتلونکي کال تر پسرلي پورې به یې ټولې چارې بشپړې شي.

د افغانستان ټولې اوبه ۷۵ میلیارد مترمکعب اټکل شوې دي، چې د اوبو او برېښنا وزارت په خبره، د هېواد د ننه له دغو اوبو څخه یوازې ۳۰ سلنه ګټه اخیستل کېږي.

ورته مطالب