ځانمرګي برید ۱۰ ناټو او افغان سرتېري ووژل

افغان ځواکونه د انځور حقوق Reuters
Image caption دا په تېرو څلورو ورځو کې د وسله والو طالبانو له خوا پر امنیتي سرتېرو او چارواکو درېیم برید دی.

افغان او ایساف چارواکي وايي پنځه بهرني سرتېري او پنځه افغان پوځیان د دغه هېواد په ختیځ کې پر یوې پوځي اډې د ځانمرګي برید له کبله وژل شوي دي .

رپوټونه وایي، یوه ځانمرګي برید کوونکي جلال اباد ته څېرمه د ۲۰۱ قل اردو ته په ننوتو پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د ۲۰۱ نمبر قل اردو ویاند نعمان هاتفي په برید کې د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او د اته کسانو د ټپی کېدو خبره منلې ده.

نوموړی وايي ټپیان د جلال اباد روغتون ته وړل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، برید کوونکي د ملي اردو یونیفورم اغوستی و، چې د جلال اباد ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو یوې اډې ته ننوت.

په افغانستان کې ایتلافي ځواکونو ویلي په برید کې د ایساف پنځه سرتېري وژل شوي، خو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

په برید کې د څلورو افغان سرتېرو پر وژل کېدو سربېره څلور نورافغان سرتېري او څلور ژباړن ټپیان شوي دي.

په تېرو څو میاشتو کې دا د بهرنیو او افغان ځواکونو پرضد تر ټولو ډېر خونړی برید و.

دا په تېرو څلورو ورځو کې د وسله والو طالبانو له خوا پر امنیتي سرتېرو او چارواکو درېیم برید دی.

تېره اوونۍ په ختيځ کونړ ولایت کې ورته برید د ملک زرین په ګډون یو شمېر قومي مشران ووژل.

Image caption په پام کې ده چې په راتلونکې جولای میاشت کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو سپارل پیل شي.

د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د سویلي ولایت کندهار امنیه قوماندان خان محمد مجاهد له دوو پولیسو سره په یوه ورته برید کې ووژل شو.

په دوو وروستیو بریدونو کې برید کوونکو د افغان ملي اردو یونیفورم اغوستی و.

طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، په برید کې یې له لسو ورپورته افغان او بهرني پوځیان وژلي دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږلې ویناپاڼه کې ویلي، چې برید کوونکی د دایکوندي ولایت د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې یوه میاشت وړاندې د همدې برید په موخه د افغان ځواکونو لیکو ته ننوتی و.

وړاندې افغان چارواکو ویلي ول، چې د جلال اباد د ملي اردو په یوه مرکز کې ځانمرګي برید څلور افغان سرتېري وژلي دي.

په پام کې ده چې په راتلونکې جولای میاشت کې له بهرنیو ځواکونو افغان سرتېرو ته د امنیتي چارو د سپارلو لړۍ پیل شي.

وسله وال طالبان هڅه کوي چې د امنيتي ځاوکونو پرضد خپل بریدونه زیات کړي او هڅه یې دا ده چې له افغان پولیسو سره او ملي اردو سره د یوځای کېدونکو ځوانانو زړونه تور کړي.

ورته مطالب